تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که نقدي پیسې او زر ولري مګر کور
 
  December 9, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شميره : (۱۸۶)

نوم:  فدا محمد روحاني

سوال : آيا ذکات پر هغه چا فرض دي چه خپل کور   نلري او په کرائي کور که ژوند کوي، که څه هم يو مقدار زر او نقدي پېسي ولري او د هغه ټوله دارايي دومره نه وي چه ځان ته د استوګني لپاره کور جوړکړي

جواب : که زر او نقدی پیسی یی تر پور او هم د ژوندانه  تر اصلی اړتیاوو ( حوایج اصلیه ) دونه زیاتی وی چی د زکات نصاب یی پوره کاوه نو دا کس  په شریعت کی غني ګڼل کیږی د بل چا څخه  زکات نسي قبلولای او د کار په تېریدلو سره دوه نیم په سلو کي زکات پر فرض کیږی .(۱) البته په حوایجو اصلیه وو کي خپل ذاتي کور نه دی لازم.


جواب: مولوي عبدالهادي آغا
کتنه: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان







ـــــــــــــ
(۱): فتاوی حقانیه: ص۴۸۸، ج ۳- باب وجوب زکوة وکذا امداد الفتاوی: ص ۵۹، ج ۲- کتاب الزکوة
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته