څانګه: نکاح نيټه: October 12, 2014
       
درې طلاقه
د ښځي سره د درو طلاقونو څخه وروسته نکاح نه تړل کیږي دا که يې یو ځايي وراچولي وي او که یې په درو بېلو بېلو وختونو کي وراچولي وي .

البته دا ښځه که د عدې د ختمېدلو څخه وروسته د بل چا سره نکاح وتړي او هغه یې واده کړي ، جماع ورسره وکړي ، بیا طلاق ورکړي ، د طلاق عده يې تېره سي ، نو بیا دا ښځه د خپل مخکني مېړه سره کوم چي درې طلاقه یې ورکړي وه نکاح تړلای سي او مېړه یې د درو طلاقو څښتن ګرځي ، لکه څه ډول چي د لومړنۍ نکاح په پیل کي د درو طلاقو څښتن وو .

ښځي ته که یو یا دوه طلاقه ورکول سي او د عدې څخه وروسته د بل چا سره نکاح وتړي او دوهم مېړه یې د جماع څخه وروسته طلاقه کړي او دا ښځه د عدې څخه وروسته د مخکني مېړه سره نکاح وتړي د امام محمد رحمة الله علیه په آند هغه مخکني یو یا دوه طلاقه یې هم پر مېړه باندي په دي وروستي ځل نکاح کي هم شمېرل کیږي .

البته د ابوحنیفة رحمة الله علیه او ابو یوسف رحمة الله علیه په آند هغه مخکني یو یا دوه طلاقه یې د درو طلاقونو په څیر په دې دوهم مېړه له منځ څخه ځي او لومړنی مېړه یو ځل بیا د درو طلاقو څښتن ګرځي .

 ښځي ته که درې طلاقه ورکول سي او څه مده وروسته خپل مېړه ته ووايې ، چي ما د عدې څخه وروسته د بل چا سره واده وکړ ، هغه د جماع څخه وروسته طلاق راکړى او د طلاق عده مي هم تېره سوه ، که دونه مده يې تر منځ تېره سوې وي چي دا په کښي کېدلای سوای او مېړه ته یې د غالبه ګمان پر بنسټ دا ښځه رښتنې ښکارېده او د هغې د وينا پخلی یې وکړى نو نکاح ورسره تړلای سي . 

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي