تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زما ارمان!
 
  December 29, 2012
  0
رالېږونکی: حاجی کریم الله شیرزاد 

د  یو دید ن عوض ته یې ایږ دمه سر او ځان
حاضر یم دې سودا ته وصل  غواړم د سلطان

قسم کوم  قسم د زړه د کومي په خوشحال یم
ټوک ټوک او در پد ر که سي زما نام او نښان

د روح او بدن  دواړو د لبیک لبیک ناري دي
چمـتو دی هوسیږی دې سودا  ته مي وجــدان

بل څه نه لرم  زړه کي ذولجلاله را خبر یې
پټ پټ  درته  ژړیږم را پوره  مي کړه ارمان

که مال دی که دولت دی که عزت دی ورکوم یې
که یو ځل  راښکاره سی د محبوب ښکلي چشمان

وجود نه مي دي هر غړی جلا جلا قلم سي
سردار د  دوو جهانو دي  یو دم  سي راعیان

یا پاکه  ذولجلاله  احسانونه  دي بې شمار دی
شیرزاد ته نن عطا که د وصال یو بل احسان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته