تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:شیدې ورکونکې یا حامله ښځه روژه ماتولایسي؟
  تعلیم الاسلام راډيو
  August 3, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 

 
مسلسله شمېره : (   ۱۷۹ )
 
نوم:  اسحاق لمر        
      
سوال :  که یوه ښځه په داسي جغرافیايي موقیعت کي هستوګنه وي چي هلته په رمضان المبارک کي امساک دشپي پر ۳ بجي شروع کيږي او افطار پر ۹ بجي ۲۰ دقیقي وي (۲۱بجي ۲۰ دقيقي ماخستن) او داښځه د۲ میاشتو ماشوم ته خپلي شیدي ورکوي، آیا يادي سوي ښځي ته په رمضان المبارک کي دروژې دنه نيولو استشناء سته؟
 
جواب : شيدې ورکونکې ښځه ، چي په هر موقعيت کي هستوګنه لري ، که دا د ماشوم پر هلاکت بېرېږي ، د روژې په صورت کي او يا پر خپل ځان بېرېږي د حمل په سورت کي ، نو د دې له پاره د روژې خوراک روا دئ او بيا به يې قضا راوړي ، فديه کفايت نه کوي .  
 
وَالْحَامِلُ وَالْمُرْضِعُ إذا خَافَتَا عَلَى وَلَدَيْهِمَا أَفْطَرَتَا وَقَضَتَا وَلَا فِدْيَةَ عَلَيْهِمَا .  ( مختصر القدوري کتاب الصوم  ٤٧) 
 
وَالْحَامِلُ وَالْمُرْضِعُ إنْ خَافَتَا عَلَى الولد اولنفُسِ اعا أَفْطَرَتَا . ( تبیين الحقايق شرح کنز الدقايق : ج،١:ص،٣٣٦ ) 
 
 بدليل حديث انس بن مالک رضى الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : ان الله عز و جل وضع عن المسافر شطر الصلاة وعن المسافر والحامل والمرضع الصوم. (رواه احمد)
 
ژباړه: الله عزوجل د مسافر څخه روژه او نيم لمونځ ليري کړي دئ او هم د حاملې او تى ورکونکي ښځي څخه روژه.  
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته