څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: December 5, 2015
       
زموږ پر کلتور د پردو يرغل
لیکوال: مولوي سيد احمد صابر

دا يو څرګند او روښانه حقيقت دئ، چي ددې نړۍ پر مخ د انسان ژوند د يوه پرله پسې او مسلسل سفر په شان دئ، چي لمړى پړاو(منزل)  يې مرګ دئ او په دې هم هر انسان پوهېږي، چي دې پړاو ته رسېدل کوم ټاکلى وخت او ميعاد نه لري، بلکي  هر انسان په ناڅاپي ډول له دي پړاو  او منزل سره  مخ کيږي او دا هم بايد په ياد ولرو چي دا سفر او ودې منزل ته رسېدل د هر چا له پاره اړين او حمتي دي، خلاصون ورڅخه هيڅ وګړى نه لري او نه ورڅخه څوک ځان ژغورلاى سي، لکه څنګه چي الله جل جلاله  فرمايي: 
 
أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِي بُرُوجٍ مُشَيَّدَةٍ. [سورة النساء ايت٧٨] 

ژباړه: تاسي، چي هرچيري ياست مرګ به مو ومومي، که څه هم تاسي په ټينګو برجونو کي ياست.

لکن د موجوده نړۍ ځيني مسلمانان بيا هم د خپل ژوند ودې سفر ته نه متوجه کيږي او نه ورسره د کومي توښې د برابرولو په اړه فکر کوي، بلکي بې سوچه او بې فکره د پردو پر پل، پل ږدي او روان دي او دې ته هيڅ فکر نه کوي، چي آيا دا زه چي پسي روان يم دا څوک  ما هغه منزل ته په سمه لاره رسولاي سي او کنه، آيا دا څوک ددې وړتيا لري چي زه يې ملګرتيا او پيروي وکړم او کنه  او يا ددې چا په پيروي کي ماته  کومه ګټه سته او کنه؟ 

محترمومسلمانانو! پوهان وايي: مبارک عقل هغه دئ چي انسان خپل هدف ته ورسوي، نو راځئ، چي لږ  فکر وکړو، چي  د ژوندانه  په دې سفر کي د چا پيروي موږ ته ګټه رسوي او هغه څوک دئ چي موږ ته روښانه څراغ په لاس راکوي، ترڅو د هغه په رڼا کي  خپل هدف ته ځان ورسوو او د پرېشانيو له دې تياره او څپاند سمندر څخه  مو پوري باسي، نو حمتاً به هر مسلمان دا وايي، چي دا برياليتوب موږ ته د رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  او د هغه د اصحابوکرامو په پيروي کي را په برخه کېداى سي، ځکه چي ددوئ په پيروئ کي زموږ پلرونه تر  موږ مخکي وهدف ته  رسېدلي دي او بريالي سوي دي.

محترمو!  کله چي د هر مسلمان دا باور دئ او له دې څخه هيڅ مسلمان هم انکار نه کوي، نو راځئ چي دا خپل دين په پوره ډول په ځان، کور او ټولنه کي عملي کړو او د خپل هغه مسلمان ورور لاس هم ونيسو کوم چي نن يې لار ورکه کړې او پر پردي پل، پل ږدي، راځئ، چي د هغه په مخ کي هم دا څراغ (قرآن او سنت) روښانه کړو، تر څو يې سترګي روښانه سي او خپله لاره وپېژني، راځئ، چي د خپل ورور له سترګو دا اجنبي  توري پردې لري کړو، تر څو د خپلي ډېوې له رڼا څخه ګټه پورته کړي.

محترمو! دا چي په دې وروستيو کي زموږ  رسنۍ، مطبوعات، تجارت اوداسي نور څه د پردي اواجنبي کلتور تر يرغل لاندي راغلي اوله کبله يې هر ورځ زموږ د ټولني عزتمن ځوانان او پتمني لوڼي اغېزمني کېږي او هره ورځ موږ ګورو چي زموږ د ټولني ځوانان، پيغلي او ماشومان د فحشا او بې حيايې وطرف ته تشويق کيږي او  په هره راډيو، تلويزون او مارکېټ  کي ورته د خبرو، عکسونو او مجسمو له لاري د بې حيايۍ او بد اخلاقۍ دامونه  نصب سوي دي، نو راځي چي لږ فکر وکړو او د غفلت له خوب څخه رابيدار سو، کنه الله جل جلاله  مه کړه ددي باعزته ټولني انجام به مو ډېر خراب وي، ځکه اوس لا  ځيني ځوانان او يا پيغلي داسي اغېزمن سوي چي کله خبري درسره شروع کي نو سړى پوه سي چي دا خو يو مسلمان او افغان دئ، کنه له لباس او نور کردار څخه بلکل پردى او اجنبي ښکاري.

قدرمنو! په اصطلاح اوبه اوس هم تر رخت نه دي تيري سوي راځي! چي لاس په کار سو او ددې بلا مخنيوى وکړو، کنه الله جل جلاله  مه کړه سبا به مو په خپل درانه کور  کي اور بل وي او د مړه کولو توان به يې نه لرو، نو د همدې ناوړه بلا د مخنيوي په خاطر لاندي څو ټکي دوړانديز په ډول ستاسو مخي ته ږدم هليه لرم چي په پام کي يې ونيسئ، ترڅو مو کور، ټولنه ، وطن، ملت او کلتور  په خپل اصالت سالم  پاته سي، خپل مذهبي، ملي او افغاني ارزښتونه مو  راڅخه ضايع نه سي:

•    ټولو افغاني رسنيو او مطبوعاتو ته مو دا وړانديز دئ، چي په خپلو خپرونو او پرګرامونو کي اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کي.

•   کومي اسلامي رسنۍ او مطبوعات چي ددې ناوړه خپرونو پر ځاى اسلامي او افغاني ګټوري خپروني وړاندي  کوي محترم هيوادوال دي د هغو لاس نيوى وکړي او په مال او ځان يې بايد ملاتړ او دفاع وکړي.

•   د هر کور او ټولني مشر په ځانګړي ډول مور او پلار بايد په پوره ډول په دې ځان مکلف وبولي، چي د خپل کور، ټولني او ماحول ځوانان اوماشومان  ددې بلا له خطر څخه وژغوري او ددې له پاره  لنډه لاره داده چي په خپل کور او ټولنه کي اسلامي تعليمات  شروع کړي او خپل کشران د اسلامي او افغاني ارزښتونو طرف ته  تشويق کړي.

•   د تعلمي ادارو له مسؤلينو او استاذانو څخه مي په درناوي غوښتنه داده، چي  په دې کي ترهر چا تاسو ښه رول ادا کولاى سئ او تاسو د خپلو ارزښناکو ويناوو او درسونو له لاري خپل ځوانان وژغورئ په ځانګړي ډول د سيرت درس او مطالعه په دې هکله ډېر اغېز لري.

•   تاجرانو وروڼو په ځانګړي ډول کتاب پلورنکو ته  مو وړانديز دادئ، چي هغه توکي وارد او ياخپاره کړي، چي هغه زموږ له مذهبي او افغاني ارزښتونو سره سمون خوري، فحش ناولونه اوداسي نور هغو ته ورته توکي زموږ له ديني او افغاني ارزښتونو سره بلکل په ټکر کي دي نو بايد تاسو يې په تجارت خپله حلاله سرمايه نامشروع نه کړئ.

•  زموږ  د ټولني ليکوالان، شاعران او خطبان بايد د خپل قلم او ژبي له لاري د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتني او حفاظت له پاره د ګرانو هيواد والو اذهان روښـانه کړي او خپل قلم او ژبه په هغه څه کي وکاروي چي زموږ له مذهب او کلتور سره سمون خوري، په هغو ناولونو او اشعارو دي وخت نه ضايع کوي کوم چي په  اخلاقي فساد اويا نورو ناخوالو مشتمل وي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۹ ګڼه