تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د واشنګټن روښانفکره بې سوادان
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0
ليکوال: ریحان دوست، امريکا واشنګټن ډي سي.
 
استاد مطیع الله روغ چې هر ځای وي، الله دې عمر نور هم اوږد کړي هغه زما د دویم صنف ښوونکی و او هر وخت یې دا خبره کوله چې د پوهې په حاصلولو سره سړی ځان پیژني او چې سړي ځان وپیژانده نو بیا د الله تعالی پیژندل هم ګران کار ندی.
 
 دا خبره یې اوس هم زما په غوږ کښې ده او سوچ پرې کوم چې روغ استاد به دا خبره د کوم دلیل پر اساس کړې ده. د ښوونځۍ په شپو ورځو کې مې د استاد پدې خبرې چندانې سر نه خوږاوه ما ویل دا منم چې پوهه ریښتیا هم مهمه ده خو الله پیژندنه بیا د پوهې له مخې څنګه کیږي پدې مې ښه سر نه و خلاص. د وخت په تیریدو سره انسان ډیر څیزونه ویني او هر ځای ته چې ځي او هر څومره چې د خلکو سره کښیني هغومره یې تجربه پوهه او د وګړو پیژندنې هنر سیوا کیږي.
 
په مونږ افغانانو کې دا ستونزه ده چې ټوکه هم کوو نو اول ورته مقدمه جوړوو خو زه نور د دې فلسفي خبرو نه تیریږم اصلي کیسه شروع کوم. پدې تیرو درې لسیزو او خصوصاً د هغه وخت راهیسې چې زمونږ د کلي د سپین ږیرو په وینا په چپه او راسته پوه شوی یم د ښایسته زیاتو خلکو سره مې ناسته پاسته سویده. ډم، عالم، ډاکټر، انجینر، معلم، خبریال او جنرال څه به مو سر خوږوم داسې وبولئ چې هره طبقه خلک مې لیدلي او راشه درشه مې ورسره کړیده.
 
 تر شل کلنۍ زما د روغ استاد په خبرې همدا باور ؤ چې د پوهې له برکته خلک خدای پیژني، خو تر هغې وروسته ما ویل یاره استاده! لکه چې خبر درڅخه خطا سویده دلته خو هر څه بل شان روان دي.
 د دې لیکنې نه پس زه پوره باور لرم چې آن زما ډیر خپل نږدې ملګري به په ما بد ووایي خو زه یې پرواه ځکه نکوم چې د پیښوریانو په اصطلاح د زړه بړاس مې باسم او د زړه خبره مې په خوله کوم که د چا زاره چوي او که پاتې کیږي په ما یې باک نسته.
 
 د سړیو نه یې ځکه پیلوم چې بیا دا د شیطان ګوډي مې په مرد سالارۍ تورنوي او څښتن تعالی دي د دوی په خولو کې هم څوک نه اچوي ځکه اوس خو د ښځو نعره دومره لوړه ده چې د وتو سره سم بیا په سپینه ماڼې کې انګازې کوي.
 روڼ اندی یا روښانفکره چې دوي ورته وایي چا ته ویل کیږي؟ زه ورته خپل تعریف لرم د خلکو ذمه واري په ما نده چې هر څه یې بولي. زما په اند روښانفکره هماغه څوک دی چې فکر یې روښانه وي یانې په ښه او بد، سم ناسم، روا نا روا ، حلال حرام، جائیز نا جائیز او نهي عنې المنکر یې ( فکر روښانه) وي یعنى سر یې ښه سم  په خلاص وي، مګر پوښتنه اوس دا ده چې روښانفکره څوک دي؟ زه یې درته یو څو بیلګې وایم چې ځانونه روښانفکره ښیي خو زما د تعریف له مخې دوي په غلط لوري روان دي.
 
 دلته دوه خبرې دي،  یا خو زما تعریف نیمګړی یا بیخي ناسم دی او یا خو دوی د روښانفکره په معنى نه پوهیږي تاسو قضاوت وکړئ او مونږ په پوه کړئ چې ملامت او سلامت معلوم سي.
 
 دلته زه تاسو ته یو څو په اصطلاح یو څو روښانفکران در پیژنم بیا به فیصله په تاسو کوو. دا لیکنه ما د روژې په میاشت کښې پیل کړې وه او ځکه مې لومړی د  همدې ځای نه پیل وکړ. که خدای مې غاړه نه بندوي ما نو شاوخوا درې څلور درجنه داسې نارینه او زنانه لیدلي دي چې روژه داسې خوري لکه د پلار نه چې نا اهله زوی ته میراثي مال ورپاتې وي او پوښتنې والا یې هم څوک نه وي. دا خلک ټول د هغوي په قول روښانفکره دي، باور په خدای وکړئ چې هر یوه یې شپاړلس او شل شل کاله تعلیم کړیدی. هغه د چا خبره پي اچ ډیانې او ماسټریانې لري، دوی نه یوزاي دا چې پخپله روژه خوړل چندانې باک نه ګڼي بلکه هغه روژه دار ورته د زړي زمانی سړی ښکاري او یو ډول ملنډي په وهي. زه ددې خلکو نومونه نه اخلم او دا هم نه یادوم چې ما چیري لیدلي دي خو په والله بالله او ثم تالله چې داسې خلک ما ډیر لیدلي تاسو به هم لیدلي وي. روژه نیول د الله تعالی حکم دی او یو روښانفکره ته چې د الله حکم ملنډې ښکاري نو بیا هم زما د تعریف له مخې دا خلک سم ندي.
الله تعالی په قرانکریم کښې په واضح ټکو او صراحت سره د شرابو (خمر) د نه څښلو امر کړیدی خو تاسو باور وکړئ چې لکه مخکې مې چې وویل ډیر PhD  او MA والا مې لیدلي چې لکه د اوبو یې څښې او پخپل کاله کې د خپلو مسلمانو میرمنو او بچیو په مخکښې یې څښي، داسې نده چې ګنې دوی به پدې نه وي پوه چې الله تعالی د دې ناولي څیز څښل منع کړیده، خو دوی وایي چې شراب څښل د روښانفکرۍ یوه ماده ده. 
یو بل تن زه پیژنم په کاله کې یې د شرابو بوتل پدې خاطر ساتلی چې خلک دا فکر ونکړي چې دا روښانفکره ندی استغفرالله.
 
په قرانکریم او نبوي احادیثو کې میرمنو ته په ښکاره امر سویدی چې مخونه پټ کړي، د نا محرمو خلکو سره ناسته پاسته خو لا څه کوې چې د ضرورت نه پرته خبرې هم لا ونکړي. خو په سلګونو تعلیم یافته نجونې او میرمنې مې لیدلي او پیژنم یې چې د پردیو سړیو سره د بې سترۍ په حال کې داسې غنبر وهي لکه سکه د مور زامن یې چې وي، او بیا هم دا ټول کارونه پدې خاطر کوي چې ځانونه روښانفکره وښیي، الله تعالی په میرمنو امر کړیدی چې د جهالت د زمانې د میرمنو په شان بې پردې مه ګرځئ، مګر د افسوس خبره خو دا ده چې دا خلک روښانفکره دي او بیا هم د الله تعالی د احکامو خلاف کار کوي، الله دي  رحم  پر وکړي، یوه بله وړه ډله چې زه یې پیژنم ځانونو ته فیلسوفان او انسان پیژندونکي وایي دوی د پورتنیو کسانو څخه څو قدمه مخکي دي او العیاظ بالله د الله جل جلاله په موجودیت شک کوي. داسې نده چې دا خلک د صحرا او غرونو خلک دي. نه نه! سم دم نکټایي پوشان او روښانفکران دي، الله جل جلاله  دې ورته هدایت وکړي........ د لومړۍ برخې پای
 
ان شاءالله نور بیا....
 

سرته