څانګه: صحابه کرام (رضي الله عنهم) نيټه: March 26, 2013
       
د حضرت عمر رضی الله عنه فتوحات او قادسیه
را ليږونکي: شکر الله (اسلام مل)
 
که څه هم د حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه په دوره کي د خلافت ډبره کښېښودل سوه او ځيني مهم کارونه لکه د مرتدينو وژل او داسي نور فتوحات شروع سول، خو کوم مهم او په زړه پوري فتوحات چي سوي دي هغه د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دوره ده، چي د اسلام د لمر وړانګې يې د شرق څخه غرب ته او له جنوب څخه شمال ته داسي وځلولې چي د قيصر، کسرى، د ايران او روم د زر کلنۍ امپراتورۍ قوت يې د پښو څخه وغورځاوه او د اسلام دين يې پر ځاي تعويض سو. 
                                      
پدي کي شک نسته چي سکندر او چنګيز ډېر ملکونه فتحه کړل او تر خپل اسارت لاندي يې راوستل خو د دوي کارنامې د حضرت عمر رضي الله عنه د تدبير سره ډېر فرق لري. سکندر او چنګيز چي کوم ځايونه فتحه کړي هغه ټول د ظلم او استبداد له لاري وه، نو همدا سبب دئ چي نن ورځ چنګيز ته خونخور او ظالم ويل کيږي.
 
په سکندر کي هم د ظلم کوم کمى نه و، ځکه کوم وخت چي يې د شام ښار تر خپلي ولکي لاندي راوست نو د ښار د وګړو څخه يې د زرو تنو سرونه پرې کړل او د ښار پر لوړ ځای يې ځوړند کړل، همدا راز چي يې د فارس يو بندر ونيوى نو د ښار نارينه يې ووژل. 
                                                           
اما د حضرت عمر رضي الله عنه فتوحات بالعکس د صله رحمۍ، عاطفې او دلسوزۍ له لاري وه او همېشه يې د دې تاکيد کاوه، چي د ضعيفو او ښځو سره کار مه لرئ او اذيت مه ور رسوئ، تر دې چي حضرت عمر رضي الله عنه خپلو نماينده ګانو ته د دې نصيحت کاوه، چي د دښمن نيول سوي ځايونه دي ښه وساتل سي او د معرکي د ميدان څخه پرته دي قتل و قتال منع کړي، مثله او  بدرنګ کول يې بد ګڼل همدا سبب سو، چي اسلام ترقي وکړه، او اوج ته ورسېد، د حضرت عمر رضي الله عنه په وخت کي د شام، مصر، عراق جزيره، خوزستان، ارمنستان، آذربايجان، فارس، کرمان، خراسان او بلوچستان خلک مسلمانان او په اسلام مشرف سول.                                                                
که څه هم د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت د دورې فتوحات او کارنامې بې شماره دي، خو د مثال په ډول د قادسيې فتح او برى بيانوو:
                                          
رستم د مداين څخه حرکت وکړ او (ساباط) نومي ځاى ته ورسېد، او هلته يې مرکز ونيوي، پدي وخت کي عمر رضي الله عنه سعد رضي الله عنه ته توصيه وکړه چي تر ټولو لومړي دي د مخالفينو سره مفاهيمه وسي، چي جزيه قبوله کړي، هغه و چي د مسلمانانو هيئت مداين ته روان سو، مداين په هغه وخت کي د ايران پايتخت و او د قادسيې څخه څلويښت ميله ليري پروت و، يزدګرد د مسلمانانو د ډارولو لپاره يو مجلل دربار جوړ کړ، خو کوم وخت چي مسلمانان را ورسېدل نو د يزدګرد تظاهر او تجلل پر دوى هيڅ اثر ونه کړ، کله چي د يزدګر سره مخامخ سول نو يزدګرد د هيئت د مشر (نعمان بن مقرن) څخه پوښتنه وکړه، چي د څه لپاره راغلي ياست؟                                     
هغه ورته وويل: د دې لپاره راغلي يو چي اسلام قبول کړې زموږ مسلمان ورور سې او که اسلام قبول نه کړې، نو بايد جزيه ومنې.                                                                            
يزدګرد ددې خبرو په اورېدو سره ډېر په قهر سو او ورته ويې ويل چي دا خبري ستاسي تر شان ډېري لوړي دي، تاسي هغه خلک ياست چي تر اوسه زما تر حکم لاندي واست، نو اوس څنګه ما تر خپل تاثير لاندي راولئ؟                                                                         
په دې وخت کي مغيره رضي الله عنه يزدګرد ته په جواب کي وويل: که اسلام قبول نه کړې او يا جزيه ور نه کړې نو زموږ او ستاسي تر منځ به د توري څوکه قضاوت او فيصله کوي، چي پدي خبرو يزدګرد لا په غضب سو او ويې ويل: که چيري د سفيرانو مرګ روا نه واي، نو ما به خامخا تاسي وژلي واى او امر يې وکړ چي يوه ټوکرۍ خاوري راوړئ او هيئت ته يې ور پر سر کړئ، کوم وخت چي يې خاوري راوړې نو عاصم د عمر رضي الله عنه زوي ودرېد او ويې ويل، چي: د هيئت مشر زه يم، او ماته يې را پر سر کړئ، هغه و چي د خاورو ټوکرۍ يې پر سر کړه او د ملګرو سره سعد رضي الله عنه ته راغى او ورته ويې ويل: د ايران د خاوري د فتح تبريک درته وايم.

رستم چي د مسلمانانو د جرئت،  شجاعت او مېړاني څخه خبر و، نو د دې چي جنګ واقع نه سي، د سعد رضي الله عنه څخه يې خواهش وکړ، چي څو نفره ور وليږي او د رستم سره د نژدې خبري او مفاهمه وکړي.                                                                                                 
نو هماغه و، چي سعد رضي الله عنه مغيره رضي الله عنه د يو هيئت په مشرۍ وروليږه خو رستم په دې وخت کي د مسلمانانو د بې زړه توب او تهديد لپاره عاليشان دربار تيار کړ، خو کوم وخت چي مسلمانان ورغلل د ده په جاه او جلا کي يې هيڅ فکر ونه واهه، او مغيره رضي الله عنه د هيئت مشر په ډېر جرئت او ايمانداري مسقيماً رستم ته ورغى او تر څنګ يې کښېناست او يو تر بله يې سختي او تېري خبري وکړې، چي پدې وخت هيجاني سو او په قهر يې وويل: 

زما دي په لمر قسم وي، چي د لمر تر راختو مخکي به تاسي ټول خاوري او ايرې کړم، مغيره رضي الله عنه هم په قهر سو پاڅېد او ولاړى او د جنګ ترتيبات يې ونيول، نو هماغه و، چي جنګ پيل سو او درې ورځي څه بالا يې دوام وکړ.

که څه هم د جنګ په لومړۍ ورځ مسلمانان د دښمن د جنګي فيلانو څخه په عذاب سول خو په دوهمه ورځ چي د شام څخه کومک ورته راورسېدى نو مسلمانان به ساعت په ساعت قوي کېدل، هماغه و چي رستم د ايران د لښکر سپه سالار د هلال بن علقمه رضي الله عنه له خوا ووژل سو او ايرانيان د يوې سختي ماتي سره مخامخ سول، که څه هم پدې جنګ کي د مقابل لوري شمېر يولک او پنځوس زرو تنو ته رسېدى او د مسلمانان شمېر دېرش زره و، خو بيا هم د عالي همت، شجاعت او مېړاني له برکته مسلمانانو وکولاى سواى، چي دغسي با شکوه او عاليشانه لښکر ته ماتې ورکړي چي دغه فتحه او برى د مسلمانانو لپاره د يرموک په شان يوه بله دروازه پرانيستله.   
 

ماخذ: عشره مبشره