څانګه: خاتم النبيين نيټه: October 12, 2014
       
د نبي علیه السلام د هوښیارۍ څو واقعې
د تعلیم الاسلام ادارې له خوا

په عوارف المعارف کی  لیکلي دي چی د عقل ټولي سل حصې دي، په دې کي يو کم سل حصې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره دي او صرف یوه حصه  د دنیا د ټولو عا قلانو، پوهانو،  مدبرینو او علما ؤ کی کرځي:
(۱): یو وخت یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلی او ورته یې وویل: چی  زه اسلام  قبلوم مګر په ما کي څلورعادتونه دي او په دې څلورو عادتو کي صرف یو عادت پریښودلی سم. رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه  وکړه چي هغه عادتونه کوم دي؟ 

هغه سړي وویل:

(۱) زه شراب چیښم.
(۲) زنا کوم.
(۳) غلا کوم.
(۴) درواغ وایم

په دې کي یو عادت پریښودلاى سم، که چیري زما اسلام  قبول وي نو زه مسلمان کېږم. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمایل: چي درواغ مه وایاست، یعني دا یو عادت پریږده دا رنګه هغه سړي اسلام قبول کړ، او د درواغو نه ویلو وعده یې وکړل، د شپې يې شرابو ته شوق وسو، نو سوچ یې  وکړی، که چیري سبا رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلس کي پوښتنه وکړي، چی شراب دي چښلي دي او که نه؟ 

 که چیري ووایم چي هو، نو رسوا به سم، ټول خلک به راباندي بد رد وایي، او که چیری  ووایم  چی نه، نو درواغ به لازم سي دارنګه هغه شراب پریښودل، بیا هغه ته د زنا شوق پيداسو لیکن بیا یې دغه  سوچ  پیدا سو ، که چیري سبا زما  څخه پوښتنه وسوه نو څه جواب به ور کوم، که چیري اقرار کوم، نو د شرم او  دښمنۍ بیره ده او که انکار کوم نو درواغ لازمیږي، دارنګه هغه زنا هم پریښودل، همدارنګه د شپې هغه د غلا کولو سوچ وکړی لیکن بیا ورته هغه سوچ پیدا سو، که اقرار کوم نو د شرم او د جنګ بیره ده. او که انکا ر کوم نو درواغ لازمیږي، همدا ډول دې سړي ټول خراب عادتونه پريښودل، او سهار رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خندا کوونکی راغي چي یا رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسی داسي علاج راته وښودی چي ټول ګناهونه مي پريښودل.  
 

(۲)  قریشو چي هر کله د بیت الله عمارت مکمل کړی نو په دې خبره باندي  جنګ جوړ سو چي حجرالاسود به په خپل ځای باندي څوک ایږدي، هر یو سړى  او مشر په ضد کی ؤ، چي زه به یې ایږدم،  نوبت جنګونو  ته ورسیدى، څه  کسانو روغه و کړل، او و يې ويل چي سبا کوم سړى بیت الله شریفي ته د ټولو  څخه مخکي داخل سي هغه به فیصله کوي.

همدارنګه سهار وختي رسول الله صلى الله عليه وسلم بیت الله ته دا خل سو. هغه  وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم په نبوت نه وو مبعوث سوی، مګر خلکو په خوشحالۍ سره دوی قبول کړی. 
څادر د بېلي بېلي قبیلې مشر یو یو کونج ونیوی او را يې وړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خپل وکیل  مقرر کړی. هغوی په خپلو لاسونو مبارکو باندي  حجر الاسود په خپل  ځای کي کښیښودی، او ويې فرمايل چي ایښودل د ټولو ایښودل دي، لهذا هر یو مشر دا ويلاى سي چي دا فضیلت ما حاصل کړى دی، نو په همدې ډول یو لوی جنګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ذهانت د وجهي ختم  سو. 

(۳): یوه سړي ته د هغه ګاونډیانو تکلیف ورسوی، هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم مخکي ددې شکایت وکړی رسول الله صلى الله عليه وسلم هغوی ته وفرمایل: چي ولاړسه او د کور ټول سامان په لاره کي کښیږده.
 او هر کله چي څوک تلونکی در څخه پوښتنه وکړي، نو ور ته ووایه چي زما ګاونډیان ما تنګوي، ددې وجهې څخه ما کور پريښودی، هغه سړي هم دارنګه وکړل. کله چي یو څو کسانو پوښتنه وکړه، نو ټولو پرې بد رد  شروع کړل چي دده دا همسایه څنګه سړی دی؟

په دې وخت کي هغه ګاونډیان په خپله راغله او زارۍ يې شرع کړې چي اینده به هیڅکله هم تا نه تنګوو، مهرباني وکړه او بیرته کور ته و لاړسه، زما ډېره بد نامي کیږي، نو په دې ډول هغه بیرته ولاړی او په ارامه سره یې ژوند تیرول شروع کړل.

(۴): د احد د غزا جنګي نقشه نبی کریم صلى الله عليه وسلم په خپله جوړه کړې وه او د جنګ دار و مدار یې د رماة پر غره باندي ایښی ؤ، تر ننه پوري د ټولي دنیا عا قلان او جنګي ماهرین په دې خبره متفق دي چي د جنګ مرکزي نقطه هم دا غر ؤ. رسول الله صلى الله عليه وسلم پر دې غره باندي پنځوس صحابه کرام   رضي الله تعالى عنهم تیر اندازي ته مقرر کړي وه او ورته فرمایل یې چي د جنګ حالت هر څنګه چي وي،  تاسي  به خپل ځای نه  پریږدئ، لیکن وروسته چي د هغوی څخه اکثر خلک لیري سول، نو د جنګ نقشه بدله سوه او د ګټولو  څخه وروسته  بيا ماته وخوړل سوه.

ددې واقعاتو څخه دا درس حاصل سو چي مسلمانان یو عقلمند قوم دی ځکه چي د دوی نبي صلی الله علیه وسلم تر ټولو انسانانو ستر عاقل انسان دی، نو معلومه سوه چي موږ باید د دين سره زیات تعلق ولرو تر څو په پوره ډول د عقل خاوندان جوړ سو.
 

ماخذ: علمي تقریرونه