تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په زوم کي باید کوم شرائط موجود وي؟
 
  October 12, 2014
  0

شریعت مقدس په شرعي احکامو کي د انسان وظاهر ته ګوري مګر په نن وخت کي ډېرخلک داسي لیدل کیږي چي په ظاهره ډیر پر شریعت برابر وي، مګر باطني اخلاق او افعال يې ډېر ناوړه وي او ځيني بیا داسي کسان په ټولنه کي وجود لري چي ظاهره یې ږیره خریلې وي اونور داسي اخلاق پکښي موجود وي چي ډېر د قدر وړ وي.


په هلک کي بايد دغه لاندي شرائط موجود وي:

١ـ په اسلامي عقایدو کي شکمن نه وي یعني سالمه اسلامي عقیده ولري.
٢ـ  په طبیعت کي اصلاح وي یعني د علم او اهل علم ادب ولري.
٣ـ نرم خويه یعني په طبیعت کي نرموالی ولري سخت طبیعتی نه وي.
٤ـ پرده باندي چي کوم حقوق وي د هغو د پوره کولو امید ورڅخه وسي.
٥ـ د ضرورت په اندازه شتمن وي.
٦ـ قوت اکستاب یعني خپله او د عیال پرمصرف قدرت ولري.
٧ـ دینداري پکښي غالبه وي.
٨ـ د یو غیر شرعي فرقې سره تعلق ونه لري. 
٩ـ په یوه داسي کارنه وي اخته چي په شریعت  کي منع وي.
١٠ـ کورنۍ ته یې باید وکتل سي چي پرهیزګاري پکښي غالبه ده او که نه.
١١ـ ده ته باید وکتل سي چي ناسته ولاړه له څنګه کسانو سره کوي.

 
په ټولو شرائطو کي باید اول تقوا په نظر کي ونیول سي، که چیري تقوا په نظر کي و نه نیول سي، بیا هغه بدبختي رامنځ ته ده کوم چی نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي: که تاسو ته داسي يو څوک مرکه وکړي ، چي د هغه ديانت او اخلاق تاسو ته د خوښۍ وړ وي نو هغه لره مو نجلۍ په نکاح ورکوئ که مو داسي نه کول نو بيا به په مځکه کي فتنه جوړيږي او په پراخه کچه به فساد خپريږي .رواه ترمذي

ماخذ: شرعي واده

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته