تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که یوه خور میراث ونه غواړي
 
  December 26, 2012
  0

 

تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : (307)

نوم: عبدالحفيظ

سوال : يوه خور وايې زه په ميراث کې برخه نه اخلمه يعني ميراث نه اخلمه ، د دي برخه به ورو او نورو خويندو ته ورکول کيږي او که څنګه ؟

جواب :

حامداً و مصلیاً

 په داسي وینا سره چی زه په ميراث کي برخه نه اخلم يا ميراث نه غواړم ودې ته هبه وايي(١)، دا په هبه کي داخل دي يعني بخشش او هبه ده نه تقسيم سوي شى چي وهغه ته په عربي کي مشاع وايې نه صحيح کېږي (۱).  دا خور دي خپل حق جلا کړي بياکه يې و يوه ورور يا يوې خور ته وبخښي او هغه يې قبض کړي نو دهغه سو.  نور څوک حق نه پکښي لري او که يې و ټولو ته وبخښي نو  ټول دي يې په مساوي حصو سره تقسيم کړي هغه که ورور دى او که خور ده.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): لوقال الورث ترکت حقی لم یبطل حقه اذا الملک لايبطل بالترک. شرح الاشباه والنظائر، ج٣،ص٥٣، مايقبل الاسقاط من الحقوق ومالا يقبله.

(۲): ولا تجوز الهبة فيما يقسم إلا محوزة مقسومة.الهداية،ج ٣،ص٢٨٥.

(۳): وکذا في فتاوی الهندیة،ج۴، ص ۳۷۶

(۴): ترک حصه کے بارے ميے تحقيق يه هے که اگر حق دين ميي ہے جس می مہر بهي داخل ہے تو ابراء صراحة يا دلاية سے حق ساقط ہو جاتاہے اور اگر حق عين ميی ہے تو ابرا‍ء صحیح نہیی بلکہ ہبہ ضروری ہے لہذا اس میی ہبہ کی شرا‌ئط کا وجود ضرورے ہے.احسن الفتاوى ج ٩، ص ٢٧٧ کتاب الوصية والفراض.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته