څانګه: شعرونه نيټه: March 14, 2013
       
یو سپين ږیری زورېدلی زمانې وو کړولی

 یو سپين ږیری زورېدلی

زمانې وو کړولی

د ځوانۍ نعمت يې ټوله
وو د وخت بادونو وړی

تر اویاوو کالو تېرو
او غمو وو را کړوپ کړی

زما سره يې یارانه وه
ته وای ښکلې افسانه وه

بس خبره يې وه سپینه
پکښي وه انساني مينه

چي هر څه بې وه په زړه کي
خو ویله يې په مینه

په کوڅه کي ځکه نه وو
د زړه یار او همنشینه

ما ته به يې کله کله
په رمزي ژبه ویله:

دا نړۍ لو میداني ده
پکښي ستاو ژوند سیالي ده

د هوس په سمندر کي
چي غرق نه سې ناپوهي ده

په سړه سینه به درومې
د ځوانۍ بده مستي ده

ما چي سترګي خلاصولې
وه ځواني راڅخه تللې

ژوند منلی مسؤلیت دی
ستا عزت د بل عزت دی

ښه افکار اعمال او علم
د انسان دغه دولت دی

بې باروه په ځان نه سې
په ځان ډاډ لرل حکمت دی

ناهیلي مړینه پېغور ده
وېره هم د مرګي خور ده

د ژوندون ښکلا ځواني ده
که غربت وي هم خاني ده

په ځواني کي هر څه کیږي
که وراني که وداني ده

خو افسوس چي ځواني ژر ځي
یوه لنډه مهماني ده

پر ما تېره په لټي سوه
خو شي ځای ډېره چټي سوه

نه څه علم نه هنر سته
نه څه پوهه نه څه زر سته

نه مي ښه چاته رسيږي
نه د بل پرما نظر سته

د دردونو په پنجو کي
د زړښت دغه ثمر سته

کاشکي دا عقل لومړی وای
د ځوانۍ ښکلی ګړی وای