رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ كَانَ لَهُ إِمَامٌ فَقِرَاءَةَ الإِمَامِ لَهُ قِرَاءَةٌ. رواه احمد و ابن ماجه و مصنف ابن ابي شیبة
ژباړه: کوم شخص چي امام ولري (د امام تر شا ولاړ وي) نو د امام قرائت دده لپاره قرائت دی (مقتدي ته حاجت نسته چي قرائت ووايي).
د مشرانو صحابه کرامو رضي الله عنهم آثار:
امیر المؤمنین حضرت ابوبکر صدیق، امیرالمؤمنین حضرت عمر او امیرالمؤمنین حضرت عثمان رضي الله عنهم د امام سره د قرائت ویل منع کول. مسند عبدالرزاق (د امام بخاري رح استاذ)،
او امیرالمؤمنین حضرت علي رضي الله عنه فرمايي: کوم شخص چي د امام سره قران ووایه هغه پر فطرت (سنت) نه دی. مسند عبدالرزاق، مصنف ابن ابي شیبه (د امام بخاري رح استاذ)، دارقطني، طحاوي
امیرالمؤمنین حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي: کوم څوک چي د امام شا ته قرائت وايي زه دا خوښ لرم چي په خوله کي يې ډبره وي. مسند عبدالرزاق، موطا امام مالک
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي: کوم شخص چي د امام شا ته قرات وايي کاشکي دده خوله د خوارو ډکه سي. مسند عبدالرزاق، طحاوي
حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه فرمايي: کوم شخص چي د امام شا ته قرات وايي زما خوښه ده چي دده په خوله کي انګار وي. موطا امام محمد و مصنف ابن ابي شیبه