تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کار د کفارو اقتصاد ته زیان
 
  December 11, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۶۰)

نوم: فهیم ناصری

د اوسېدو ځای: کاناډا ټورانټو انټریو

سوال : زه په یو کمپنی کی کار کوم موژ ته یی کار تونه را کړی دی ،کله چی کمپنی ته داخیلیژو نو خپل کارتونه ماشین ته ور داخیل کړو  دهغه وخته سخه زموژ پیسی موقرره سی د مسال په توګه کار په ۸:۰۰د سهار شروع کیزی بیا تر ۹:۰۰)ماشام پوری اکسر خلګ و ختی راسی خپل کارت ماشین ته داخیل کړی بیا هلته بیکاره ناست وی یا کور ته لاړسی خو پیسی یی حسابیژی یعنی سمه دمه غلا کوی  خو ما ته یی دا چل را وشوی ما ورته وویل چی د خو سمه دمه غلا ده ده په جواب کی راته وویل چی د کافرانو اقتصاد ته تاوان دی او اقتصاد به یی ور خرابو  اخیر دا کا فران دی  زه یی هم په تشویش کی کړم  نو که په دې اړه معلومات راکړی.

جواب:کله چی یو مسلمان دکا فرانو و ملک ته په امان او پاسپورټ سره داخل سي نو هلته دکافرانو نو هلته بیا د کافرانو  مال غلاکول، خیانت کول،تاوان ور رسول او نور غیرقانوني کارونه کول لکه قتل ټول ناجائزدي او دا غدر (خیانت، چم او یا  فریب) بلل کیږي ځکه چي دوی پردغه تړون باندي لاس لیک ورسره کړی دی، عهداو امان ئې اخیستی دی.

لنډه دا چي په داسی وخت کي عهد،د کافرانو مال او  ویني دواړه معصوم بلل کیږي ځان ترې ساتل  فقهاوو  واجب بللي دي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: الْمُسْلِمُونَ عَلَى شُرُوطِهِمْ (۱) یعني پر مسلمانانو باندي دخپلو تړونونو  پوره کول لازم دي. 

نو ځکه دا خبره غلطه ده چي د کافرانو اقتصاد ته تاوان رسول په دغه ډول رواه دي بلکه دا اصلاً په ناحقه توګه د خپل اقتصاد د برابرلو لپاره بهانه جوړل دي. 

جواب : مولوي سید عبدالباري
کتنه: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): رواه الترمذي و ابوداؤ، باب في الصلح

(۲): مَنْ دَخَل مِنَ الْمُسْلِمِينَ إِلَى أَرْضِ الْعَدُوِّ بِأَمَانٍ لَمْ يَخُنْهُمْ فِي مَالِهِمْ ، لأِنَّهُمْ إِنَّمَا أَعْطَوْهُ الأْمَانَ مَشْرُوطًا بِتَرْكِهِ خِيَانَتَهُمْ وَتَأْمِينِهِ إِيَّاهُمْ مِنْ نَفْسِهِ وَلِذَلِكَ مَنْ جَاءَنَا مِنْهُمْ بِأَمَانٍ فَخَانَنَا كَانَ نَاقِضًا لِعَهْدِهِ ، فَإِذَا ثَبَتَ هَذَا لَمْ تَحِل لَهُ خِيَانَتُهُمْ لأِنَّهُ غَدْرٌ وَلاَ يَصْلُحُ فِي دِينِنَا الْغَدْرُ. الموسوعة الفقهیة. ج۲۰، ص۱۹۰- طبع: وزارة الاوقاف

(۳): الْعَهْدُ يَعْصِمُ الدِّمَاءَ وَالأْمْوَال ، وَيُوجِبُ الْكَفَّ عَنْ أَعْمَال الْقِتَال ، قَال بَعْضُ فُقَهَاءِ الْحَنَفِيَّةِ (2) : إِذَا دَخَل الْمُسْلِمُ دَارَ الْحَرْبِ تَاجِرًا ( بِأَمَانٍ ) ، فَلاَ يَحِل لَهُ أَنْ يَتَعَرَّضَ لِشَيْءٍ مِنْ أَمْوَالِهِمْ وَلاَ مِنْ دِمَائِهِمْ... فَالتَّعَرُّضُ بَعْدَ ذَلِكَ يَكُونُ غَدْرًا وَالْغَدْرُ حَرَامٌ. الموسوعة الفقهیة، ج۲۰، ص۱۹۰- طبع: وزارة الاوقاف
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته