تازه سرليکونه
د (فتوا تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: کلداري د افغانیو په قیمت اخیستل
 
  March 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦۳۷)

نوم: بشير احمد
 
سوال : زه یودکانداریم خلګ زماڅخه شی واخلی بیايې په بدل کي نمي افغانی راکړی اویو څه کالداري راکړي. که چيري دغه کس ته کالداري وروټه نکړم یعنی ددغه کالدارواففانی ورنه کړم .فقط په حساب کي یی په افغانی ورواړوم .نودغه پیسي خوبه په سود کي نه راځي ؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

که څوک شى په افغانيو خرڅ کړي د افغانيو په بدل کي کلداري يا بله سکه هم ځني قبلولاى سي خو که د افغانيو پور په کالدارو تبادله کړي او ټولي کلداري ځاي پر ځاى در نه کړي ، نو څونه کلداري چي پر پاته سي د هغو تبادله نه صحيح کیږي ، بلکي د هغو کلدارو معادل افغانۍ ستاسو پر طلب پاته کيږي .

جواب :  مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالهادي 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولا يجوز التصرف في ثمن الصرف قبل قبضه حتى لو باع دينارا بعشرة دراهم ولم يقبض العشرة حتى اشترى بها ثوبا فالبيع في الثوب فاسد لأن القبض مستحق بالعقد حقا لله تعالى. الهدايه : ج٣ ، ص١٠٥ . کتاب الصرف .

(٢): ولا يجوز التصرف في احد بدلى الصرف قبل قبضه بهية او صدقة او بيع لوجوب القبض حقالله تعالى فان فعل بعد ذالک مع العاقد فان قبل بطلا الصرف لتعذر وجوب القبض. الفقه الحنفي ، ج٤ ، ص٣٢٠ . کتاب الصرف .
 

سرته