تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د کرکیټ لوبه رواه ده که یا؟
 
  December 3, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۵۸)

نوم: محمد داود

سوال : ایادکرکیټ لوبه روا ده اوکه ناروا؟ که ېی په اړه معلومات راکړی ډیره مهربانی به مو وی.

جواب : د مفتي کفايت الله رحمة الله عليه د فتوى ژباړه هو بهو را نقل کوم، کفايت المفتي جلد ٩ صفحه ٢٧١ باب ٢١  کي داسي وايې:

 د کرکيټ لوبه د صحيح غرض لپاره رواه  ده په دې شرط چي د عورت د لڅېدو، د لمنځونو د قضاء کېدو او نورو غلطو شرطونو اندېښنه پکښې نه وي.
 
هر جسماني ورزش چي پکښي د شريعت خلاف کار نه وي جائز دي. د ورزش ډېر  ډولونه دي ځيني ډولونه يې يوازي د کفارو سره خاص دي لکه کرکيټ، فوټبال، هاکي او داسي نور... د دوی سره د مشابهت له کبله دغه ډول لوبې کول مکروه دي البته که په دې کي د اخته کېدو له کبله د يو امر شرعي مخالفت رانسي نو صرف د مشابهت له کبله مکروه دي.
 
 او دا خبره چي و دغو ته لاس وروړل داسي دي لکه د خنزير  و غوښو ته لاس وروړل، دا افراط او اعتداء فى الحکم ده چي ورڅخه ځان ساتل واجب دي، یعني داسي فتوى ورکول جائز نه ده. د غرض صحيح څخه مراد يوازي د بدن ورزش، تمرين او د زړه تفريح او نور بشري مصلحتونه دي چي شريعت نه دي منع کړي، البته په دغو لوبو کي دومره زيات انهماک کول چي دنيوي او يا اخروي تاوان پکښې ورسيږي نو دا بې له شکه چي جايز نه دي.

جواب : مولوي سید عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): نعم تمنع الغلو والانهماک فیها بحیث یضر بالمعاش او المعاد و فیه: و هذا هوالسرفی اباحة بعض الملاهي في بعض الاحیان فان هذا للهو علی هذه النیة والغرض لم یبق لهواً بل عاد مصلحة و فائدة کما سبق في الاحادیث المذکورة من اباحة السباحة والانتضال بالقوس والمسابقة بالابل والبهائم واحراء الخیل و ملاعبة الاهل فانها وان کانت في صورة اللهو، ولکنها لما کان الاشتغال فیها علی غرض صحیح ومصالح المعاشیة او معادیة خرجت عن اللهویة حقیقة فابیحت وربما استحبت نعم من فعلها بقصد التلهي والتلعب کان حراماً ومکروها في حقه صرح به الفقهاء. تکملة فتح الملهم في شرح صحیح المسلم، ج۱۰، ص۳۸۱، باب التحریم اللعب بالنرد- طبع: دار احیاء التراث العرب

(۲): ایضاً، فتاوی محمودیة، ج۱۹، ص۵۳۴- طبع: فاروقیة
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته