تازه سرليکونه
د (فتوا نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د واده وروسته د نکاح نوې کول
 
  March 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۷۹)

نوم: عبدالرسول

سوال : يو څوک له واده وروسته له خپلي ميرمني پوښتنه کوي چي کله زما او ستا واده کېدي ستا زه خوښ وم يعني ستا په رضاه دا کار وسو ؟ دا په جواب کي وائي يا ! هغه بيا پوښتي چي ايا اوس دى خوښ يم يعني قبول دي يم ؟ دا په جواب کي وائي هو ! نو په دې صورت کي خو د نکاح نوي کېدو ته ضرورت دي ، که يو څوک شرميږي او نه غواړي چي نور څوک دى د دوي په مابين خبر سي ، دوي څه ډول دا خپله نکاح نوې کولاى سي ؟ که مو دغه جواب ژر راته راکي مهرباني به مو وي .

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په مذکوره صورت کي دنکاح نوى کېدو ته ضرورت نسته که دغه مېرمن په وخت کي د واده کولو نابالغه وي نکاح يې پلار تړلې وي يعني پلار ورکړې وي نکاح يې صحيح ده  اختيار نه لري او که په وخت کي د واده کولو دغه ښځه بالغه وه هم نکاح صحيح ده ، ولي دا چپ پاته سوي ده او سکوت (چپوالى ) د رضا دليل دى  (١).

کله چي دغه ښځه واده سوه د شاهدانو او د وکيلانو په مخکي نکاح وتړل سوه دا پخپله د رضا دليل دى اوس دد ې دغه خبره چي زما ته خوښ نه وي اعتبار نسته او دا ويل چي اوس مي خوښ يې هم د مخکنۍ نکاح ثبوت ورکوي ، د نکاح د صحيحوالي لپاره د زړه رضا شرط نه ده (۲). 

د ایجاب او قبول بعده انکار کول معتبر نه دي.(۳) 

که څوک غواړي چي هسي احتياطاً نکاح وتړي نو نکاح سري يعني په پټه نکاح نه صحيح کیږي ، يعني په نکاح کي د مېړه او مېرمني څخه پرته نور دوه نفره عاقلان شاهدان ضروري دي او همدا ډول د نکاح اعلان هم ضروري دی چي د تهمت نه ځان وساتل سي  .(٣)

جواب : مولوي سيدعبدالباري 
الجواب صحيح :مولوي عبدالهادي اغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): و حقیقة الرضاء غیر مشروطة فی النکاح لصحة مع الاکره والهزل . الرضاء ما من شانه ان يدل علي الرضاء. فتاوي حقانيه: ج٤ ، ص٢٩٩ .
(٢): فتاوي محموديه: ج٤ ، ص۵۷ .
(۳): فتاوي محموديه: ج٤ ، ص٢۹۳.
(۴): امداد الاحکام: ج٢ ، ص۲۳۷.

سرته