تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پردۍ ښځي ته طلاق
 
  January 18, 2013
  0
پردۍ ښځي ته طلاق نه وركول كيږي ، د مثال په ډول که څوک داسي ښځي ته چي د ده او د هغې تر منځ نکاح نه وي ووايي : كه دي فلانكى كار وكړى ته طلاقه يې .

 که د دې وينا وروسته يې د هغې ښځي سره نكاح وتړل سوه او هغې هغه كار وكړى طلاق نه واقع كيږي .

ځکه ښځي ته مشروط يا نامشروط طلاق هغه مهال ورکول کېدلاى سي څه مهال چي د طلاق وينا ورته کوي په هغه وخت کي يې دا ښځه په نکاح کي وي البته كه د پردۍ ښځي طلاق پر نكاح مشروط كړي مثلا داسي ورته ووايي : كه ما ته په نكاح كړې او بيا تا فلانكى كار وكړى نو ته طلاقه يې ، په دې صورت کي كه وروسته يې د هغې سره نكاح وتړل سوه ، د نکاح وروسته هغې هغه کار وکړ کوم چي طلاق پر معلق سوى وو نو طلاق واقع کيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته