تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اختري او زکات نصاب څومره دی؟
  تعلیم الاسلام
  July 14, 2020
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 

 
نوم: اول خان
 
سوال : دزکات نصاب څومره دی؟
 
جواب :
حامداً و مصلياً
 دسرو زرو هغه اندازه (نصاب) چي زکات ورباندي واجبيږ ي په نن سبا کي څه باندي (٨٧) ګرامه دی او دسپينو زرو هغه اندازه (نصاب) چي  زکات ورباندي واجبيږي (٦١٢) ګرامه دی او یا هم دومره اندازه پیسې ولري چي د سپينو زرو و نصاب ته رسيږي او یا دومره اندازه تجارتي مال ولري چي قیمت یې د سپينو زرو و نصاب ته رسيږي یا یوه اندازه پیسې ولري او یا یوه اندازه زر یا یو څه سره زر او یو څه سپین زر ، نو ټول به د سپينو زرو په قیمت سره قیمت کيږي چي قیمت یې (۶۱۲) ګرامه سپينو زرو ته ورسېدی  نو څلوېښتمه حصه به يې ورکوي.
 
دا خو اول نصاب د غني سو، تر دې اضافه بیا چي (۱۲۲) ګرامه ته ورسيږي یعني په هر (۱۲۲) ګرامه یا د هغه په قیمت کي څلوېښتمه حصه د زکوة ده او (۸۷) ګرامه اول نصاب د غنا دی، تر دې زیات بیا په (۱۷) ګرامه کي څلوېښتمه حصه ده.
 
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): لَيْسَ فِيمَا دُونَ مِائَتَيْ دِرْهَمٍ صَدَقَةٌ فَإِذَا كَانَتْ مِائَتَيْنِ وَحَالَ عَلَيْهَا الْحَوْلُ فَفِيهَا خَمْسَةُ دَرَاهِمَ وَلَا شَيْءَ فِي الزِّيَادَةِ حَتَّى تَبْلُغَ أَرْبَعِينَ ففِيهَا دِرْهَمٌ. هداية ج ۱، ص ۱۷۶- زکوة في الفضة
 
(۲): لَيْسَ فِيمَا دُونَ عِشْرِينَ مِثْقَالًا مِنْ الذَّهَبِ صَدَقَةٌ. فَإِذَا كَانَتْ عِشْرِينَ مِثْقَالًا فَفِيهَا نِصْفُ مِثْقَالٍ. ثُمَّ فِي كُلِّ أَرْبَعَةِ مَثَاقِيلَ قِيرَاطَانِ. هداية، ص ۱۷۷
 
(۳):  مسائل رفعت قاسمي :ج ۵، ص ٣٥ جديد مکتبة سيد احمد شهيد 
 
(۴): زکوة کي مسائل کا انسائيکلو پيډيا:  ص ٤٨١    دارالافتا‌ء جامعة العلوم الاسلامية بنو ري ټاون
 
(۵): التسهيل الضروري : ج ۱-٢ص١٠٣  کتاب الزکوة  عاشق الهي البرني- مکتبة عربية کوئټه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته