تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که د یو چا څخه هر ځل توبه ماتیږي
 
  March 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۴۲)

نوم: فضل الربي کريمي

سوال : که يو انسان يو وار ګناه وکړي او بيا توبه وکاږي او  دوهم وار بيا ګناه وکړي او توبه وکاږي نو توبه يې قبليږي او که نه ؟
 
جواب : 
 
حامداً و مصلياً
 
توبه هر ځل او هر وخت قبليږي البته تر مرګ مخکي خو کله چي د شرائطو سره سم توبه وايستل سي نو سړى بيا پر ګناه کولو باندي جرئت او دلاوري نه سي کولاى.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا 
تعليم الاسلا م دارالافتاء
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ. سورت الغافر: ايت٣.
(٢): عن ابن عمر : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: إن الله يقبل توبة العبد مالم يغرغر. رواه الترمذي.
(٣): فقد قال سعيد بن المسيب انزل قوله تعالى (فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا) في الرجل يذنب ثم يتوب ثم يذنب ثم يتوب. احياءالعلوم للغزالى: ج٤، ص١٥، دارالفکر.

سرته