تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د غله څخه د غلا مال رانیول
 
  December 30, 2012
  0

تعلیم الاسلام دارالافتاء

 

مسلسله شمېره : ( ١١٩)

 

نوم: احمد 


سوال : مال (جنس) چي وي غله غلا کړي وي د هغه غله څخه دمال رانيول روايت لري چي بل څوک يې ځني واخلي ؟

جواب :

حامداً و مصلياً

په شريعت مقدسه کي تصريح ده چي د غلا مال و خپل مالک ته واپس کول واجب دي. که ته په دې خبر يي چي دا شى د غلا دى نو بيا ستا دپاره یې رانيول ناجائز دي او که دي په ناخبرتيا سره رانيول،  وروسته مالک ددې شي طلب وکړی نو ته به دغه شى و دغه مالک ته ورکوې او ته به خپلي پيسې د هغه چا څخه طلب کړې چي پر تا يې خرڅ کړى دى.



جواب: مولوى عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري 
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : قال العلامة ابن عابدین: لَوْ ظَهَرَ غَيْرَ حَلَالٍ أَيْ مَسْرُوقًا أَوْ مَغْصُوبًا يَرْجِعُ عَلَيْهِ الْمُشْتَرِي. رد المحتار، ج۴، ص١٠٦ ، کتاب البيوع .
 
(٢) :قال ملک العلماء لکاساني رحمة الله عليه: ولوباع السارق المسروق من انسان او ملکه منه بوجه من الوجوه فان کان قائما فلصاحبه ان ياخذه لانه عين ملکه وللماخوذ منه ان يرجع بالضمان علي السارق . بدائع الصنائع ،ج٥ .کتاب البيوع ، کذا في البحر باب خيار العيب ، فتاوي حقانيه ،ج٦ ، ص٢٨.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته