تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:د سهار د سنتو په اړه د احنافو دلایل
 
  January 5, 2013
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٣۵۸)

نوم: شعيب بريالى
 
 
د اوسېدو ځای: شارجه ،عربی متحده امارات

سوال : کله د سهار جماعت ودریږی نو د امام صاحب په مذهب دا دوه رکعته موکد سنت کیداسی تر څو چی دوهم رکعت د فرضو په جماعت سره نیولای سی.نو دلته دا نور ۳ مذهبونه د امام صاحب پر قول باندی رد کوی او استدلال د نبی علیه السلام په هغه حدیث باندی کوی چی وای(فإذا أقيمت الصلاة فلا صلاة إلا المكتوبة)نو د امام صاحب استدلال په خپل قول کی په څه باندی دی؟ او دغه حدیث باندی پر چه شی باندی محمول کوی؟

جواب : باسم ملهم الصواب

(۱): دا خبره چي  دا نور درې مذهبه د امام صاحب پر قول باندي رد کوي همداسي نه ده ځکه چي دسهار د سنتو د اداکولو په باره کي امام ابوحنیفه رحمة الله عليه  يوازي نه دى بلکه د امام مالک رحمة الله عليه، امام ثوري رحمة الله عليه  او د امام  او زاعي رحمة الله عليه هم دا مذهب دى  چي د سهار  دوه رکعته سنت د اقامت وروسته هم بايد وسي البته په تفصيل کي اختلاف دى:

امام صاحب رحمة الله عليه  فرمايي چي په کور کي يا په دروازه کي او يا د مسجد د ميل سره بايد اداء سي،  امام مالک رحمة الله عليه   فرمايي اګر که لمونځ د جماعت ځني تيريږي خو بیا به دوه رکعته سنت کوي او داسي نور. بله خبره داده چي  د صحابه وو، تابعينو او نورو ائمه متبوعينو ترمنځ هم په دې اړه  اختلاف راغلي دى، يوازي يې په امام صاحب پسي تړل بي انصافي ده .

(۲): او د "إِذَا أُقِيمَتِ الصَّلاَةُ فَلاَ صَلاَةَ إِلاَّ الْمَكْتُوبَةَ " د حديث معنى داده : لاصلوة في موضع اقامتها وهوالمسجد یعني د اقامت پرځاي په (صفوکي ) لمونځ (دوه رکعته سنت) کول سخت مکروه دي . د امام ابوحنيفه رحمة الله عليه  او نورو فقهاؤ دليل دادى چي د سهار دوه رکعته سنت ځانګړی اهميت لري، دنورو سنتو په باره کي دوی هم د نورو په ډول حکم د نه کولو کوي ځکه چي هغه قضاء لري د سهار سنت قضاء نه لري .

(۳): لاَ تَدَعُوهُمَا وَإِنْ طَرَدَتْكُمُ الْخَيْلُ یعني د سهار دوه رکعته سنت تاسي مه پريږدئ  که څه هم  (په جنګ کي ) د اسانو تر پښو لاندي کېږي.

(۴) : نبي کریم صلی الله علیه وسلم  دغه دوه رکعته په حضر او سفر کي نه دي پرې ايښي .

(۵):  د سهار د لمانځه وروسته تر لمر ختو پوري په احاديثو کي د مطلق لمانځه کولو منع راغلي ده معلومه سوه چي د دوو رکعتو سنتو د اداکولو بل محل پاته نه سو پرته له دې چي مخکي تر لمانځه به يې کوي .

(۶) د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د مذهب لپاره د سلفو اقوال او عمل سته .  (۶)

جواب: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۶): وحکاه ابن المنذر رحمة الله عليه  عن ابن مسعود رحمة الله عليه و مسروق رحمة الله عليه  والحسن البصري رحمة الله عليه  و مجاهد رحمة الله عليه  و مکحول رحمة الله عليه  و حمادبن ابي سليمان رحمة الله عليه و الحسن بن يحيى رحمة الله عليه   وحکاه ابن بطال عن عمر ابن الخطاب وابي الدر داء وابن عباس وابن عمر.  معارف السنن شرع الجامع الترمذي لعلامة  السيد محمد البنوري علي ضوء ما أفاده امام العصر الشيخ محمد انورشاه الکشميري رحمة الله عليه   ،ج٤، ص٧٢ بحواله مصنف وعمدة ،ج٢ ،ص٧١١.

وثبت رکعتا الفجر عنه صلي الله عليه وسلم في مصلاة في الطائف عند ابي داؤد في فضل الحرس من کتاب الجهاد ،ج١، ص٣٣٨ .

(۷) په مستدل في السوال حديث کي کلام دى او مضطرب دى بالجملة، وګورئ معارف السنن،  ج ٤ ، ص ٧٧ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته