څانګه: خاتم النبيين نيټه: September 22, 2012
       
نبي (ص) په هر څه کې امانت ساتونکی وو

لکه څنګه چې رسول صلی الله عليه وسلم د وحيې په برخه کې امين وو د دنيوي امورو په هره برخه کې په همدې ډول امانت ساتونکی او د امن څښتن وو ددې شي لامل دا وو چې امانت ساتنې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم په روح کې ځای درلود.

 
هغه مبارک د خلکو په منځ کې دومره زيات د امين په نامه پېژندل شوی وو چې حتی که له ابو جهل څخه هم چا پوښتنه کړې وای چي ته خپل عزت او ناموس د چا سره امانت ايښودلای سې نو هرومرو به يې د آنحضرت صلی الله عليه وسلم نوم اخيسته او ويل به يې چي د (الامين) سره هو! لومړنی کس چي ده ته به د امين په نامه ياد ته ورتله هماغه رسول الله صلی الله عليه وسلم تر دومره اندازې پورې امين وو چي يوه ورځ يې يوه ښځه وليده چي ماشوم ته يې ږغ وکړ چي (راسه چي څه درکړم) هغه ژر له هغه څخه پوښتنه وکړه چي: (څه ورکوې؟) هغې ښځې ورته وويل: (غواړم چي خرما ورکړم!) پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: (که دي د يو څه د ورکړې هيله نه درلودلای نو ته د الله تعالی په وړاندي دروغجنه شمېرله کېدې) (ابو داؤد، ادب ۸۰، د احمد بن حنبل مسند ۳/۴۴۷).

 

رسول صلی الله عليه وسلم درواغ د منافقت له علامو څخه شمېرل او همېشه به يې هڅه کوله چې مخنيوی يې وکړي. په دې حقيقت کې شک نه سته چي درواغ ويل د منافقت له درې ګونو علاماتو څخه يوه ده.
په يوه بل ځای کي درواغ ويل د منافقت، ګناه او د سمې لارې څخه د ګرځېدو لامل بلل سوی دی.
 
لکه څومره چي آنحضرت صلی الله عليه وسلم له درواغ ويلو څخه لېرې پاتې سوی دی، په هماغه اندازه يې په امانت ساتلو کې له خيانت څخه واټن درلود. د امانت ساتلو په اړه د رسول صلی الله عليه وسلم مفهوم يوازې د انسانيت په دايره پورې منحصر نه وو بلکې د هغه په وړاندې د نړی ټول شته په دې دايره كډ ؤ.
 
يوه ورځ يوه صحابي ددې لپاره چي خپل اس راوبولي لاس يې په داسې ډول ورته نيولی وو لکه چې څه ورکوي.
دې پېښې آنحضرت صلی الله عليه وسلم زيات وځوراوه ترڅو چي هغه صحابي يې را وغوښت او سختې خبرې يې ورته وکړې.
 
هو! هغه غوښتل چي په دې سره وښيي چي امانت ساتنه او ريښتيا ويل نه يوازې د انسانانو بلکې له حيواناتو سره په چلند کي هم بايد په پام کې ونيول سي.
د آنحضر صلی الله عليه وسلم صحابه چي دده د نور له برکته څخه د رڼا ګانو په وړانګو اوښتي وو، هم دده په شان په نېکو کارونو سر وو. يو له دوی څخه ((امين امت)) يا ((حضرت ابو عبيده بن جراح رضی الله عنه)) وو.
 
هغه د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په دوره کې د شام والي وو. کله چي هرکليوس د شام د بېرته نيولو هوډ وکړ، هغه مهال له ابو عبيده بن جراح رضی الله عنه يو کم شمېر جنګيالي موجود وو، له همدې امله دوی نه توانېدل چې له ښار څخه ساتنه وکړي. ژر ېې د شام خلک راټول کړل او ورته يې وويل. موږ له تاسو څخه جزيه اخيستې ده، هغه ددې په خاطر چي موږ بايد له تاسو څخه ساتنه او د فاع وکړو، دا چې په دې کار موږ و نه توانېدو نو ستاسو جزيه موږ ته روا نه ده، بايد بېرته يې تاسو ته وسپارو!!.
 
له دې خبرو وروسته جزيه بېرته د هغه کسانو په منځ کي چي ترېنه اخيستل شوې وه، وويشل سوه. د کليساګانو راهبان په دې کار سره له حيرانتيا سره مخ او کليساګانو ته ولاړل او خدای پاک ته يې ددعا لاسونه جګ کړل چي ای خدايه ته زموږ له سر نه د مسلمانانو سيوری مه اخله او موږ په دې امان کې وساته او همېشه دوی واکمن ولره. کله به يې چي له مسلمانانو سره خدای په اماني کوله نو ورته ويل به يې ((ان شاءالله تاسو بېرته راځی او موږ به د هرکليوس له ظلم څخه وساتی)).