تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: تر قران شریف لاندي تېرېدل څنګه دي؟
 
  February 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (٥٤١)

نوم: بريالى

سوال : زما پوښتنه دا ډول ده چي په ځينو مساجدو او زياتونو کي قران شريفونه ايښودل وي او خلګ تري لاندي تيريږي او دغه عمل ښه بولي ، نو ستاسو څخه مي هېله ده چي مکمل جواب راکړئ ، چي دا څنګه دى ؟

 جواب : 

حامداً ومصلياً
 
دا مروجه طريقه چي په زيارتونو او مساجدو کښي کیږي په خير القران کښي نه وه ، او نه دا د قران شريف تعظيم او عزت دى بلکي د قران کريم عزت د هغه د احکامو په عمل کولو کي  دی ، او دا مو هم بايد په ياد وي چي يوه ورځ به د قران پاک په باره کي زموږ څخه پوښتنه کیږي چي څه مطلب مو ځني اخيستي وو؟

جواب : مولوى سرداد محمد
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا ، مفتي جان محمد راشد ، مولوي و مولوي شا ولي الله  او مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَإِنَّهُ لَذِكْرٌ لَكَ وَلِقَوْمِكَ وَسَوْفَ تُسْأَلُونَ. سورت الزخرف ،اية نمبر٤٤ .

(٢):عن عائشة قالت : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد (متفق عليه) .مشکوة المصابح ، ج١ ، ص٢٧ .

(٣): قوله رد ای الذى احدثه مردود عليه والمعنى ان من احدث في الاسلام رايا لم يکن له من الکتاب او السنة سند ظاهر و خفي ، ملفوظ او مستنبط فهو مردود. مرقات المفاتيح: ج١ ، ص٣٣٦ ، طبع مکتبه رشيديه کوئټه.

و هکذا في فيض القدير: ج٦ ، ص٤٧ ، دارالکتب العلميه بيروت .

(٤): اين طور مخصوص نه در زمان انحضرت صلي الله عليه وسلم بود ونه خلفاى راشدين بلکه وجود ان د قرون ثلاثه که مشهور لها بالخير اند منقول نه شده.... واين را ضروري دانستن مذموم است، الخ ، مجموعه الفتاوي علي هامش خلاصة الفتاوي ، ج١ ، ص١٩٥ ، کتاب الصلوة ابواب الجنائز ، طبع مکتبه رشيديه کوئټه .

سرته