تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صرف پنځه شیان
 
  October 12, 2014
  0
ژباړه: نوید احمد

حضرت ابوهریره  رضي الله عنه  فرمايي: که څوک دغه پنځه شیان ولري نو د نورو پنځو شیانو څخه به محروم نه سي :

(١) شکر: هر هغه څوک چي شکر اداکوي نو د نعمتونو د ډېرېدو څخه به محروم نه سي  لکه څنګه چي الله  جل جلاله   فرمايي : 
لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ . (سورت ابراهيم ايت  ۷)
 ژباړه: که چیري تاسي (زما ) شکر وباسئ نو زه به و تاسو ته خامخا نور  (نعمتونه ) هم در کړم  . 

 (٢)  صبر : هغه چاته چي د صبر کولو توان ورکول سي نو د ډېر زیات ثواب څخه به محروم نه سي الله  جل جلاله  فرمايي : 
إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ. (سورت زمر ايت  ۱۰)
 ژباړه: بېشکه کوم څوک چي دصبر څخه کار اخلي ، نو و هغو ته بې  حسابه اجر او ثواب مقرر دئ . 

(٣)  توبه : هغه څوک چي توبه وباسي نو د قبلېدو څخه به محروم نه سي الله  جل جلاله  فرمايي: وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ. (سورت شوری ايت ۲۵) 
ژباړه: او الله جل جلاله  داسي  ذات دئ ، چي د خپلو بندګانو توبې  قبلوي  او  ګناهونه ور معافوي او تاسو ، چي څه کوئ په هغوباندي خبر دئ . 

(٤)  بخښنه : هغه څوک چي د الله  جل جلاله   څخه بخښنه وغواړي نو د بخښلو څخه به محروم نه سي  الله  جل جلاله  فرمايي : 
إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ  . (سورت زمر ايت۵۳) 
ژباړه : بېشکه الله  جل جلاله   به ستا سي ټول ګناهونه معاف کړي بېشکه الله  جل جلاله  ډېر بخښونکئ زيات رحم کونکئ دئ . 

(٥)  دعاء : هغه څوک چي دعا وکړي  د قبلېدو څخه به يې محروم نه سي  الله  جل جلاله  فرمايي :وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ .(سورت غافر  ايت ۶۰) 
 ژباړه : او ستا رب فرمایلي دي ، چي ماته دعا کوئ زه به ستاسو دعا  قبلوم 

یوه بل عالم شپږم شی هم زيات  کړئ دئ ، هغه دا چي څوک د الله  جل جلاله  په لاره کي مال مصرف کړي نو د ثوابونو څخه به محروم نه سي لکه څنګه ، چي الله فرمايي :  
وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ . (سورت سبا ايت۳۹)  ژباړه :  او هر هغه څه چي تاسو يې  (د الله په لارکي)  په مصرف رسوئ  نو هغه (الله جل جلاله  ) به د دې بدله درکوي او هغه خورا ښه روزي ورکونکى دئ . 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۷ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته