تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام بخاري رحمة الله علیه ژوند
 
  August 6, 2015
  0
د ادارې له خوا
 
د صحيح البخاري د مؤلف کنيت أبو عبدالله دئ ، نوم او نسب يې محمد بن اسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة بن بردزبه الجعفي دئ . بردزبه د فارس دئ او د فارسيانو پر دين وو البته د بردزبه زوى مغيره چي د بخاري ورنيکه کيږي د بخارا د والي په لاس ايمان راوړى دئ . د بخارا والي يمان الجعفي نومېدئ نو د اسلام د ولاء لکبله بخاري ته جعفي هم ويل کيږي .

حافظ بن حجر  رحمة الله عليه  وايي د بخاري د نيکه إبراهيم بن المغيرة په هکله معلومات نه لرم البته د بخاري پلار اسماعيل بن ابراهيم د ابن حبان په وينا د حماد بن زيد او مالك رحمهما الله څخه حديث اورېدلي دي . امام ذهبي  رحمة الله عليه په تاريخ الاسلام کي وايي چي د بخاري پلار د ښه تقوا لرونکو علماوو څخه وو . أحمد بن حفص  رحمة الله عليه  وايي : زه د بخاري پلار ته ورغلم هغه د مرګ په حالت کي وو  ما ته يې وويل : زما د علم له مخي زما په ټول مال کي يو شکمن درهم لا هم نسته . دا د حلالي نفقې اثر هم دئ چي الله  جل جلاله  د اسماعيل د زوئ څخه امام بخاري غوندي ستر امام جوړ کړئ  .

امام بخاري  رحمة الله عليه په ١٩٤ هجري سنه کي د شوال پر ١٣ نېټه د جمعې په ورځ تر لمانځه وروسته په بخارا کي زېږېدلى دئ او په ٢٥٦ هجري سنه کي د شنبې په شپه چي د کمکي اختر شپه وه د ٦٢ شپېتو کلونو په عمر د خرتنک په کلي کي چي د سمرقند څخه ٦ ميله  ليري واقع دئ وفات او همهلته ښخ کړل سوئ دئ .  بخارا د ما وراء النهر يعني د امو د سيند هغي خوا ته په پرتو ښارونو کي تر ټولو غټ ښار دئ د بخارا او سمرقند تر منځ ٨ ورځي دپياده تګ لاره ده . بخاري رحمة الله عليه کوچنى وو چي پلار يې وفات سو او خپلي مور يتيم را لوى کړئ ويل کيږي چي بخاري په ماشومتوب کي په سترگو ړوند سو مور يې ابراهيم  عليه السلام  په خوب کي وليدئ ابراهيم  عليه السلام  د بخاري  رحمة الله عليه و مور ته وويل : ستا د ډيري ژړا او دعاو لکبله الله جل جلاله  ستا د زوئ سترگي بينا کړې . همداسي وسوه او سهار بخاري په سترگو بينا وو. 

ابو جعفر محمد بن ابي حاتم وايي : ما د بخاري څخه پوښتنه وکړه چي ستا د علميت کار څه ډول را پيل سو ؟ هغه را ته وويل : زه په مکتب کي د لسو کلونو يا تر دې لا هم کوچنى وم چي په زړه کي مي د حديثو د زده کړي فکر را ته پيدا سو د لس کلنۍ څخه وروسته د مکتب څخه ووتم يوې او بلي خوا ته د حديثو په تلاښ کي سوم. يوه ورځ استاذ داسي سند بيان کړئ سفيان عن ابي الزبير عن ابراهيم . ما ورته وويل : ابو الزبير د ابراهيم څخه روايت نه دئ کړئ استاذ زما ترټنه وکړه ما ورته وويل : که اصلي کتاب در سره وي نو هغه وگوره چي زما خبره درته ثابته سي. استاذ ننوت او بيا راووتئ او را ته وې ويل : اې هلکه ! سند څه ډول دئ ؟ ما ورته وويل : الزبير بن عدي عن ابرهيم استاد خپله ليکنه زما د وينا مطابق اصلاح کړه يعني ابوالزبير يې په زبير بن عدي وليکئ او ويې ويل ته رښتنى او صادقه يې .
 
د بخاري رحمة الله عليه  يوه ملګري ورته وويل : ته پر دې مهال د څو کلونو وې ؟ بخاري ورته وويل : د يولسو کلونو وم . بخاري رحمة الله عليه  وايي په شپاړس کلنۍ کي مي د ابن المبارک او وکيع کتابونه ياد کړل او د اصحاب الراي يعني د فقهاوو په ويناوو هم وپوهيدم بيا د خپلي مور اوخپل مشر ورور احمد سره مکې ته ولاړم د حج د ادايني څخه وروسته مي ورور بخارا ته ستون سو او هلته وفات سو او بخاري په مکه کي د حديثو د زده کړي د پاره پاته سو .

 بخاري رحمة الله عليه  وايي په اتلس کلنۍ کي مي کتاب قضايا الصحابة والتابعين وأقاويلهم تصنيف کړئ او همدا ډول التاريخ الكبير مي د نبي  صلی الله عليه وسلم  د قبر سره د شپې د سپوږمۍ په ړنا کي وليکئ .  امام بخاري رحمة الله عليه  دونه ځيرک او د قوي حافظې څښتن وو ، ويل کېږي چي په وړکتوب کي يې اويا زره حديثونه يو په بل پسې ياد وه  او يو کتاب چي به يې يو ځل تر نظر تېر کړئ نوټول به يې ياد سو بيا يې د هغه کتاب کتلو ته اړتيا نه درلودل . محمد بن حمدويه وايي ما د بخاري څخه واورېدل هغه ويل : زما يو لک صحيح حديثونه ياد دي او دوه لکه مي غير صحيح حديثونه ياد دي او د صحيح البخاري حديثونه ما تقريبا د شپږو لکو حديثونو څخه را ايستلي دي .

امام بخاري رحمة الله عليه  دونه ځيرک او د قوي حافظې څښتن وو ، ويل کېږي چي په وړکتوب کي يې اويا زره حديثونه يو په بل پسې ياد وه  او يو کتاب چي به يې يو ځل تر نظر تېر کړئ نوټول به يې ياد سو بيا يې د هغه کتاب کتلو ته اړتيا نه درلودل .محمد بن حمدويه وايي ما د بخاري څخه واورېدل هغه ويل : زما يو لک صحيح حديثونه ياد دي او دوه لکه مي غير صحيح حديثونه ياد دي او د صحيح البخاري حديثونه ما تقريبا د شپږو لکو حديثونو څخه را ايستلي دي .
 
 امام بخاري رحمة الله عليه  د حديثو د علتونو په پېژندنه کي دونه مهارت د رلودئ ، چي يو ځل امام مسلم  رحمة الله عليه  ورته وويل : اې د استاذانو استاذه ! د محدثينو سرداره ! د حديثو د علتونو طبيبه ! اجازه را کړه چي ستا پښې در مچ کړم .

 امام ترمذي  رحمة الله عليه  وايي : ما په تاريخ او  د حديثو د سندنو او علتونو په پېژندنه کي تر محمد بن اسماعيل يعني بخاري  رحمة الله عليه  غټ  عالم نه په عراق او نه په خراسان کي ليدلى دئ .احمد بن عدي وايي :
 
ما د څو شيخانو څخه اورېدلي دي ، چي هغو حکايت کاوه چي  بخاري و بغداد ته راغى نو څو تنو محدثينو وغوښتل چي بخاري  رحمة الله عليه وازمايي نو د سلو حديثونو متنونه او سندونه يې سره واړول د يوه حديث متن يې د بل حديث و سند ته واړوئ او بيا يې يوه يوه نفر ته لس لس حديثونه ورکړه ترڅو بخاري ته يې واوروي ، د بغداد خلک او د دې ترڅنګ د خراسان او نورو وطنونو مسافر را ټول سول ، څه مهال چي د خلکو مجمع جوړه سوه نويو تن ولاړ سو د خپلو لسو حديثونو څخه يې د يوه يوه حديث سند او متن بيانوه امام بخاري چي به د هر حديث سند او متن واوريدئ نو ورته و به يې ويل :
 
 پدې حديث علم نه لرم ،کومو کسانو چي د بخاري د امتحان لکبله د دې حديثونو متنونه او سندونه اړولي وه هغو يوه و بل ته کتل چي سړى ډېر ځيرک او پوه دئ ، خو کوم کسان چي ناخبره وه هغو ته بخاري  رحمة الله عليه کمزورى وښکارېده .
 

دې لسو کسانو چي هر يوه په نوبت لس لس حديثونه بخاري ته واورول او بخاري د هر حديث په جواب کي ورته ويل چي علم نه په لرم د دوئ د فراغت وروسته بخاري هر نفر ته د هغه د هر حديث متن او سند بيان کړئ ، چي تا د اول حديث متن داسي او سند داسي بيان کړئ خو د دې حديث متن او سند اصلا داسي دئ . دوئ چي دا سل حديثونه په څه ډول ورته بيان کړي وه بخاري په هغه ډول ورته بيان کړل او غلطي يې هم ورته په ګوته کول چي د دې حديث متن داسي او سند يې داسي دئ نو ټولو خلکو د امام بخاري پر ځيرکتيا ، قوي حافظې او علميت اعتراف وکړئ او دا د الله فضل دئ چي چا ته وغواړي هغه ته يې ورکوي .

 امام بخاري  رحمة الله عليه  ډېر کتابونه تصنيف کړي دي لکه الأدب المفرد ، بر الوالدين ، تاريخ الكبير ، تاريخ الأوسط ، تاريخ الصغير ، خلق افعال العباد.
 
حافظ ابن حجر رحمة الله عليه  وايي : دا کتابونه ټول موجود دي او په اورېدلو يا اجازه يې موږ ته روايت سوئ دئ . 
امام بخاري رحمة الله عليه  له دې پرته نور تصنيفونه هم لري لکه ، جامع الكبير ، مسند الكبير ، تفسير الكبير ، كتاب الأشربة ، كتاب الهبة ، أسامي الصحابة ،  كتاب الوحدان ، كتاب المبسوط ، كتاب الكنى او کتاب الفوائد .
 
د امام بخاري  رحمة الله عليه په حفظ ، تقوا او زهد د ده موافق او مخالف ټول قايل وه او په محدثينو کي د امير المؤمنين في الحديث ، ناصر الأحاديث النبوية او ناشر المواريث المحمدية په لقب يادېدئ .
امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه  وايي : خراسان د محمد بن اسماعيل په شان بل نه دئ زېږولى .

د بخاري اومسلم شيخ محمد بن بشار  رحمة الله عليهم  وايي په نړۍ کي د حديثو حافظان څلور دي ابو الزرعة په ري کي ، مسلم په نيشاپور کي ، دارمي په سمرقند کي او بخاري په بخارا کي .
 علي بن حجر رحمة الله عليه   وايي : بخاري په دوى ټولو کي زياد پوه ، بصيرت والا او ځيرک وو .
 
 دې ته ورته بې شمېرو سترو سترو امامانو امام بخاري په ډېرو خوږو او د واقعيت موافق عبارتونو کي ستايلى دئ .
امام بخاري  رحمة الله عليه  په روژه کي هره ورځ يو يو ختم کاوه او د تراويح څخه وروسته د شپې په لمانځه کي يې په هرو درو شپو کي ختم کاوه او د پېشلمي په مهال يې ديارلس رکعته تهجد کاوه .
 
امام بخاري  رحمة الله عليه د چا غيبت نه کاوه او ويل يې چي زه اميد لرم چي په آخرت کي به الله  جل جلاله  د چا د غيبت حساب راسره و نه کړي او وايي د څه مهال څخه چي زه پدې پوهېدلى يم ، چي غيبت خپله غيبت کونکي ته زيان رسوي نو د هغه وخت څخه مي د چا غيبت نه دئ کړئ  .

يو چا بخاري رحمة الله عليه  ته وويل چي ځيني کسان ستا د تاريخ د کتابونو لکبله تا ته ګوته نيسي او وايي چي په تاريخي حکايتونو کي د خلکو غيبت راځي ، بخاري ورته وويل : هغه موږ د نورو څخه د روايت په ډول بيان کوو موږ يې د خپله ځان څخه نه بيان وو .

امام بخاري  رحمة الله عليه  ته د خپل پلار څخه ډېر مال په ميراث پاته سو د هغه څخه يې صدقه  اوخيرات کاوه ، د طالبانو سره يې ډېر احسان کاوه او په سخاوت کي يې لاسونه اوږده وه او خوراک يې هم ډېر کم کاوه .  
امام بخاري  رحمة الله عليه  چي نيشاپور ته ورتلى نو د نيشاپور خلک او علماء دوه درې رباطه مخته د استقبال د پاره ور ته راوتلي ول او څه مهال چي بېرته بخارا ته ستنېدئ نود ښار څخه درې ميله دباندي د استقبال د پاره خېمه ورته درول سوې وه .

په بخارا کي يې څه مده تدريس کاوه ، د ښار امير خالد بن محمد الذهلي چي د عباسي خلافت نائب وو د بخاري سره نرمي کوله او غوښتنه يې ځني لرل چي صحيح البخاري د ده په قصر کي ور ته تدريس کړي خو بخاري د دې کار څخه منع وکړل او قاصد ته يې وويل چي والي صاحب ته ووايه : زه علم نه خواروم او نه علم د پاچاهانو دروازو ته ور وړم که دى و علم ته څه اړتيا لري نو زما مسجد او کور ته دي راځي . خو که دا خبره يې خوښه نه وي نو بيا خو دى واک لري زما د تدريس مخه دي ونيسي ترڅو د قيامت په ورځ د الله جل جلاله  په حضور کي عذر ولرم زه خو علم نه سم پټ کولاى .

خو که دا خبره يې خوښه نه وي نو بيا خو دى واک لري زما د تدريس مخه دي ونيسي ترڅو د قيامت په ورځ د الله جل جلاله  په حضور کي عذر ولرم زه خو علم نه سم پټ کولاى . والي بيا نفر ورته راولېږى چي زما و اولادونو ته يوه ځانګړې تدريسي حلقه جوړه کړه او نور کسان مه ور سره پرېږده بخاري د دې څخه هم منع وکړل او ويې ويل : دا جايز نه ده چي زه ځينو ته د حديثو د اورېدلو اجازه ورکړم او ځيني نور بيا ورڅخه منع کړم .
 
د بخارا د والي او امام بخاري تر منځ اړيکي ترينګلي سوې او کرکه يې تر منځ پيدا سوله ، خالد  د بخارا والي حريث بن ابي الورقاء او نور علماء د امام بخاري په مخالفت کي د ځان ملګري کړل ، هغو د بخاري پر تګ لاري او مذهب نيوکي وکړې او والي و امام بخاري ته د ښار څخه د وتلو امر وکړى .

بخاري رحمة الله عليه  هغو ته داسي ښرا وکړه : يا الله د دوئ په ځانونو ، اولادونو او کورنيو کي په دوئ هغه څه و وينه چي دوئ يې زما سره د کولو اراده کړې ده . الله جل جلاله د بخاري ښرا د دوئ په حق کي قبوله کړه مياشت لا نه وه تېره سوې ، چي د عباسي خلافت لخوا د بخارا د والي خالد د بندي کولو او په ښار کي يې د رسوا کولو فرمان صادر سو ، خالد پرخرې باندي په ښار کي وګرځول سو او د مرګ تر مهاله په جيل کي پاته سو ، نورو کسانو چي د ده سره د امام بخاري په ځورونه کي مرسته کړې وه هغوى هم الله  جل جلاله د سختو کړاونو او مشکلاتو سره مخ کړل .

امام بخاري رحمة الله عليه  چي څه مهال د بخارا څخه ووتئ نو د سمرقند خلکو خط ورته راولېږى او و سمرقند ته يې بلنه ورکړه ، امام بخاري د سمرقند په لور رهي سو ، د سمرقند څخه ٦ ميله دباندي د خرتنک کلى دئ ،  څه مهال چي بخاري د خرتنک کلي ته ورسېدئ هلته يې خپلوان وه او د هغو سره ميلمه پاته سو امام بخاري په خرتنک کي وو چي خبر ورته راغى چي په سمرقند کي د ده د ورتلو لکبله د خلکو تر منځ شخړه او جنجال را پيدا سوئ دئ ځيني کسان د بخاري د ورتلو پلوي کوي او ځيني نور يې بيا د ورتلو سخت مخالفت کوي . 
 
امام بخاري رحمة الله عليه په خرتنک کي څه مده پاته سو تر څو موضوع ښه روښانه سي پدې وخت کي بخاري ناروغ هم سو ، د سمرقند لخوا استازي راغلل او د بخاري څخه يې غوښتنه کول چي سمرقند ته ور سره ولاړ سي ، امام بخاري د هغو بلنه ومنل ، موزې يې په پښو کړې لنګوټه يې وتړل او د سپرلۍ پر خوا ور رهي سو فقط چي څو قدمه يې د سپرلۍ پر خوا واخستل ملګرو ته يې وويل : ما پرېږدئ ضعف را ته پېښ سو هغو هم پريښوى ، يوه شپه يې تر لمانځه وروسته دعاوي وکړې په دعا کي يې دا هم وويل :
اللهم أنه قد ضاقت علي الأرض بما رحبت فاقبضني إليك .

ژباړه : يا الله ! مځکه د پراختيا سره پر ما تنګه سوه ته مي روح در قبض کړه .
 
بيا يې څنګ وواهه پسي وفات سو او تر بدن يې تر هغه مهاله چي په کفن کي پيچل کېدئ خولې وتلې .
امام بخاري رحمة الله عليه  په ٢٥٦ هجري سنه کي د شنبې په شپه چي د کمکي اختر شپه وه د ٦٢ شپېتو کلونو په عمر البته ديارلس ورځي کم په خرتنک کي وفات او هلته ښخ کړل سو څه مهال چي لمونځ ورکول سو او په قبر کي کښېښودل سو نو د قبر د خاورو څخه يې څو ورځي د مشکو په شان ښه بوى ولاړيدئ
 
 

 بيت : جمال همنشين در من اثر کرد         ورنه من همان خاکم که بودم

 

د ملګري ښکلا پر ما اثر وښنده که د ملګري اثر نه واى نو زه خو هغه خاوره يم چي مخته وم .

دا هم د امام بخاري  رحمة الله عليه  د مړيني څخه وروسته د هغه کرامت دى چي الله  جل جلاله  په خلکو وليده .
الله  جل جلاله  دي وموږ او تاسو ټولو ته د متقيانو ، عالمانو او صالحانو ملتيا را په برخه کړي ، ځکه د ښه ملگري ښه اثر او د بد ملگري بد اثر پر چا لويږي .
 
 د ښه او بد ملګري  د اثر مثال رسول الله  صلی الله عليه وسلم  داسي بيان کړى دئ  : 

مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالسَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً  (رواه البخاري عن ابي موسي )  
 
 ژباړه : د صالح او بد همناستي مثال د مشکو والا او د بنۍ والا دى مشک والا به يا مشک درکړي يا به مشک ځني رانيسې او يا به ښه بوى ځني بوى کړې او بنۍ والا يعني پښ به يا جامې په اور  در وسوزي او يا به يې د دودانو بد بوى درته ورسيږي .
 
ماخذ: د فضیلت پګړۍ
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

سرته