تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
احسن طلاق
 
  October 5, 2012
  0
د ښځي وځانګړي مياشتنۍ ناروغي ته په عربي كي حيض وايي او تر ناروغي و وروسته مدې ته يې طهر وايي .

د ښځي څخه د حيض په مده كي لمونځونه ساقط كيږي او دغه ډول د حيض په مده کي روژه هم نسي نيولاى خو د حيض وروسته به يواځي د روژو قضاء راګرځوي .

همدا راز ښځه د حيض په مده كي قرآن نسي لوستلاى او نه يې مېړه جماع ورسره كولاى سي .

احسن طلاق هغه طلاق ته وايي چي مېړه خپلي ښځي ته د داسي طهر په حالت كي يو طلاق وركړي چي په هغه طهر كي يي جماع ورسره كړې نه وي .

ښځي ته چي د طهر په مده كي يو طلاق وركول سي او بيا پرېښودله سي ترڅو عده يې ختمه سي ، نو دې ډول طلاق ته احسن طلاق وايي يعني دا د نورو طلاقونو په پرتله ښه طلاق بلل كيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته