تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په لمانځه کي موبایل بندول او نور
 
  April 13, 2013
  0

 تعليم الاسلام  دارالافتا‌ء


مسلسله شمېره : (۴۸۴)

نوم: بابریګل منګل

د اوسېدو ځای:   سعودی عربستان

سوال : که چيرې یو سړى په لمانځه کي لاس او پښه بې حاجته ښوروي یعنې دلته عرب په لمانځه کی یو خوا بل خوا حرکت کوی ،خپلې جامې برابر وی ،تیلیفون زنګ بند وی ،او ځنی داسې نور...  ایا په لمانځه کی داسې کارونه روا دی او که نه ؟ 

جواب :

حامداً و مصلياً

په لمانځه کي بېله ضرورته واړه، واړه کارونه کول چي په اصطلاح کي عمل قليل ورته وايي، لمونځ نه فاسدوي، مګر کراهيت لري، تاسو چي د کومو کارونو يادونه کړې ده، همدا ټول مکروه کارونه دي، البته په يوه لاس د لمانځه په جريان کي دموبائل زنګ بندول بېله کراهيته جواز لري.
 
جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وکره عبثه بثوبه اوبدنه : ای عبث المصلی : زیلعی : ۱-۲ ،ص۱۶۲ 
(٢): و يکره للمصلي سبعة وسبعون شيئاً.... والعمل القلیل : قال فی حاشیَ ای المنافی للصلوَ و افراده کثیرة کتنف شعره. نورالايضاح:  ص٨٨ 
(٣): ولا بأس بقتل الحية والعقرب في الصلاة لقوله عليه الصلاة والسلام: اقتلوا الأسودين ولو كنتم في الصلاة... ولأن فيه إزالة الشغل فأشبه درءالمار. الهدايه: ج١، ص١٢٦. طبع حبيبية.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته