تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نقصان ددې دنیا
 
  November 30, 2012
  0

رالېږونکی: نوید احمد 

نقصان ددې دنیا

زهیر مه سه په نقصان ددې دنیا- ددې دنیا

ګور ته مه وړه دا ارمان ددې دنیا- ددې دنیا


چي غمخور دي د عقبا وي هغه یار دی
چي غمخور دي د عقبا وي هغه یار دی
بې وفا دي نور یاران ددې دنیا- ددې دنیا

په ښادي يې ولي ښاد په غم غمجن يې
چي تیریږي سود و زیان ددي دنیا- ددې دنیا

لکه باد چي وي راغلی هسي درومي
په شتاب فاني دوران ددې دنیا- ددې دنیا

پر دنیا بېنوا اوسه پیر محمده!
کامران نه وي تل کامران ددې دنیا- ددې دنیا
 
زهیر مه سه په نقصان ددې دنیا- ددې دنیا
ګور ته مه وړه دا ارمان ددې دنیا- ددې دنیا
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته