تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په دفتر کي ښځو ته کتل پیښیږي
 
  January 15, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۵۷)

نوم: محمد صادق

سوال : نامحرمه ښځوته کتل خو دسترګوپه زنا کي راځی.اوس خو ټول دفترونه ښځینه کارکونکي هم لري او همېشه سر اوکار وی ورسره نو دوی ته کتل خو اوس یو اړتیا ده ( مجبوریو چي کومي کارکونکي سره مو دفتري کار وي ځان ورسره په خپل رسمي کار پوه کړو.ورته وګورو) ددی په اړه خپل نظر راکړه او لاره راته وښیه .مننه

جواب 

حامداً و مصلياً
 
ښځو ته په قرانکریم کي دا امر دی چي په خپل کور کي قرار ونیسي او د ضرورت په وخت کي که چیري وځي نو خپل نظر (سترګي) به کښته ساتي (نامحرمو نارینه وو ته به نه ګوري) او همدارنګه نارینه وو ته هم امر سوی دی چي خپل نظرونه (د نامحرمو ښځو  د کتلو څخه) کښته وساتي. 

اوس نو دا چي ایا ته خپل نظر کښته ساتلای سې او که یا، هغه نو بیا تاسو په خپل ځان خبر یاست.
 
جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد  عبدالباري 
تعليم السلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى. سورة الاحزاب، ايت ٣٣.
 
(٢): يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ، سورت الاحزاب ايت ٥٩ .
 
(٣): قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ الاية وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ . سورة النور، ایت٣٠ -٣١
 
(٤):عن عبد الله : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان. رواه الترمذي، مشکوة باب النظر الي المخطوبة .
 
(۵): وفي بدائع الصنائع واماالنوع السادس وهن الاجنبيات. الْحَرَائِرُ فَلَا يَحِلُّ النَّظَرُ لِلْأَجْنَبِيِّ مِنْ الْأَجْنَبِيَّةِ الْحُرَّةِ إلَى سَائِرِ بَدَنِهَا إلَّا الْوَجْهِ وَالْكَفَّيْنِ . بدائع الصنايع ، ج٥ ، ص١٢١ .
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته