څانګه: نکاح نيټه: October 12, 2014
       
د کلما لفظ (نکاح)
د شرط په تورو كي د كلما كلمه هم ده ، كلما په معنا د ( هر ځلي يا هر مهال ) ده .

د كُلّمَا په توري كه طلاق وركول سي د مثال په ډول خپلي ښځي ته ووايي : كلما كلّمتِ فلانًا فانتِ طالق ، هر ځلي چي ته د فلانكي سره خبري وكړې نو ته طلاقه يې .

په دې صورت كي كه ښځه د هغه سره خبري وكړي په يوه رجعي طلاق ښځه طلاقه كيږي .

د همدې طلاق وروسته كه سړى رجوع ورته وكړي يا دوهم ځل بيا نكاح سره وتړي نو د نكاح تر تړلو وروسته که بيا دا ښځه د هغه کس سره وينا وكړي دوهم ځل بيا طلاق واقع كيږي ځكه د كُلّما په توري چي طلاق وركول سي د شرط په پر ځاى كېدلو يمين نه منحل كيږي ، بلكي شرط پر خپل حالت پاته دى ، كه د طلاق وروسته يې بيا نكاح تر منځ وتړل سي او بيا هغه دا كار وكړي نو بل طلاق په واقع كيږي .

که د دوهم طلاق وروسته بيا نکاح ورسره وتړي او تر نکاح وروسته كه بيا هغه شرط پر ځاى سي دريم طلاق په واقع كيږي .

تر دريم طلاق وروسته همدا مېړه بيا نكاح نسي ورسره تړلاى ، ځكه تر منځ يي سخت حرمت راځي چي په اصطلاح كي حرمت غليظه ورته وايي .


ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي