تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې اداب او سنتونه
  تعلیم الاسلام
  May 27, 2017
  0

لیکنه: عبدالسمیع عبدالسلام 

په دې کي ځني واجب او ځني مستحب دي: 

 
۱: پېشلمى کول که چېري د چا په قدرت کي وي په اخر وخت کي ډېرښه دئ رسول الله  صلی الله علیه وسلم فرمايللي دي. تستحروا فان في السحور برکة (البخاري) پېشلمى کوى په پېشلمي کي برکت دئ. دا مبارکه غذا ده په دي کي د اهل کتا بو مخالفت کيږي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: نعم سحورالمومنين التمر (ابوداؤد صحيح الترغيب) د مومن لپاره  خرما څه ښه پېشلمى دئ. 
 
۲: په روژه مات کي تلوار کول. رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرما يلي دي: لايزال النا س بخير ما عجلوا الفطر (بخاري)  خلګ چي ترڅو پر روژه مات تلوار کوي  ترهغو به پر خير وي. روژه دار به د امکان تر وسه کوښښ کوي چي روژه په هغه څه با ندي ماته کړي په کوم څه چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  روژه ما تول. د انس  رضي الله عنه  څخه  روايت سوی دئ  چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به تر لما نځه د مخه به د څو دانو تازه خرماو په ذريعه روژه ماتول.
 
۳: که به خرما نه وه نو یوڅو غوړپه اوبو به يې چښلې. رسول صلی الله علیه وسلم به د روژمات وروسته دا دعا ویل کوم چي د ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت سوې ده: ذهب الظما وابتلت العروق وثبت الاجر ان شا الله . (ابو داود ) تنده ماته سول رګونه لانده سول که الله جل جلاله وغوښتل اجر به هم ترلاسه کړو .
 
۴: د فحشا او بې حیا یي څخه لیري او سېدل. رسول  صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي: اذاکان یوم صوم احدکم فلایرفث ( بخاري)  کله چي ته روژه يې د بې حیايي څخه ځان ساته. د رفث څخه مراد دګناه کارونه دي . رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي : من لم یدع قول الزور والعمل به فلیس لله حاجة في ان یدع طعامه و شرابه .(بخاري) چاچي درواغ او غلط عمل نه پرېښودل الله جل جلاله  د هغه ډوډۍ او چښلو پرېښودلو ته هیڅ ضرورت نه لري . 
 
۵: په روژه کي د جنګ او بدو خبرو څخه ځان ساتل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي : ان امرؤ سابه اوشاتمه فلیقل اني صائم (بخاري) که یو څوک د روژه داره سره جنګ او یا بدي خبري کوي نو و دي وايي زه روژه یم .
 
۶: د ډېر زیات خوراک څخه پرهېز کول پکار دي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي: ما ملا ابن ادم وعاء شرمن بطن (ترمذي ) د ادم اولاد د خپل نس څخه هیڅ بد او ناکاره لو ښی نه دی ډک کړی .
 
۷: په روژه کي سخاوت کول: رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمایلي دي: من فطرصائما کان له مثل اجره غیر انه لاینقص من اجر الصائم شيء (ترمذي) چاچي روژه دارته روژه مات ورکړ هغه ته به د روژه دار غوندي ثواب ورکړل سي او د روژه دار په ثواب کي به هیڅ کمی رانه سي ډېرو سلف صالحينو به د خپل ځان څخه و غريبانو ته زیاته تر جيح ورکول او هغوئ ته به يې روژه مات ورکوی مثلا عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ،مالک بن دینار رحمة الله علیه او احمد بن حنبل رحمة الله علیه به همېشه د یتيمانو او غريبانو سره روژه مات کوئ .    
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته