تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کربلا ده تودې شګې دي غرمه ده
 
  March 5, 2013
  0

 رالېږونکی: نوید احمد

 

 
 
کربلا ده تودې شګې دي غرمه ده
تودې تندي ور اخیستی غرغړه ده

د ایمان د نور رڼا ډېوه ډېوه ده
پتنګان لمبه لمبه دي تماشه ده

نه په تاو نه په تاوان نه په غرمه ده
د الفت څومره معصومه عقیده ده

وارخطاء د یزیدانو رویه ده
شهادت د حسنینو وظیفه ده

د یزید د پاچاهۍ نیمګړې خیاله!
د حسین د سر سودا ډېره ترخه ده

له دردونو له دارونو بې پرواه ده
د الفت د پتنګانو څه نشه ده!

د یزید د خیل او خیاله مخالف دی
د صابر او د حسین لاره یوه ده

کربلا ده تودې شګې دي غرمه ده
تودې تندي ور اخیستي غرغړه ده
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته