تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د پور په پیسو اختری کیږي؟
  تعلیم الاسلام
  March 23, 2016
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء

 
مسلسله شمېره : (٣٣٥)
 
نوم:  محمد
 
سوال : د پور پر پيسو اختري کيږي که نه ؟ 
 
جواب :
 
حامداً و مصلياً
 
کېداى سي چي ستا مقصد دا وي چي يو سړى د نصاف مالک دی خو پيسې يې پر يو چا باندي دي، دده په لاس کي دومره مال نسته چي دی اخترى  په  واخلي نو  ايا دى به پيسې په قرض اخلي اختری به په کوي او که پرده اختری نه دى واجب؟
 
ددې صورت جواب دادی چي پر ده اختری نسته پر ده لازم نه دی چي دی په قرض اختری واخلي .
 
نو پر ده باندي دا واجب دى چي دى دخپل مقروض څخه چي هغه دده  پور پر باندي دی غوښتنه وکړي، که يې پسيې ورکړي اختری به وکړي  ، او که يې نه کړي ور نو بيا اختری نه دى پر  واجب .
 
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): له ديون مؤجلة وليس عنده مايشتريها به لا تلزم – له على مقر مفلس دين لا تلزم مالم يصل اليه- له دين علی مقر ملئ وليس عنده مايشتريهابه لايلزم الاستقراض ولاقیمة الاضحیة اذا وصل الدين اليه ولکن يلزم ان يـسئال منه ثمن الاضحية اذا غلب على ظنه ان يعطيه . فتاوی بزازية على هامش هندية: ج٦ ، ص٢٨٧ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته