تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خيار رويت ساقطېدل
 
  December 14, 2012
  0
مشتري د خيار رويت حق په هغه سودا کي لري چي مَبِيعَه يي ليدلې نه وي ، که د سودا په وخت کي مَبِيعَه وويني نو د خيار رويت حق يې ساقط کيږي .

دا چي هر شى ښه او بد او مختلف ډولونه لري نو د  مَبِيعِې هغه ليدنه معتبره ده ، چي په هغه د شي نوعيت او څرنګوالى معلوميږي .

د شيانو نوعيت او څرنګوالى په بېلابيلو طريقو معلوميږي ، د ځينو شيانو ښه والى او بد والى محض په ليدلو معلوميږي ، د ځينو دا په بويولو معلوميږي ، د ځينو دا په څکلو معلوميږي ، د ځينو دا په لمس کولو معلوميږي ، نو ځکه د شيانو رويت او ليدنه بېل بېل ډولونه لري .

د مثال په ډول د عطرو ښه او بد په بويولو معلوميږي ، که څوک عطر رانيسي ، صرف په ليدلو يې خيار رويت نه ساقطيږي بلکي په بويولو يې خيار رويت ساقطيږي ، که څوک عطر بوى کړي او بيا يې رانيسي نو خيار رويت نه لري .
د شلومبو ښې او بدي په څکلو معلوميږي ، که څوک شلومبې رانيسي که څه هم يې وويني بيا هم خيار رويت لري ، خو که خوند يې وڅکي او تر څکلو وروسته سودا وکړي نو بيا سودا په خيار رويت نسي فسخ کولاى .

د غنمو او دې ته ورته شيانو ښه او بد د سمپل په ليدلو معلوميږي ، لهذا د رشې د سربېرنو غنمو په ليدلو خيار رويت ساقطيږي که څه هم يې د رشې لاندي غنم ليدلي نه وي . همدا ډول که څوک تاني ټوکر رانيسي د تان سربېرن ول ته په لاس ور وړلو او کتلو يې خيار رويت ساقط کيږي .

ليکن که ټوکر ګلداره يا خامکي وي او لاندي ولونه يې د سربېرنو ولونو څخه فرق ولري هلته بيا د اول ول په کتلو خيار رويت نه ساقطيږي ترڅو چي لاندي ولونه يي ليدلي نه وي .

هغه حيوانان چي د غوښو د پاره رانيول کيږي د هغو خيار رويت و مخ او ملا ته په کتلو ساقط کيږي ، ځکه  د حيوان چاغښت او ډنګرتيا په مخ او ملا معلوميږي .

خو کوم حيوانان چي د شيدو يا سپرلۍ د پاره رانيول کيږي لکه غوا يا آس ، د هغو خيار رويت بيا که غوا وه په لوشلو ساقطيږي او که آس وو په سپرېدلو ساقط کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته