تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ساز او سروز فيتو خرڅونکى ته !
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0
ليکوال : مولوي اختر محمد جهيد 
 
زما د ساز او  فيتو خرڅوونکې  وروره !  دا يو څو ګټوري خبري د پېرزيني او لوريني په خاطر  درته کوم او په دنيا او آخرت کي ستا دکاميابۍ او پراخ رزق غوښتنه کوم دا به زما ډېره نېکمرغي وي چي  دا څو ګټوري خبري او نصايح د زړه په مينه قبول کړې او پر تامي  هم دا ښه ګمان دئ .
 
      هوښيار او د بصيرت خاوند هغه څوک دئ چي يوه وينا ولولې  نو هغه ښه يې را واخلي او پيروي يې وکړي .
 
       زما ګرانه وروره ! دګناهونو پايلي او نتايج ډېر خطرناک دي  په خاص ډول  بيا کله چي ددې ګناهونو ضرر نورو ته رسېږي  په اوسني عصر کي فتنې او فساد ډېر سوئ دئ ، چي ددې جملي څخه د ساز او سرود د فيتو فتنه  ده کوم چي انسان و ناروا او فاحش کارونو ته هڅوي .
 
        زما وروره ! په دې کي هيڅ شک نسته چي  دا هيله لرې چي ته دي په خپله  ټولنه کي  يو صالح شخص وګرځې ، نو ايا ته پوهيږي  چي ستا دساز   او  سرود د فيتو خرڅول د هغه  څه  سره په ټکر کي دي کو م چي ته يې هيله لرې ؟
 
        کېداى سي چي تاته د موسيقۍ او دهغې د اورېدلو حکم نه وي معلوم نو واوره  چي ، موسيقي ، ساز او سرود او دهغې اورېدل  حرام او ناوړه کار دئ او د زړونو د سخت والي سبب  دي  الله پاک  فرمايلي دي : وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوًا أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ. (سورت لقمان ايت  ٦ )
 
ژباړه :د خلګو څخه  ځني داسي کسان دي چي بې فايدې او بې ګټي  خبري رانيسي تر څو په ناپوهۍ سره خلګ د الله پاک دلاري څخه واړوي او دا کار ټوکي او مسخري نيسي نو دغو کسانو لره سپک کوونکى عذاب دئ .
زيات شمېر مفسرينو ويلي دي چي په دې ايت شريف کي د لهو الحديث د کلمې څخه مراد  موسيقي او ساز او سرود دئ ابن عباس او ابن مسعود رضي الله عنهما هم همداسي فرمايي : چي  نبي کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : ليَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ.( رواه البخاري )
 
ژباړه : خامخا به زما په امت کي داسي خلک پيداسي  چي ورېښم، شراب او  موسيقي   به ځانته حلال او رواه بولي . 
 
زما وروره! تل دا يت شريف له ځان سره  تکراروه  :
 
وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ (سروة المائده اية ٢) 
ژباړه : تاسو د ظلم او ګناه په کارونو کي يو له بله سره  مرسته مکوي .
 
 څرنګه چي  مسلمان او مؤمن امت يو پر الله پاک ايمان لرو نو ضروربايد  هغه کار وکړو چي الله پاک جل جلاله په راضي کېږي او دهغو کارو نو څخه  په ټينګه ځانونه وساتو چي  دالله پاک د قهر او غضب سبب  کېږي .
 
        نو تر دې مقدماتي خبرو وروسته اصلي مقصد ته راځم هغه داچي ، دساز او سرود د فيتو خرڅول حرام دي او پر ګناه او ظلم باندي  دخلګو سره مرسته کول دي او داسي مرسته کول الله پاک منع کړې ده  لکه څرنګه چي په پورتني ايت کي تېر سول ، ځکه داسي فيتې خرڅول د وختونو دضايع  کېدو سبب کېږي . پيسې دالله پاک په معصيت کي مصرفيږي او په ټولنه کي فحش او بدکاري خپريږي  په دې هکله  الله پاک فرمايي :
 
 إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ .  سورت النور   ايت ١٩   
 
ژباړه : هغه خلک چي په مؤمنانو کي دفحش او بدکارۍ خپرول خوښوي دوئ لره په دنيا او اخرت  کي درد ناکه عذاب دي الله پاک پوهيږي تاسو نه پوهيږي  .
 
         زما وروره ! په دې  پوه سه هغه پيسې چي ته يې ددې ساز او سرود د فيتو څخه لاس ته راوړي دا حرامي دي ، ځکه الله جل جلاله چي يو شى حرام کړي دهغه  شي قيمت او پيسې هم حرامي دي .
او په حديث شريف کي راغلي دي: ايماجسد نبت علي السحت فالنار اولي به .( رواه ترمذي )
 
ژباړه : هر بدن چي  د رشوت او ناروا پيسو او خوړو سره وده کړې  وي نو دداسي بدن لپاره اور ډېر غوره دئ  .
 
الله پاک مهربانه ذات دئ او ډېري دحلال رزق دروازې  يې د خپلو بندګانو پر مخ خلاصي کړيدي .
تقوا او پرهيزګاري د رزق د جلبېدو سبب کېږي لکه چي الله پاک فرمايي : 
وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا ﴿٢﴾    وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ (سورت الطلاق  ايت  ٢- ٣ )
 
ژباړه :  څوک چي دالله پاک څخه وويريږي ده ته رزق د راوتلو لاري جوړوي او ده ته به دداسي ځاي څخه رزق ورسوي چي دده به ګومان نه کېږي .
 
زما وروره ! اوس لا د توبې ايستلو فرصت سته او دداسي ناروا  کسب څخه  هر مسلمان ځان خلاصولاي سي . اوس لا  دژوند په درشل کي يو بيا چي کله مرګ راته راسي  پښېماني بيا هيڅ  ګټه نه کوي .
 
        په دې موضوع کي  د پوره فکر کولو لپاره به يو ساده مثال  وړاندي کړو : که يو چا ته داسي اختيار ور کړل سي چي په دنيا کي د فقر ژوند تېروي او يا که د ټولي نړۍ مالونه او پيسې تاته درکړل سي خو په دې شرط چي ددې دنيا په  اور کي به يوه دقيقه او سېږي، نو دى  به کوم طرف خوښ کړي ؟ 
 
دا يقيني خبره ده چي دا مالونه او پيسې دهغه شرط سره به قبول نکړي او په فقر به راضي سي  . نو هر مسلمان بايد د قيامت هغه لويه ورځ تل په ياد ولري چي الله پاک د هر چا څخه پوښتنه کوي چي دا مال دي له کومه پيداکئ او په څه شي کي دي مصرف کئ  او د اخرت د دايمي اور څخه د خلاصون په فکر کي وي . 
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته