تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
يوه داسي گناه چي انسان جنت ته داخلوي
 
  December 11, 2015
  0
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام 

بسم الله الرحمان الرحيم 

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:

بعضو علماوو فرمايلي دي: ذنب يدخلک الجنة وحسنة تدخلک النار

يوه داسي گناه ده چي تاجنت ته داخلوي اويوه داسي نېکي ده چي تا اور ته داخلوي.

گناه داده چي څوک  گناه وکړي او هغه گناه يې په ياد وي، د هغې له کبله په ده کي عاجزي او پښېمانتيا راشي، الله جل جلاله ته متوجه شي، توبې باسي، نو الله پاک په پايله کي ور څخه راضي شي او باالآخره يې جنت ته داخل کړي نو يوه گناه يې جنت ته د داخلېدلو سبب شوه .

دوزخ ته داخلوونکې نېکي داده: يو ښه کار وکړي، تل يې ياد ساتي چي ما خو په فلاني وخت داسي ښه کار وکړ، ددې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي راشي، ځان ورته  لوی سړی معلوم شي او نورو ته په سپکه گوري، چي نورخلگ په گناهونو کي لگيادي اوزه دادی داسي عبادتونه کوم، په دې سره الله جل جلاله  ناراض کړي، په پايله کي يې دغه عبادت  جهنم ته ورسوي نودا دی عبادت يې وکړواو دعبادت له کبله جهنم ته ورسېد!!

حضرت امام مالک رحمه الله  فرمايلي دي چي تاسو د خلگو گناهونو ته مه گورئ لکه تاسو چي خدايان ياست!
بلکي خپلو گناهونو ته وگورئ لکه تاسو چي بندگان ياست! 

پر هغو خلگورحم وکړئ څوک چي په تکليفونو کي مبتلاوي او د الله پاک شکر په دې ا داکړئ چي تاسوته يې سلامتيا درکړې ده!

د چا په هکله له داسي فيصلې کولو ډډه وکړئ چي دا دوزخي دی او داجنتي دی!

پر گناهگارانو باندي ځان لوی مه بوله بلکي د هغوی لپاره د هدايت اوسم لاريتوب دُعاگاني له الله پاکه وغواړه!!
 

حضرت ضمضم هلالي رحمه الله  ويلي دي چي ماته حضرت ابوهريره رضی الله عنه وويل چي ته چاته داسي مه وايه چي تا ته الله پاک بخښنه نه کوي او يا دي جنت ته هيڅکله نه داخلوي . ماورته وويل :اې ابوهريره(رضی الله عنه) دا خو يوه داسي خبره ده  چي په موږ کي يې څوک خپل ورور يا ملگري ته په داسي حال کي چي  درد او غصه ورشي، کوي؟

حضرت ابوهريره(رضی الله عنه) وفرمايل: ماله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چي په بني اسرآئيلو کي دوه کسان وو، په دوی کي يوه په عبادت کي ډېر کوښښ کولو او بل يې پر ځان زياتی کولو(گناوي يې کولې) او د دوی دواړو ورورگلوي (دوستي) وه. په دوی کي عابد به هر وخت هغه بل په گناه باندي ليده او ورته ويل به يې چي اې سړيه !دا کارپرېږده! نوهغه به ورته ويل:ما او زما رب سره پرېږده، آيا ته پر ما باندي نگهبان او ساتونکی رالېږل شوی يې؟

تردې چي يوه ورځ يې په يوه داسي گناه وليد، چي عابد غټه وبلله، نو ورته ويې ويل :هلاک شي دا پرېږده!هغه ملگري يې ورته وويل :ما او زما رب پرېږده، آيا ته پر ما باندي نگهبان رالېږل شوی يې؟ نو ده ورته وويل:په الله مي دي قسم وي چي تاته به الله پاک بخښنه نه کوي او يا دا چي الله پاک به دي هيڅکله جنت ته نه داخلوي
نو الله پاک ملايکه وور وليږله او د دواړو ساوي يې واخيستلې .

ترمرگ وروسته يې گناهگارته وويل :لاړشه زما په رحمت سره جنت ته ننوزه ! اوعابد ته يې وويل :آيا ته په ما خبر وي (چي ده  ته به بخښنه نه کوم، يا به يې جنت ته نه داخلوم)؟ آيا تا د هغه څه واکمن وې چي زما په اختيار کي دي (بخښنه او جنت ته داخلول)؟ (نو الله پاک ملايکو ته امر وکړ چي) دا سړی اور ته بوزئ!

نو نبي عليه السلام وفرمايل:په هغه ذات مي دي قسم وي د چا په واک کي چي د ابوالقاسم (نبي عليه السلام) ساه ده،چي د يوې خبري کولو دده دنيا او آخرت ور برباد کړل (ابوداودشريف)

نو مهمه خبره داده چي انسان به په ځان کي عاجزي راولي. يو ترکي بزرگ چي د مولاناعبدالرحمان جامي رحمه الله مُريد وو، د هغه حال داسي وو چي تل به يې په خپل سر باندي يوه رڼا ليدله،حج ته ولاړ، له حج څخه فارغ شو او راغی، نوهغه کيفيت په ځای ددې چي زيات شي، بالکل ختم شو، خپل پيرمولانا جامي رحمه الله ته يې خپل حالت بيان کړو. نو مولانا جامي رحمه الله ورته وويل چي ترحج مخکي په تاکي عاجزي وه، خپل ځان دي گناهگار باله، الله پاک ته دي عاجزي اوزارۍ کولې، تر حج وروسته ځان بزرگ درته معلوم شو، له دې کبله حج ستا د غرور او لويي سبب شو، له دې امله هغه مخکينی کيفيت ختم شو (تفسيرمعارف القُرآن ص۴۹۵ج۱)
 
په قرآن کريم کي هم په گڼو آياتونو کي د مؤمنانو صفت داسي بيان شوی چي دوی دعبادت د کولوسره هم له الله پاک څخه وېرېږي اوبخښنه ترې غواړي. نو بايد په عبادت باندي له لويي کولو څخه په کلکه ځانونه وژغورو.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته