تازه سرليکونه
طلاق پېژندنه
 
  September 5, 2015
  0

 وړاندي مو ولوستل چي نكاح د نارينه او ښځي په رضا او اجازه د شاهدانو په حضور كي په ايجاب او قبول تړل كيږي .


همدا د نكاح تړون چي په كومو ځانگړو ويناوو له منځ څخه ځي او ختميږي هغه ته طلاق وايي .

طلاق وركول يوازي د مېړه په اختيار كي دى ، ښځه مېړه ته طلاق نه سي وركولاى او نه د مېړه څخه ماسيوا بل څوك د چا ښځي ته د هغه د وكالت پرته طلاق وركولاى سي .

دغه ډول په طلاق وركولو كي د ښځي رضايت او خوښۍ ته او هم د شاهدانو و حضور ته اړتيا نسته .
د طلاق اچول مباح كار دى خو د اړتيا او ضرورت له مخي اچول كيږي .

د نكاح تړون په بائن طلاق سمدستي له منځ څخه ځي او په رجعي طلاق د نكاح تړون د عدې څخه وروسته ختم كيږي .

د بائن طلاق او د رجعي طلاق پېژندنه او حكمونه په ورستيو پاڼو كي درته بيانوو .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 

 

سرته