تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زکاة اسلامي ادارو ته ورکول
 
  July 1, 2014
  0

 تعليم الاسلام  دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۳۶۸)

نوم: خير و الله                                                                                      

سوال : اسلامي ادارو ته لکه مدرسه او اسلامي راډيو او داسي نورو دیني کارنو ته زکات او صدقه ورکول ښه دي او که په نورو ځایونو کي یې مصرفول ښه دي لکه مسکینان...؟ یعني که زکات یا صدقه نن سبا دغو اسلامي مرکزو ته ورکول سي نو څومره ګټه به نسبت نورو ځایو ته ولري؟

جواب :  د زکوة تر ټولو زيات حقدار ه خپل دينداره نژدې قريبان دي خصوصًا هغه قريبان چي هغوی په ديني تعليم باندى بوخت وي هغوی تر نورو  اوليت لري.

د ديني تعليم او قرابت په خاطر دوهم عام فقيران او مسکينان طالبان د مدرسو زيات حقدار دي ،ځکه چي دوی شپه او ورځ دديني علم په حصول باندي مصروف وي، دنيا ته ډېره کمه توجه کوي.

په دغه دوهم  قسم کي اسلامي ادارې اسلامي راډيو او مدرسه هم راځي ځکه چي ددې څخه مراد د ادارې غربيان او مساکين کاریګر دي چي په دى سره نه يوازي زکوة اداکیږي بلکه ددين په اشاعت او خپرېدو کي هم يو نوع مرسته ده.

 دهيواد عامو مسلمانانو ته زموږ دا توصيه ده چه دغه نوع  اسلامي ادارې يوازي پر نږدي او له نظره يې ونه غورځوي (۱).

جواب: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي اغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَالْأَفْضَلُ فِي الزَّكَاةِ وَالْفِطْرِ وَالنَّذْرِ الصَّرْفُ أَوَّلًا إلَى الْإِخْوَةِ وَالْأَخَوَاتِ ثُمَّ إلَى أَوْلَادِهِمْ ثُمَّ إلَى الْأَعْمَامِ وَالْعَمَّاتِ ثُمَّ إلَى أَوْلَادِهِمْ ثُمَّ إلَى الْأَخْوَالِ وَالْخَالَاتِ ثُمَّ إلَى أَوْلَادِهِمْ ثُمَّ إلَى ذَوِي الْأَرْحَامِ ثُمَّ إلَى الْجِيرَانِ ثُمَّ إلَى أَهْلِ حِرْفَتِهِ ثُمَّ إلَى أَهْلِ مِصْرِهِ أَوْ قَرْيَتِهِ. الفتاوی هندیة، ج۱ ،ص۱۹۰، باب المصارف 

(۲): الفتاوي محمودية ،ج٩ ،ص٥١٨

(۳):  قال علاءالدين الحصفکي رحمة الله عليه: وفي المعراج التصدق علي العالم الفقيرء افضل. فتاوی حقانیة، ج۴، ص۵۴
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته