تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که سهار ناوخته د غسل اوبه یخي وي
 
  December 2, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۶۳)

نوم: فرهاد

سوال : که چیری پر یو چا سهار وختی غسل اوښتی وی او اوبه هم ډیری یخی وی او وخت هم ډیر کم وی تر څو حمام ته ولاړ سی که چیری دانفر لمونځ او غسل پریږدی نو دده لپاره کومه ګناه سته که یا...

جواب : لمونځ او غسل پرېښودل ګناه ده، که وخت لږ وي او که ډېر وي، بايد د جنابت وررسته فوراً غسل وکړي، که په کور کي وي او که په حمام کي.

 خو که د غسل له کبله لمونځ قضاء سي، قضاء به يې راوړي.  دې ته نه کتل کيږي چي وخت کم دى نو ځکه اوس به غسل نه کوم، هغسي هم لمونځ راڅخه قضاء کيږي. دا ځکه چي ناوخته کول هم ستا خپله کمزوري ده، په ښار کي د وسائلو د کثرت او شتون سره يخي اوبه هم عذر نه بلل کيږي.

 په پوښتل سوي صورت کي د غسل ځنډول د وخت د کمۍ له کبله دى ځکه چي حمام سته چي په دغه صورت کي تيمم وهل هم جائز نه دى، د یخو اوبو عذر نسته.

جواب : مولوي سید عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):والمعتبر المسافة دون خوف الفوت لأن التفريط يأتي من قبله. هدایة، ج۱، ص۵۲- طبع: حنفیة
 
(۲):وَالْخِلَافُ فِيمَا إذَا لَمْ يَجِدْ مَا يَدْخُلْ بِهِ الْحَمَّامَ فَإِنْ وَجَدَ لَمْ يَجُزْ إجْمَاعًا وَفِيمَا إذَا لَمْ يَقْدِرْ عَلَى تَسْخِينِ الْمَاءِ فَإِنْ قَدَرَ لَمْ يَجُزْ. هندیة، ج۱، ص۲۸- مکة
 
(۳): ایسي حالت مین تیمم کي اجازت نهي غسل کرکي نماز پړهي وقت باقي نه رهي تو قضاء پړهي لیکن جب سویري اټهني کا اهتمام کرین ګي تو قضاء نهي هوګي. فقط، محمودیة، ج۵، ص۱۸۴
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته