تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوې میاشتي په وعده ډالر ورکول
 
  March 31, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارلافتاء 


مسلسله شمېره : (٤۷۳)

نوم: نور احمد

د اوسېدو ځای: مدینه منوره

سوال :اوی وخت اکثره صرافان د یوې میاشتي په وعده ډالر ورکوي لږ ګران اوهغه په عوض کي کلداري ورکوي وروسته د یوې میاشتي څخه دا کار د شریعت له نظره څنګه دئ؟
جواب : 

حامداً و مصلیاً

دا سي معامله جائز نه  ده.

(۱): اوسني کاغذي نوټونه اصطلاحي یا جعلي ثمن دی.
(۲): بیع مذکور په بیع صرف کي شمېرل کیږي، ځکه تقابض پکښي شرط او نسیه حرامه ده.
(۳): نسیه په بیع صرف (په سرو او سپینو زرو) پوري خاص نه ده،  بلکه په نورو بیوعاتو کي هم راځي لکه په حدیث شریف کي چي راځي : فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَدًا بِيَد. (مسلم)
او په هدايه کي راځي : وإذا وجد أحدهما وعدم الآخر حل التفاضل وحرم النساء مثل أن يسلم أو حنطة في شعير.
(۴): د پیر او پلور په وخت کي د هر ملک کرنسي او پیسو کي ثمنیت مقصود او مطلوب وي.
(۵): د امام سرخسي رحمة الله عليه د  مبسوط ددې عبارت: وَإِذَا اشْتَرَى الرَّجُلُ فُلُوسًا بِدَرَاهِمَ...  الخ څخه هم د راپیدا سوو اشتباهاتو جوابونه علماؤ ذکر کړي دي.
(۶): د سلم شرائط په مذکوره مسئله منتفي دي لهذا سلم نسي کېدلای.
(۷): بیع د معدوم باطله ده.
(۸):که مذکوره معامله قرض سي او علماء فرمایي چي غالبه دا ده چي دا ډول معامله قرض ده، لهذا د قرض له کبله د مقروض استفاده کول هم حرامه ده. کل قرض جر نفعا فهو ربا.

جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): دو ملکون کی کرنسیوں کا ادهار تبادله بیع یا قرض ہے اور بہر حال یه ایک سودی کاروبار ہے جس کی اسلام مین قطعی اجازت نہیں، اګر یه تبادله بیع ہیو تو اس میں ربا نسیئه (سود بوجه ادهار) کا تحقیق ہوګا اس کا ثبوت دو معدمات پر موقوف ہے. جدید مباحث: ج٣ ، ص٦۳، مفتي مظام الدین.
(۲): الفقه الحنفي : ج۴ ، ص٢٣٦ ،
(۳): مختصر القدوري: باب الربو، ص ۱۲۱     
(۴): جامع الفتاوی: ج٦ ، ص١٩ .
(۵): امداد الفتاوی: ج ۳ ، ص ۷۳،
(۶): قاموس الفقه: ج ٤ ، ص ۲۲۶ ،
(۷): فتاوی رشیدیه: ج ۱ ، ص ۴۷۶.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته