تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت ابراهيم عليه السلام ژوند لیک
 
  May 14, 2013
  0
د ابراهيم علیه السلام  ژوند

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (سورة مريم الاية ٤١)
ژباړه : په کتاب کي ابراهيم علیه السلام  ياد کړه بېشکه دى رښتينى نبي و.

ابراهيم علیه السلام  دانبياؤ علیهم السلام  پلار او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لوى نېکه دئ ځکه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسماعيل علیه السلام  داولادې څخه دئ اواسماعيل علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  زوى دئ . الله جل جلاله  ابراهيم  علیه السلام  په ځانګړو خصوصياتو سره نازولى وو. الله جل جلاله  دټولو انبياؤ علیهم السلام  له منځ څخه په اشنايۍ او اصطفا سره ټاکلى وو ، په همدې وجه الله جل جلاله  ابراهيم  علیه السلام  خليل الرحمان نومولى دئ  . دبنئ اسرائيلو ټول انبياء علیهم السلام  دده دنسل څخه دي ځکه دبني اسرائيلو ټول انبياء علیهم السلام  ديعقوب علیه السلام  اولاده ده او يعقوب علیه السلام  داسحاق علیه السلام  زوى دئ ، اسحاق علیه السلام  د ابراهيم  علیه السلام  زوى دئ ، بناءً دټولو انبياؤ علیهم السلام  شجرة د ابراهيم  علیه السلام  څخه زيږي آن تردې چي خاتم الانبياء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم دده څخه زېږېدلى دئ.

الله جل جلاله  فرمايي :
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ (سورة عنکبوت الاية ٢٧)

ژباړه : موږ ابراهيم  علیه السلام  ته اسحاق او يعقوب عليهما السلام بخښلي وه ، موږ دده په اولادو کي نبوة او کتاب پيدا کړى دئ او موږ ده ته په دنيا کي مزدوري ورکړې ده او بېشکه دى په آخرت کي دصالحانو خلګو څخه دئ.

ابراهيم  علیه السلام  په ډول ، ډول تکليفونو ، زحمتونو اوآزميښتونو کي شکېل سوى دئ خو ده مبارک دټولو په وړاندي دزغم ، صبر او استقامت څخه کار اخيستى دئ . ابراهيم  علیه السلام  په خپل ايمان کي ديوه تينګ او نه نړېدونکي غره په څېر وو ، ددې ټولو ازميښتونو په  درشل کي دى مبارک هيڅ ډول شکمن سوى نه دئ او نه يې کومه سستي کړې ده ، نه يې کمزوري اختيار کړې ده.

ابراهيم علیه السلام  دعبوديت ، اطاعت ، ايمان او دالهي امر منلو نمونه وه ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (120) شَاكِرًا لِأَنْعُمِهِ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ (121)  (سورة النحل الايتان ١٢٠ ، ١٢١)
 ژباړه : بېشکه ابراهيم علیه السلام  بزرګ و دالله جل جلاله  عبادت کونکى ، دباطل څخه دحق لوري ته ميل کونکى و او د مشرکانو دډلي څخه نه و، دالله جل جلاله  دنعمتونو شکر ګزاره و ، الله جل جلاله  غوره کړى و او مستقيمي لاري ته يې هدايت ورکړى و.

دا څه عجيبه نه ده چي د ابراهيم  علیه السلام  په اړه الهي مدحه او ستاينه وينوځکه دى دانبياؤ علیهم السلام  پلار ، دپرهېزګارانو امام او رمز دايمان وو . کله چي ابراهيم  علیه السلام  ترامتحان لاندى راغلى ده دهمت اوصبر څخه کار اخيستى ، کله چي به ده ته الهي نصرت اومرسته راغله ده به الهي شکر ادا کاوه له همدې وجهي څخه ابراهيم  علیه السلام  دالله جل جلاله  وفاداره بنده وواو له همدې امله الله  جل جلاله  دى په اشنايۍ نيولى وو لکه چي ا لله جل جلاله  فرمايي :

وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا   (سورة نساء الاية ١٢٥)
ژباړه : او الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  په دوستۍ سره نيولى دئ.


دابراهيم علیه السلام  نسب

ابراهيم  علیه السلام  دتارخ ، تارخ دناحور ، ناحور دساروغ زوى دئ ...... دده مبارک دنسب سلسله وسام ته رسيږي چي دنوح علیه السلام  زوى وو. دابراهيم علیه السلام  او نوح علیه السلام  ترمنځ تر ١٠٠٠ کالو زيات واټن وو . دنسب دغه سلسله مؤرخينو دتورات څخه اخيستې ده او دده دپلار نوم يې تارخ ښودلى دئ خو قرآنکريم دده دپلار نوم آزر ښودلى دئ همدا خبره درسته او داعتماد وړ دئ. کوم څه چي مؤرخينو ليکلي دي دتورات څخه يې اخيستى دي ، په تورات او انجيل کي دمسلمانانو له انده تحريف يقيني دئ، په دغه تحريف سوي کتاب کي چي کوم څه ليکل سوي دي دمسلمانانو لپاره هيڅ داعتماد وړ نه دي. ځينو مفسرينو هم دا نظر ټينګ کړى دئ چي دابراهيم علیه السلام  پلار تارخ وو او او آزر يې اکاوو ، کېداى سي چي دوى په دې موخه دده پلار تارخ ثابتوي چي دده دمقام سره مناسبه نه بولي دى دي ديوه مشرک زوي وي خو اصلي خبره داده چي دده دپلار شرک دده مقام اومرتبې ته هيڅ تاوان نه رسوي ځکه هدايت او ضلالت دالله جل جلاله  په قدرت کي دئ . هيڅ بده خبره نه ده چي د ابراهيم  علیه السلام  پلار دي مشرک وي ځکه موږ وينو چي دفرعون مېرمن آسيه رضی الله عنها مسلمانه وه او دنوح علیه السلام  زوى کنعان کافر وو. دا داسي څه دي چي دانبياؤ علیهم السلام  مقام ته ډېر لږ تاوان هم نه رسوي.
 
 رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته ښودلې ده چي دابراهيم  علیه السلام  پلار آز ر دئ ځکه دبخاري شريف په يوه روايت کي راځي :

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : دقيامت په ورځ به ابراهيم علیه السلام  دخپل پلار آزر سره مخ سي په داسي حال کي چي دپلار مخ به يې په ګرځونو لړلى وي . ابراهيم علیه السلام  په ورته ووايي : ماتاته نه وويل چي زما نافرماني مه کوه؟ پلار به يې ورته ووايي : نن ورځ زه ستا هيڅ نافرماني نه کوم . ابراهيم علیه السلام  به الله جل جلاله  ته وايي : اې خدايه ! تا زما سره وعده کړې وه چي دقيامت په ورځ به زه تانه خواروم او نه به دي ذليل کوم؟ تردې به نو لوى ذلالت چيري وي چي زما پلار ستا درحمت څخه ناهيله دئ؟ الله جل جلاله  به ده ته ووايي : ما پر کافرانو باندي جنت حرام کړى دئ . بيا به ابراهيم  علیه السلام  ته وويل سي چي ته خپلو پښو ته وګوره ، ابراهيم علیه السلام  چي خپلو پښو ته وګوري يو ذبحه  سوى حيوان چي په وينو به لړلي وي وه به يې وويني. ابراهيم  علیه السلام  به ددغه ځاى څخه ليري سي او دى به دوزخ ته وغورځول سي. (3101 - حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ أَخْبَرَنِي أَخِي عَبْدُ الْحَمِيدِ عَنْ ابْنِ أَبِي ذِئْبٍ عَنْ سَعِيدٍ الْمَقْبُرِيِّ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يَلْقَى إِبْرَاهِيمُ أَبَاهُ آزَرَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَعَلَى وَجْهِ آزَرَ قَتَرَةٌ وَغَبَرَةٌ فَيَقُولُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ أَلَمْ أَقُلْ لَكَ لَا تَعْصِنِي فَيَقُولُ أَبُوهُ فَالْيَوْمَ لَا أَعْصِيكَ فَيَقُولُ إِبْرَاهِيمُ يَا رَبِّ إِنَّكَ وَعَدْتَنِي أَنْ لَا تُخْزِيَنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ فَأَيُّ خِزْيٍ أَخْزَى مِنْ أَبِي الْأَبْعَدِ فَيَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى إِنِّي حَرَّمْتُ الْجَنَّةَ عَلَى الْكَافِرِينَ ثُمَّ يُقَالُ يَا إِبْرَاهِيمُ مَا تَحْتَ رِجْلَيْكَ فَيَنْظُرُ فَإِذَا هُوَ بِذِيخٍ مُلْتَطِخٍ فَيُؤْخَذُ بِقَوَائِمِهِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ . بخاري ج : ١١ ص : ١٣٦ ط : المکتبة الشاملة)

په دغه حديث کي په څرګند ډول ليکل سوي دي چي دابراهيم علیه السلام  دپلار نوم آزر دئ .

ابن کثيررحمة الله علیه ليکلي :

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (74) وَكَذَلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ (75)  (سورة انعام الايتان ٧٤ ، ٧٥)

ژباړه : ياده کړه هغه وخت چي ابراهيم علیه السلام  خپل پلار آزر ته وويل : ايا ته بتان په خدايۍ نيسې ؟ بېشکه زه تا او ستا قوم په څرګنده ګمراهي کي وينم همدا ډول موږ ښکاره کړي وه  ابراهيم علیه السلام  ته ملکوت داسمانو او مځکي او ددې لپاره چي دى دپوره يقين کونکو څخه  سي.
په پورتني آيت کي ويل سوي دي چي د ابراهيم علیه السلام  دپلار نوم آزر وو خو دنسب پوهني جمهور علماء چي ابن عباس رضی الله عنه هم ددغه ډلي څخه دئ ــ وايي : دابراهيم  علیه السلام  دپلار نوم تارح وو او اهل کتاب يې په تارخ سره يادوي يعني په خاء سره او اول په حاء سره دئ.
 
داسي ويل سوي دي چي تارح اصلا ديوه بت نوم ووچي پرستش يې کېدئ ده ته لقب په ورکول سوى وو.

ابن جرير ليکي :
صحيح خبره داده چي د ابراهيم  علیه السلام  دپلار نوم ازر وو ځکه قرآنکريم هم دغه نوم ياد کړى دئ . کېداى سي چي دپلار يې دوه نومان وه اويايې يولقب وو او بل به يې نوم وو . همدا خبره زما له نظره خوندوره ښکاري .( )
والله اعلم وعنده ام الکتاب
 

دابراهيم علیه السلام  زېږد

مؤرخين ليکي : ابراهيم علیه السلام  ددمشق په سيمه ، دبرزه په کلي کي زېږېدلى دئ البته دغه کلى قاسيون په غره کي واقع دئ . مګر دسيرت او تاريخ پوهان وايي : صحيح خبره داده چي ابراهيم علیه السلام  دعراق په سيمه کي دبابل په ښار کي زېږېدلى دئ.ابن کثيررحمة الله علیه وروسته تردې چي لومړى روايت يې رانقل کړى دئ ــ وايي : صحيح خبره داده چي ابراهيم علیه السلام  دبابل په سيمه کي زېږېدلى دئ . داچي دده نسبت دمشق ته کيږي له دې امله چي دى دخپل وراره لوط علیه السلام  مرستي ته هلته تللى وو او په هغه ځاى کي يې لمونځ کړى دئ.
 
دابراهيم علیه السلام  پلار آزر وو . ابراهيم علیه السلام  هغه وخت وزېږېدئ چي پلار يې اوياکلنۍ ته رسېدلى وو . دده ترپيدايښت وروسته دده دوه ورڼه وزېږېده چي ديوه نوم ناحور او دبل نوم هاران وو . لوط علیه السلام  دهاران زوى دئ له همدې امله لوط علیه السلام  دده وراره کيږي . اهل کتاب په دې آند دي چي ابراهيم علیه السلام  دپلار منځنى زوى وو . دابراهيم علیه السلام  ورور هاران دخپل پلار په ژوند کي په همهغه سيمه کي  ومړ په کومه چي زېږېدلى وو يعني دبابل په ښار کي وفات سو . په دغه دواړو نظرو کي لومړۍ خبره صحيح ده.

ابراهيم علیه السلام  چي کله ځوان سو نو دخپلي مېرمني ساره رضی الله عنها سره يې نکاح وکړه ، ساره رضی الله عنها وچه وه اولاد يې نه کېدئ . ابراهيم علیه السلام  دپلار سره دعراق دسيمي وکوچېده دکنعانيانو يعني دبيت المقدس ښارونو ته ولاړل هلته شام ته نژدې په حران نومي ښار کي مېشت سوه . ددغه ښار خلګو اووه ګوني ستوري په خدايي ګڼلي وه او ددغه اوو ستوري پرستش يې  کاوه. دابن کثير دروايت له مخي دشام خلګو هم دغه عبادت کاوه . کله چي به ددغه سيمو خلګو عبادت کاوه نو مخ به يې قطب شمالي ته کاوه څو دټولو ستورو پرستش راسي .له همدې امله ددمشق دپخواني ښار پر هره دروازه باندي ديوه ستوري مجمسه ولاړه وه . دوى ستورو ته قربانۍ کولې ، ستورو ته به يې جشنونه جوړول . په دغه ډول هغه سيمه چي ابراهيم علیه السلام  پکښي مېشت سوى وو يعني دحران خلګو هم په دغه ډول دستورو عبادت کاوه. په دغه زمانه کي دمځکي دمخ ټول اوسېدونکي دابراهيم علیه السلام  ، دده دمېرمني او دده دوراره لوط علیه السلام  څخه پرته کافران وه . همدا ابراهيم علیه السلام  چي الله جل جلاله  دګمراهۍ اومفاسدو دلمنځه وړلو لپاره وسيله جوړ کړ، الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  دپوره ، غښتلو او چوپونکو دلائلو سره يوځاى لېږلى وو . ده ته الله جل جلاله  دماشومتوب څخه هدايت کړى وو اوپوره علم يې ورکړى وو له همدې امله ابراهيم علیه السلام  تېز نظر درلودئ ، ټينګ عزم يې درلودئ ، دخپل قوم سره يې مجادله او مناظره کول . دهغه دلائلو په مټ چي الله جل جلاله  ده ته ورکړي وه دى پر خپل قوم باندي برلاسى سو خپل مخالفين يې مغلوب کړه او دمقابلې توان يې نه درلودئ. 


وخپل پلار ته د ابراهيم علیه السلام دعوت

قرآنکريم دابراهيم علیه السلام  دعوت بيان کړى دئ ، دابراهيم علیه السلام  پلار مشرک وو يعني دبت عبادت يې کاوه. که څه هم دابراهيم علیه السلام  سره په ټولنه کي نور هم زيات بت پرستان وه خو ده ترټولو ښه حقداره کس دده پلار وو چي دى نصيحت ورته وکړي ، ديوه خداى جل جلاله  عبادت ته يې راوبولي او دالهي عذاب څخه يې وبېروي له همدې امله ده لومړى خپل پلار ته دعوت ورکړ، په دعوت کولو کي يې هيڅ پروا دچا نه لرل، دابراهيم علیه السلام  دعوت خپل پلار ته ديوه نېک زوى وناوړه پلار ته دعوت وو . دداسي زوى دعوت چي پرته لدې چي خپل پلار ته ګټه ورسوي او ديوه بې ساري عزت څښتن دي يې کړي بل هيڅ هدف يې نه درلودئ. ابراهيم علیه السلام  چي کله خپل پلار ته دعوت ورکاوه دسختو اوتندو خبرو څخه يې کار نه دئ اخيستى بلکي په ډېرو نرمو اوخوږو خبرو سره يې دعوت  ورکړ، سره ددې چي دزيات اوکامل ادب څخه يې هم کار اخيستى. په ډېرو ښو اشارو اوښو ويناوو يې مجادله ورسره وکړه . لومړى يې پلار ته دبت پرستۍ بطلان ورپه نښه کړى . ابراهيم علیه السلام  لومړى دبتان په اړه ورته وويل : بتان  نه اورېدل کولاى سي ، نه ليدل کولاى سي ، نه چاته ګټه رسولاى سي ، نه چاته تاوان رسولاى سي او نه دخپل ملګري څخه کوم تکليف ايسته کولاى سي.بيا يې ورته وويل : داسي خدايان نو ته څه کوې چي دپورتنيو ځانګړتياوو څخه يوه هم نه لري سره ددې چي دغه ځانګړتياوي نه لري يعني بيخي اورېدل او ليدل لا نسي کولاى آن تردې چي دخپل ځان څخه يو څوک ليري کولاى نسي ، که يې يوڅوک ماتوي دځان دفاع لا نسي کولاى نو دخپلو عبادت کونکو ارمانونه اوخواستونه به څنګه پوره کړي؟بدبختانه چي پلار يې دده دعوت قبول نه کړ، نه يې کوم دليل ورته ووايه ځکه دليل يې نه درلودئ يوازي يې دسرناخلاصۍ څخه کار واخيست ، پرخپله ګمراهي باندي ټينګ سو . داچي ابراهيم علیه السلام  به ده ته په تکراري ډول دعوت ورکاوه نو ځکه ده ابراهيم علیه السلام  له دې امله چي دده بتانو سپکاوى به يې کاوه ــ په وهلو او وژلو تهديد کړ.

الله جل جلاله  ددغه قصې په اړه په سورة مريم کي فرمايي :

وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَبِيًّا (41) إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا (42) يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا (43) يَا أَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّيْطَانَ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلرَّحْمَنِ عَصِيًّا (44) يَا أَبَتِ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يَمَسَّكَ عَذَابٌ مِنَ الرَّحْمَنِ فَتَكُونَ لِلشَّيْطَانِ وَلِيًّا (45) قَالَ أَرَاغِبٌ أَنْتَ عَنْ آلِهَتِي يَا إِبْرَاهِيمُ لَئِنْ لَمْ تَنْتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِي مَلِيًّا (46) قَالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّي إِنَّهُ كَانَ بِي حَفِيًّا (47)   (سورة مريم الاية ٤١ الي ٤٧)

ژباړه : په کتاب کي ابراهيم علیه السلام  ياد کړه بېشکه دى رښتينى نبي وو . کله چي ده پلار ته وويل : اې زما پلاره! ته ولي دداسي شي عبادت کوې چي نه اورېدل کولاى سي ، نه ليدل کولاى سي او نه ستا څخه کوم تکليف دفعه کولاى سي؟ اې پلار ! ماته داسي علم راکړل سوى دئ چي تاته نه دئ درکړل سوى نو ته زما پيروي وکړه زه به تاته ډېره سيده لاره وښيم. اې پلاره! دشيطان عبادت مه کوه ، شيطان دالله جل جلاله  څخه نافرمانه دئ . اې پلاره ! زه پرتابېرېږم چي تابه الهي عذاب مسه کړي نو ته به دشيطان دوست سې. پلار يې ورته وويل :
 
اې ابراهيمه! ته زموږ دخدايانو څخه مخ اړوې ؟ که ته ددې کار څخه منعه نسې نو زه به تاسنګسار کړم او زماسره تر ډېري زمانې پوري ناسته مه کوه. ابراهيم علیه السلام  وويل : سلام دي وي پرتاباندي ، زه به دخپل رب څخه ستا لپاره مغفرت وغواړم بېشکه زما رب ډېر مهربان دئ.

ابراهيم علیه السلام  دخپلي وعدې مطابق چي دپلار سره يې کړې وه دالله جل جلاله  څخه يې مغفرت وغوښتى او وې ويل : (واغفر لابي انه کان من الضالين) يعني اې خدايه! زما پلار ته مغفرت وکړې بېشکه زما پلار د ګمراهانو څخه دئ . دابراهيم علیه السلام  دغه استغفار په دې هيله کوى چي ګوندي پلار به مي ايمان راوړي. کله چي ابراهيم علیه السلام  په دې يقين سو چي پلار مي ايمان نه راوړي او پلار يې پر خپل شرک اوبت پرستۍ باندي ټينګ سو نه ده وويل :

وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ (114) ( )

ژباړه : نه استغفار دابراهيم علیه السلام  دخپل پلار لپاره مګر دهغه وعدې څخه وو چي ده کړې وه دپلار سره ، کله چي ورته ښکاره سوه چي دده پلار دالله جل جلاله  دښمن دئ دخپل پلار څخه بېزاره سو . بېشکه ابراهيم علیه السلام  دردمن او زيات زغم لرونکى وو.

په دې قصه کي هغو خلګو ته يوه لارښودنه ده چي دښې  عقيدې اوايمان څښتنان وي څو دوى دانبياؤ علیهم السلام  پر تګ لاره باندي تګ وکړي او ددوى مبارکانو کامله روزنه او سيرة زده کړي بيا يې عملي کړي . تاسو وګورئ ! ابراهيم علیه السلام  دخپل پلار څخه او نوح علیه السلام  دخپل زوى څخه دالله جل جلاله  لپاره بېزاره کيږي . دې ته نو کامل ايمان وايي. له همدې وجهي څخه ويلاى سو چي تر هغه ورور ګلوۍ چي ددين پربنسټ وي تر هغه سپېڅلى او محکم پيوند نسته او ديني اړيکي ترنسبي اړيکو لوړي دي . دې ته کامله نمونه وايي . الله جل جلاله  دانبياؤ علیهم السلام  ددعوت په اړه فرمايي :

قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ...  (سورة ممتحنة الاية ٤)

ژباړه : بېشکه ستاسو لپاره يوه نېکه طريقه  سته په ابراهيم علیه السلام  او هغه کسانو کي چي دده سره وه کله چي دوى خپل قوم ته وويل : بېشکه موږ ستاسو څخه بېزاره يو او  دهغه څه څخه بېزاره يو چي تاسو يې عبادت کوئ موږ تاسو ته عقيده نه لرو . زموږ او ستاسو په منځ کي دښمني او بغض څرګند سو دتل لپاره ترهغه وخت پوري چي تاسو پر يوه الله جل جلاله  باندي ايمان راوړئ .

ايا په دې قصه کي دابراهيم علیه السلام  دايمان رښتينولي نه څرګنديږي ؟ ايا په دې قصه دابراهيم علیه السلام  بېزاري دخپل پلار څخه نه څرګنديږي ؟ ايا دا دزوى اوپلار په منځ کي داړيکو شکېدل نه دي چي ايمان رابطه له منځه تللي وي؟ دا څه دحيرانتيا خبره نه ده ځکه ابراهيم علیه السلام  دانبياؤ علیهم السلام  پلار او دالله جل جلاله  خليل وو. ابراهيم علیه السلام  داسي يو څوک وو چي ډېر نااشنا شيان يې دخپلي صادقي عقيدې او دصادق ايمان لپاره وړاندي کړي دي دداسي عملونو په تر سره کولو سره ابراهيم علیه السلام  ددې ډېر حقداره دئ چي خليل الرحمان وبلل سي.
 
د ابراهيم  علیه السلام  پرورښت د خپل قوم په منځ کي

ابراهيم علیه السلام  په يوه فاسد چاپيريال کي پرورښت کړى دئ ، دايوه داسي ټولنه وه چي ديوه سرکښه اونا فرمانه انسان يعني نمرود بن کنعان ترواکمنۍ لاندي وه دغه سيمه داقتصاد او امنيت له پلوه ښه وه خو خلګو يې دبت پرستۍ اوشرک په تورو تيارو کي ژوند کاوه . بتان به يې په خپلو لاسو جوړول بيا به يې په خدايانو نيول.

کله چي نمرود واک ته ورسېدئ يعني ددغه سيمي پوره واکمني يې په لاس کي واخيستل نو دخلګو دجهالت څخه يې استفاده وکړه او دوى ته يې خپل ځان خداى معرفي  کړ، دوى يې خپل عبادت کولو  ته  امر کړه ځکه خلګ دحقيقي خداى جل جلاله  په صفاتو باندي خبر نه وه . دا دنمرود لپاره ډېره  ښه زمينه وه چي دخلګو دجهالت څخه ګټه واخلي او ځان خداى معرفي کړي .خلګو  دبتانو عبادت  کاوه ، داسي بتان وه چي نه يې اورېدل کولاى سواى ، نه يې ليدل کولاى سواى ، نه په څه پوهيدل ، نه يې چاته ګټه رسولاى سواى ، نه يې چاته تاوران رسولاى سواى او نه يې دچا څخه تاوان دفعه کولاى سواى ، نمرود تردغه بتانو ښه وو ځکه نمرود ليدل کواى سواى ، اورېدل يې کولاى سواى ، په  تاوان رسولو او خير رسولو کي يې توانايي درلوده ، فکر يې وهلاى سواى ، خبري يې کولاى سواى ، احساس او شعور يې درلودئ نو څنګه دى خداى نه واى بلل سوى؟ داچي خلګ وهغه ډبرو ته عبادت کوي او په خدايانو يې نيولي دي تر هغه خو نمرود ډېر ښه وو چي په خدايۍ نيول سوى واى او خلګو يې عبادت کولاى.

ابراهيم علیه السلام  په داسي ټولنه کي پرورښت کړى دئ مګر الله جل جلاله  ده ته رشد او هدايت ورنصيب کړ، حق لاره يې وروښوده .ابراهيم علیه السلام  په خپل زېرک فکر او صفا نظر باندي معلومه کړه چي الله جل جلاله  يو دئ ، داسي الله جل جلاله  دئ چي نه دده څخه څوک زېږېدلى دئ او نه دى دچا څخه زېږېدلى دئ. دټولو شيانو ساتونکى همدغه الله جل جلاله  دئ او پرټول عالَم باندي مسلط دئ. ابراهيم علیه السلام  دا خبره درک کړه چي دغه بتان چي خلګو جوړ کړى دئ اوبيا يې پرستش کوي  دهيڅ شي توانايي نه لري نه خلګو ته تاوان رسولاى سي او نه ګټه رسولاى سي . له همدې امله يې هڅه پيل کړه څو خپل قوم ددغه ړانده ژوند څخه راوګرځوي او په دې يې پوه کړي چي دغه بتان تاسو دالهي عذاب څخه نه سي ژغورلاى.

دابراهيم علیه السلام  زړه په ايمان  باندي ځلېدئ ، ديقين ، الهي وعدو او اعتماد څخه ډک وو. ابراهيم علیه السلام  پر الله جل جلاله  باندي په غيبو سره پوره باور اوايمان درلودئ ، پردې يې عقيده وه چي دټول جهان اصلي اوحقيقي مالک او خالق الله جل جلاله  دئ او الله جل جلاله  پر هرشي باندي قادر دئ . ددې ترڅنګ ده وپتيل چي دالله جل جلاله  قدرت او تخليق په سترګو وويني او دى وويني چي الله جل جلاله  ترمړيني وروسته ژوند لرونکي مخلوقات څه ډول پيداکوي ؟ همدا وجه وه چي ده دالله جل جلاله  څخه وغوښتل چي اې خدايه ! ته مړي څنګه ژوندي کوې؟ يعني زه خوباور او يقين لرم چي ته مړي ژوندي کولاى سې خو چي ترتيب يې وينم چي پر څه ترتيب باندي دغه ژوندي کېدل رامنځته کيږي؟ الله جل جلاله  ده ته په جواب کي وويل : اولم تؤمن ؟ يعني ايا ته ايمان نه لرې؟ ده په جواب کي ورته وويل :بلي ولکن ليطمئن قلبي . يعني  بېشکه زماټينګ باور دئ چي ته مړي ژوندي کولاى سې خو ددې لپاره چي زړه مي ډاډه سي . 
 
دابراهيم علیه السلام  ټينګ يقين وو چي الله جل جلاله  مړي ژوندي کولاى سي خو دده سترګو ددې تمنا کول او زړه يې غوښته کول چي دالله جل جلاله  دتخليق عمليه په سترګو وويني،  دالهي عجيب قدرت ننداره وکړي، دالله جل جلاله  په تخليق کي دقائق وويني ترڅو زړه يې ډاډه سي او ايمان يې نور زيات او قوي سي.الله جل جلاله  ده ته وويل: څلور داسي مرغان پيدا کړه چي په جوړښت کي يو دبل څخه توپير ولري ښه فکر پکښي وکړه او ترمنځ يې بېلوالى مشاهده کړه بيا يې څلور واړه ووژنه ، غوښي يې کوفته کړه ، بيا دغه غوښي واخله پرڅلور غرونو باندي يې کښېږده او دځان لوري ته يې راوبله . ابراهيم علیه السلام  هم داسي وکړه څلور واړه مرغان يې پيدا کړه ، څلور سره يې مړه او کوفته کړه،بيا يې څلور واړه پرڅلورو غرونو باندي کښېښودل. ابراهيم علیه السلام  چي کله دغه کار ترسره کړ، څلور سره مرغان په ځغاسته ده ته راغلل ، ده ورته کتل غوښي يې سره بېلېدلې ټول ژوندي سول ، بېرته په هغه ډول سوه لکه لومړى چي څه ډول وه.

پاکي ده هغه ذات لره چي کله ديوه شي اراده وکړي نو ورته ووايي : (کن ــ يعني سه! ) (فيکون ــ) يعني هغه شي دسي موجود سي .

الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  ددغه قصې په اړه فرمايي :

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَى قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِنْ قَالَ بَلَى وَلَكِنْ لِيَطْمَئِنَّ قَلْبِي قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَى كُلِّ جَبَلٍ مِنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (260)  (سورة بقرة الاية ٢٦٠)

ژباړه :ياده کړه هغه وخت چي ا براهيم علیه السلام  وويل : اې زما ربه ! ماته وښيه ته څنګه مړي ژوندي کوې ؟ الله جل جلاله  ورته وويل : ايا ته ايمان پر دغه موضوع نه لرې؟ ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : هو ايمان لرم مګر ددې لپاره چي زړه مي اطمنان پيدا کړي . الله جل جلاله  ورته وويل : څلور مرغان واخله يو دبله يې سره کوفته کړه بيا ددغه کوفته سوو غوښه پر هر غره باندي يوه برخه کښېږده ، بيا يې راوبوله تاته به په منډه راسي او پوه سه چي الله جل جلاله  زيات غالب او دحکمت څښتن دئ.

دابراهيم علیه السلام  دخپل قوم سره مباحثه

ابراهيم علیه السلام  ددعوت په ډګر کي زيار ايستونکى کس وو ، تل يې خپل قوم ديوه الله جل جلاله  دعبادت لوري ته رابلى . لومړى ابراهيم علیه السلام  خپل پلار ته دعوت ورکړ، هغه انکار وکړ، بيا ده خپل قوم ته دعوت ورکړ، هغو هم دده دعوت ونه مانه بلکي دجهالت پر لاري باندي ولاړل ،پر ده باندي به يې مسخرې کولې او پسخندونه به يې په وهل . ابراهيم علیه السلام  مهربانه ، سپېڅلى او تقواداره انسان وو ، له همدې وجه څخه دده دقوم  ګمراهي او سرګرداني دده لپاره دزغمولو وړه نه وه بلکي ده ټينګ عزم وکړ، چي خپل قوم ته ددې خرابو عقيدو څخه نجات ورکړي او خپل قوم دحق لوري ته راولي که څه هم ده ته په دې لاره کي ډېري ستړياوي او ستونزي پيښي سي او يا دده ژوند بيخي په خطر کي ولويږي.

ابراهيم علیه السلام  ډېر زېرک او دښه فکر لرونکى  و نو ځکه ده وغوښته چي خپل قوم ته داسي دلائل ووايي چي ددوى فکرونه اوذهنونه په کار ولويږي او دوى ته داسي خبري وړاندي کړي چي دوى خپله پر قانع سي او وې مني . ابراهيم علیه السلام  دا کار په دې هيله کاوه چي ګوندي دوى دهغه ډبرينو بتانو څخه چي دوى په خپل لاس جوړ کړي دي او بيا يې په خدايي نيولي دي ــ ځني تير سي او خپل اصلي او حقيقي خداى وپېژني او عبادت يې پيل کړي.

دابراهيم علیه السلام  قوم يوه ورځ درلوده چي په دغه ورځ به ټول خلګ دښارڅخه وتل هغه به يې داختر جشن جوړاوه ، ميلې به يې کولې او څو ورځي به هلته اوسېده . کله چي دغه ورځ راورسېده دده قوم دوتلو اراده وکړه نو ده ته يې هم وويل چي ته راسره ولاړسه او هلته زموږ سره په دې اختر کي ګډون وکړه .ابراهيم علیه السلام  چي دوخته يې لا اراده درلوده چي ددوى دغه بتان چي دوى په خپلو لاسو جوړ کړي دي مات يې کړي نو ځکه يې دوى ته بهانه وکړه او ورته وې ويل چي زه ناجوړه يم . که څه هم ابراهيم علیه السلام  کومه جسمي ناجوړي نه درلوده خو فکراً او روحاً ناجوړه  وو . کله چي دوى په ميله پسي ولاړل  ابراهيم علیه السلام  دبتان په وهلو او کټلو پيل وکړ ، ټول يې سره چپه کړه آخر يې تبر  راواخيستى ټول يې مات کړه يوازي يې هغه لوى بت پرېښودئ ددې لپاره چي قوم بيا پرده باندي دليل پيدا نه کړي  اوتبر يې راوخيستى دهغه بت په غاړه يې وروځړوئ کله چي يې دقوم خلګ راغلل ، په چټکۍ سره خپلي عبادت خانې ته ورغلل که يې وکتل ټول بتان يې تکه ، تکه ، پارچه ، پارچه پراته دي يوازي لوى بت پاته دئ او تبر يې په غاړه ځړيږي حيران پاته سوه ، بيا يې په لوړ اواز وويل : (من فعل بالهتنا انه لمن الظالمين) يعني چا دا کار زموږ دخدايانو سره کړى دئ ، بېشکه دغه کس دظالمانو څخه دئ.

دابراهيم علیه السلام  قوم تر يو وخت پوري په خپل معبد کي ګرځېده پر ټولو چوپتيا خوره وه ناببره يواواز راپورته سو او وې ويل :

قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ (60) (سورة الانبیاء ۶۰)  
 
دوى وويل : موږ اورېدلي دي چي يوځوان دئ دبتان عيبونه يادوي ابراهيم ورته ويل کيږي.
ښايي دغه بتان هم دغه ځوان مات کړي وي آخر داچي ددوى ټولو يقين سو چي دا کار هم ده کړى دئ بيا يې په ټولو داپرېکړه وکړه چي ابراهيم علیه السلام  ته به سخت عذاب ورکو يعني په داسي ډول به يې وژنو چي ټول خلګ ورته ګوري او ټول خلګ عبرت ځني واخلي څو خلګ بيا دداسي بدکار په کولو لاس پوري نه کړي نو ځکه يې په لوړ اواز ابراهيم علیه السلام  راوبولئ څو دعامو خلګو په محضر کي حاضر سي او ددې عامو خلګو په  مخ کي  په قتل ورسيږي .

ټول خلګ په دې لټه کي وه چي ابراهيم علیه السلام  ديوې عامي ټولى په وړاندي حاضر کړي او بيا يې په قتل ورسوي ، دوى هڅه کول چي زيات خلګ سره راجمع سي او بيا دى راولي او په سزا يې ورسوي . حال داچي دابراهيم علیه السلام  همدغه ارزو چي ډېر خلګ سره راجمع سي او بيا دبتانو پربطلان باندى  دلائل ورته ووايي . دبله پلوه زيات شمېر خلګ راغلل ، هرسړي کوشش کاوه چي دغه ځاى ته ځان ورسوي او هغه سخت عذاب وويني چي خلګ يې ابراهيم علیه السلام  ته ورکوي او دده قصاص وويني همدا وجه وه چي زيات شمېر خلګ راجمعه سوه ابراهيم علیه السلام  يې منځته راويستل سو او په محکمه يې پيل وسو، عجيبه داده چي ددوى دغه ټولېدنه ابراهيم علیه السلام  غوښته . دابراهيم علیه السلام  محکمه په لاندي ډول وه :

محاکمه

ابراهيم علیه السلام  محکمې ته راوستل سو خلګو ټولو خپلي سترګي دې خواته وې چي دابراهيم علیه السلام  جواب او مناقشه واوري نوځکه دوى لومړى پوښتنه ځني وکړه :
 
   قَالُوا ءَأَنْتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ (62) (سورة الانبياء)  

ژباړه :دوى ورته وويل : اې ابراهيمه!دغه زموږخدايان تا مات کړي دي ؟ ده ورته وويل : بلکي هغه لوى ستاسو هغه لوى خداى مات کړي دي نو تاسو پوښتنه ځني وکړئ که خبري کولاى سي.

ابراهيم علیه السلام  ته الله جل جلاله  بې سارې زياته پوهه ورکړې وه نو ځکه يې وغوښتل چي همدلته به دخپل رسالت ابلاغ کوي ، هغوى غوښته چي دى ووژني ده بيا غوښتل چي الهي احکام دوى ته دعوت کړي او الهي رسالت دوى ته ورسوي . داچي حالت ډېر نازک وو نو ځکه ده دخپلي پوهي په مټ ددوى دپوښتني جواب داسي ووايه چي بيخي يې موضوع بل لوري ته بوتل ،داسي الفاظ يې ورته وويل چي دوى هم حيران سي او الهي رسالت هم ابلاغ کړي ، داوو چي ده په جواب کي ورته وويل :

قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ (63) (سورة الانبياء) 
ژباړه : ده ورته وويل : بلکي هغه لوى ستاسو هغه لوى خداى مات کړي دي نو تاسو پوښتنه ځني وکړئ که خبري کولاى سي.

دابراهيم علیه السلام  دغه دليل داسي غاښ ماتونکى دليل وو چي دوى هيڅ فکر نه کاوه ، داسي دليل وو چي دوى يې دخوب څخه رابيدار کړه په نتيجه کي دوى حيران پاته سوه ، دويلو هيڅ توان يې نه درلودئ ، يودبله يې سره وکتل او يو پر بل يې ملامتيا سره وويل لکه چي الله جل جلاله  يې بيان کوي :

 فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنْتُمُ الظَّالِمُونَ (64) (سورة الانبياء)  
ژباړه : نو دوى وګرځېدل بيا يې وويل : بېشکه تاسو خو خامخا ظالمان ياست  ( دوى په خپلو  منځو کي سره وويل چي تاسو خو ظالمان ياست چي دداسي چا بندګي کوئ چي هغه خبري لا هم نسي کولاى )

يا ددوى مطلب داوو چي يو دبله يې سره وويل چي تاسو دغه بتان په ښار کي پرې ايښي وه کوم ساتونکى مو نه وو ورته پرې ايښي ، کله چي هغه چا مات کړه چي ايمان يې نه پر درلودئ اوس مونو ژبي وتړل سوې ددليل لپاره هيڅ نه لرئ . تردې وروسته يې ده ته وويل :
 
لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاءِ يَنْطِقُونَ (65)  (سورة الانبياء)  

ژباړه : (اوابراهيم علیه السلام  ته يې وويل:) بېشکه ته پوهېږې چي دغه بتان خبري نه سي کولاى

يعني اې ابراهيمه! ته پوهېږې چي دا داسي بتان دي چي خبري نه سي کولاى ، نه سوال ته جواب ويلاى سي او نه خبري کولاى سي نوموږ څنګه دداسي بتان څخه پوښتنه وکړو چي دابتان چا مات کړل؟ ته موږ ته وايې چي ددغه بتانو څخه پوښتنه وکړه ، حال داچي دا بتان يوازي جامدي ډبري دي هيڅ اورېدل نسي  کولاى . ددوى دغه خبري اصلاً په دې اعتراف وو چي زموږ خدايان ناتوانه دي ، هيڅ درک او پوهه نه لري او نه کومه تونايي لري آن تردې چي څوک خپله پرده باندي يرغل کوي دځان دفاع لانسي کولاى نو بل چاته به څه تاوان او څه ګټه ورسوي؟ داهغه شېبې وې چي ابراهيم علیه السلام  ددغه سرکښانو جلو راټينګ کړ اوخپل دليل يې پياوړى او برلاسى کړئ په همدې وخت کي ابراهيم علیه السلام  ته زمينه مساعده سوه او ددې فرصت په لاس ورغلى چي پردوى باندي الزام ولګوي ، دوى ته ددوى ناپوهي ورپه ګوته کړي ، دهغه باطل څرګندونه ورته وکړي چي دوى په اخته دي نو ځکه يې په دليل ويلو پيل وکړئ او وې فرمايل :

قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ (66) أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (67) (الانبياء الايتان ٦٦ ، ٦٧)

 ژباړه : ابراهيم علیه السلام  وويل: ايا تاسو ديوه داسي چا عبادت کوئ دالله جل جلاله  ماسوا چي تاسو ته نه ګټه رسولاى سي او نه  تاوان درسولاى سي ، تاسو ته ناخوښه ده او هغه څه چي تاسو يې عبادت کوئ دالله جل جلاله  ماسوا ايا تاسو نه پوهيږئ.

کله چي دابراهيم علیه السلام  قوم په خپل کار کي ناکامه سو دخپلي رسوايۍ څخه وبېرېده ، هيڅ دليل يې نه درلودئ چي په هغه دليل سره ابراهيم علیه السلام  ملزم کړي نو په زور يې ګوتي پوري کړې څو په دې لاره سره خپله ماته پټه کړي او پر خپله باطله عقيده باندي پرده واچوي هغه وو چي دوى وويل : 

 قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (68) (سورة انبياء الاية ٦٨)
ژباړه : دوى وويل : ابراهيم علیه السلام  وسوځئ او دخپلو خدايانو ننګه وکړئ که تاسو کونکي ياست.
 
 
ابراهيم علیه السلام  په اور کي سوځي

دابراهيم علیه السلام  قوم دده دسوځولو لپاره اقدام وکړ، داچي ولي يې ابراهيم علیه السلام  په اورسوځى؟ ددوى په آند دا دابراهيم علیه السلام  جرم وو چي ددوى دخدايانو سپکاوى يې کړى وو او ددى خدايان يې په بې پروايۍ سره مات کړي وه بالاخره په بټو ټولولو يې پيل وکړئ دا کار دوى دخدايانو قرباني بلل آن تردې چي يوه ښځه به ناروغه سوه نو نذر به يې ومانه چي که زه جوړه سوم زه به دابراهيم علیه السلام  دسوځولو لپاره بوټي ټولوم . لنډه داچي دوى دبټو ټولولو لپاره پوره هڅي کولې دابراهيم علیه السلام  سزا يې له دې وجهي څخه ځنډولې وه چي ښه ډېر بوټي ټول کړي . بوټي يې خورا ډېر سره جمعه کړه چي بيخي ددوى داور بلولو ځاى تنګ سو وروسته يې دغه اور ولګاوه ، لمبې پورته سوې ، ابراهيم علیه السلام  يې لاس تړلى ورته راوستى او اور ته يې وروغورځاوه . ابراهيم علیه السلام  دخپل لوى خداى جل جلاله  ترنظارت لاندي وو ، کله به حقيقي خداى جل جلاله  خپل رښتينى استازى دظالمانو او ګمراهانو په لاس په اورسوځي ؟ کله چي ابراهيم علیه السلام  اور ته وغورځول سو الله جل جلاله  امر وکړ،

قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69) وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ (70)  (سورة الانبياء الايتان ٦٩ ، ٧٠)

ژباړه :موږ وويل : اې اوره! يخ اوسلامت سه پر ابراهيم علیه السلام  باندي ، دوى وابراهيم علیه السلام  ته دچل اراده وکړي نو موږ دوى دسختو تاوانيانو څخه وګرځول.

وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ (51) إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنْتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ (52) قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءَنَا لَهَا عَابِدِينَ (53) قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (54) قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنْتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ (55) قَالَ بَلْ رَبُّكُمْ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ (56) وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ (57) فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ (58) قَالُوا مَنْ فَعَلَ هَذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ (59) قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ (60) قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ (61) قَالُوا أَأَنْتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ (62) قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ (63) فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنْتُمُ الظَّالِمُونَ (64) ثُمَّ نُكِسُوا عَلَى رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاءِ يَنْطِقُونَ (65) قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ (66) أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (67) قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (68) قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69) وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ (70) (سورة الانبياء الايات ٥١ الي ٧٠)
 
ژباړه :بېشکه موږ ابراهيم علیه السلام  ته لار موندنه ورکړې وه او موږ تردې وړاندي پر ده باندي علم لرونکي و، ياده کړه هغه وخت چي ابراهيم علیه السلام  خپل پلار او قوم ته وويل : دا څنګه بتان دي چي تاسو يې عبادت کوئ؟ دوى په جواب کي ورته وويل :داهغه بتان دي چي زموږ پلرونو يې عبادت کاوه . ابراهيم علیه السلام  ورته وويل :تاسو او ستاسو پلرونه په څرګنده ګمراهي کي واست . قوم يې ورته وويل :ته موږ ته حق بيانوې او که بازۍ کوې ؟ ابراهيم علیه السلام  ورته وويل :بلکي ستاسو رب هغه ذات دئ چي داسمانو او مځکي رب دئ ، هغه رب دئ چي مځکه او اسمانونه يې پيدا کړي او زه پردغه باندي شاهد يم ، په الله جل جلاله  قسم کوم چي زه به ستاسو دبتانو علاج کوم وروسته تردې چي تاسو شاوګرځوئ يعني چي تاسو په مېله ولاړ سئ.ابراهيم علیه السلام  بتان رېزه ،  رېزه کړه مګر هغه غټ بت يې مات نه کړ، ددې لپاره چي دوى ورته  رجوع وکړي . (کله چي دوى راغلل ) وې ويل : دا بتان چا مات کړي دي؟ بېشکه دغه کس دظالمانو څخه دئ ، دوى وويل : موږ اورېدلي دي چي يوځوان دئ دبتان عيبونه يادوي ابراهيم ورته ويل کيږي ، دوى وويل : تاسو يې راولى دخلګو په مخ کي چي شاهدي باندي ادا کړي . دوى ورته وويل : اې ابراهيمه!دغه زموږخدايان تا مات کړي دي ؟ ده ورته وويل : بلکي هغه لوى ستاسو هغه لوى خداى مات کړي دي نو تاسو پوښتنه ځني وکړئ که خبري کولاى سي ، نو دوى وګرځېدل بيايې وويل : بېشکه تاسو خو خامخا ظالمان ياست ( دوى په خپلو  منځو کي سره وويل چي تاسو خو ظالمان ياست چي دداسي چا بندګي کوئ چي هغه خبري لا هم نسي کولاى ) بيا يې لاسونه پر سر ونيول (اوابراهيم علیه السلام  ته يې وويل:) بېشکه ته پوهېږې چي دغه بتان خبري نه سي کولاى ،ابراهيم علیه السلام  وويل: ايا تاسو ديوه داسي چا عبادت کوئ دالله جل جلاله  ماسوا چي تاسو نه ګټه رسولاى سي او نه  تاوان درسولاى سي ، تاسو ته ناخوښه ده او هغه څه چي تاسو يې عبادت کوئ دالله جل جلاله  ماسوا ايا تاسو نه پوهېږئ؟ دوى وويل : ابراهيم علیه السلام  وسوځئ او دخپلو خدايانو ننګه وکړئ که تاسو کونکي ياست.موږ وويل : اې اوره! يخ اوسلامت سه پر ابراهيم علیه السلام  باندي ، دوى وابراهيم علیه السلام  ته دچل اراده وکړه نو موږ دوى دسختو تاوانيانو څخه وګرځول.

دابراهيم علیه السلام  واده کول

کله چي ابراهيم  علیه السلام  ځوان سو نو ديوې ښځي سره يې نکاح وکړه چي ساره رضی الله عنها نومېده دغه ښځه وچه وه اولاد يې نه کېدئ همدا وجه وه چي ابراهيم  علیه السلام  داسماعيل علیه السلام  دمور هاجرې رضی الله عنها سره نکاح وکړه البته الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  ته هغه وخت زوى يعني اسحاق علیه السلام   ورکړ، چي سپين ږيرى سوى وو . ملائکو چي کله ساره رضی الله عنها ته په زوى سره زېرى ورکړ، دا په تعجب کي سوه او خپل تندى يې وټکاوه او ملائکو ته يې وويل :
 
قَالَتْ يَا وَيْلَتَا أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ (72) (سورة هود الاية ٧٢)
ژباړه : دې وويل : اې افسوسه! ايا زه به اولاد زېږوم ؟ حال داچي زه سپين سري يم او دغه زما خاوند دئ سپين ږيرى دئ ، بېشکه دايو ډېر عجيب کار دئ.

ملائکو ددې په جواب کي وويل : 

 قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ رَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَجِيدٌ (73) (سورة هود الاية ٧٣)

   ژباړه :ايا ته تعجب کوې دالله جل جلاله  په کار کي ، دالله جل جلاله  دلوري څخه دي رحمت او برکت وي پرتاسو باندي اې دکور خاوندانو! بېشکه دالله جل جلاله  زيات حمد ويل کيږي او ډېر لوى ذات دئ.

په همدې ډول ابراهيم علیه السلام  بيخي دزوړ والي حالت ته رسېدلى وو چي الله جل جلاله  دزوى خاوند کړ، دا کار دالله جل جلاله  کامل قدرت څرګندوي او دده ددغه زوى پيدا کېدل دده ددعا پايله وه چي الله جل جلاله  ته يې کړې وه  او الله جل جلاله  قبوله کړې وه ، ده داسي دعا کړې وه :
 
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَهَبَ لِي عَلَى الْكِبَرِ إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبِّي لَسَمِيعُ الدُّعَاءِ (39)  (سورة ابراهيم الاية ٣٩)

ژباړه : الله جل جلاله  لره دي حمد وي چي ماته يې دسپين ږير والي په حالت کي اسماعيل او اسحاق راکړه بېشکه زما رب ددعا زيات اورېدونکى دئ.

ابراهيم علیه السلام  دپلار سره دعراق دسيمي څخه وکوچېده دکنعانيانو يعني دبيت المقدس ښارونو ته ولاړل هلته شام ته نژدې په حران نومي ښار کي مېشت سوه .پلار يې په همدغه ځاى په ٢٥٠ کلنۍ کي وفات سو.

 ددغه ښار خلګو اووه ګوني ستوري په خدايي ګڼلي وه او ددغه او د ستورو  پرستش يې  کاوه. دابن کثير دروايت له مخي دشام خلګو هم دغه عبادت کاوه . کله چي به ددغه سيمو خلګو عبادت کاوه نو مخ به يې قطب شمالي ته کاوه څو دټولو ستورو پرستش راسي .له همدې امله ددمشق دپخواني ښار پر هره دروازه باندي ديوه ستوري مجمسه ولاړه وه . دوى ستورو ته قربانۍ کولې ، ستورو ته به يې جشنونه جوړول . په دغه ډول هغه سيمه چي ابراهيم علیه السلام  پکښي مېشت سوى وو يعني دحران خلګو هم په دغه ډول دستورو عبادت کاوه. په دغه زمانه کي دمځکي دمخ ټول اوسېدونکي دابراهيم علیه السلام  ، دده دمېرمني او دده دوراره لوط علیه السلام  پرته ټول  کافران وه . همدا ابراهيم علیه السلام  چي الله جل جلاله  دګمراهۍ اومفاسدو دلمنځه وړلو لپاره وسيله جوړ کړ، الله جل جلاله  ابراهيم علیه السلام  دپوره ، غښتلو او چوپونکو دلائلو سره يوځاى لېږلى وو . ده ته الله جل جلاله  دماشومتوب څخه هدايت کړى وو اوپوره علم يې ورکړى وو له همدې امله ابراهيم علیه السلام  تېز نظر درلودئ ، ټينګ عزم يې درلودئ ، دخپل قوم سره يې مجادله او مناظره کول . دهغه دلائلو په مټ چي الله جل جلاله  ده ته ورکړي وه دى پر خپل قوم باندي برلاسى سو خپل مخالفين يې مغلوب کړه او دمقابلې توان يې نه درلودئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ (51)   (سورة انبياء الاية ٥١)
ژباړه :بېشکه موږ ابراهيم علیه السلام  ته لار موندنه ورکړې وه او موږ تردې وړاندي پر ده باندي علم لرونکي وو.

دنمرود سره دابراهيم علیه السلام  خبري او مباحثه
ابراهيم علیه السلام  په خپل ژوند کي دسختو تکليفونو سره مخ وو په دغه زمانه کي خلګ په شرک اوګمراهۍ اخته وه په دغه زمانه کي ديوه ظالم انسان يعني نمرود ظالمانه او سرکښه واکمني وه چي دخدايۍ دعوه يې درلوده په پاچاهي او لويي کي يې دالله جل جلاله  سره جګړه کول دغه سرکښه انسان چي دخدايۍ دعوه يې درلوده نمرود نومېدئ او دکنعان زوى وو . نمرود دهغه څلورو پاچهانو له ډلي څخه دئ چي پردرسته نړۍ يې حکومت کړى دئ ،  مؤرخينو ليکلي دي چي پر  درسته نړۍ باندي څلورو تنو حکومت کړى دئ چي دوه يې مؤمنان او دوه يې کافران دي . دمؤمنانو څخه يې يو ذوالقرنينرحمة الله علیه دئ چي الله جل جلاله  يې يادونه په سورة کهف کي کړې ده او  دوهم تن يې سليمان علیه السلام  دئ چي دداود علیه السلام  زوى وو . دکافرانو څخه يو نمرود او بل بخت نصر دئ . ددوى پرته بل هيچا پر درسته نړۍ باندي حکومت نه دئ کړى بلکي پر يوه ښار يا دوو ښاروو به يې حکومت وو لکه فرعون چي پر مصر يې حکومت کاوه.

مؤرخينو ليکلي دي : نمرود څلور سوه کلونه حکومت کړى دئ ، ده په خپل حکومت کي دکامل بغاوت اوسرکښۍ څخه کار اخيستى چي آن بيخي دخدايۍ دعوه يې لاهم وکړه همدا وجه  وه چي دالله جل جلاله  غوره دوست ابراهيم علیه السلام  ددغه لوى کافر نمرود سره خبري او مباحثه پيل کړه دنمرود دلائل يې باطل کړه او خپل قوي دليل يې ورته ثابت کړ. ابراهيم علیه السلام  په دغه مناظره کي پر نمرود باندي برلاسى سو . دغه مناظره هغه وخت رامنځته سو چي ابراهيم علیه السلام  دنمرود سره مخ سو ، نمرود پوښتنه ځني وکړه چي ستا خداى څوک دئ ؟ ايا ته زما پرته بل خداى لرې ؟ ابراهيم علیه السلام  په جواب کي ډېر ښه معقوله وينا ورته وکړه هغه داچي ده ورته وويل : 

رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ  (سورة البقرة الاية ٢٥٨)
ژباړه : زما رب هغه څوک دئ چي مړه کېدل او ژوندي کېدل کوي.

ابراهيم  علیه السلام  نمرود ته وويل : زما داسي خداى جل جلاله  دئ چي مړي ژوندي کولاى سي او ژوندي مخلوقات وژلاى يعني کولاى سي چي دمړې نطفې څخه ژوندى مخلوق جوړ کړي ، هم کولاى سي ژوندى مخلوق بېرته مړ کړي او هم کولاى سي چي ژوندى مخلوق مړ سي بېرته يې دستي يا دڅه وخت وروسته ژوندى کړي . نمرود چي ناپوهي او جهالت يې زيات وو دا خبره يې درک نه کړه چي احياء او اماتت دالهي صفاتو څخه دئ ــ ابراهيم  علیه السلام  ته يې په بې عقلۍ سره وويل : زه هم مړه کېدل او ژوند ي کېدل کولاى سم . ابراهيم علیه السلام  پوښتنه ځني وکړه چي څنګه مړه کېدل او ژوندي کېدل کولاى سې؟ نمرود ورته وويل : دستي به يې درته وښيم ، بيا يې امر وکړ، چي داسي دوه کسان راولى چي داعدام حکم پر وتلى وي ، کله چي يې دوه داسي کسان راوستل چي داعدام حکم پر وتلى وو نو جلاد ته يې امر وکړ، چي ديوه سره ور ووهه ، جلادهم ديوه سر ور وواهه يعني مړ يې کړ، او هغه بل يې پرېښودئ ،نمرود اجازه ورکړه چي پر خپله لاره ولاړ سي . بيا نمرود ابراهيم  علیه السلام  ته وويل : وګوره ! دغه دئ يو مي مړ کړ، او بل مي ژوندى کړ، دادئ زه هم مړکېدل او ژوندي کېدل کولاى سم. ابراهيم علیه السلام  چي دده بې عقلي او ناپوهي وليدل دستي يې يو بل داسي دليل ورته ووايه چي ده ته دغه دبې عقلۍ لاره هم نه سوه پاته، ابراهيم علیه السلام  پرته له دې چي  چوپ او بې جوابه پاته سي . ده ته يي وويل:

إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ  (سورة البقرة الاية ٢٥٨)

ژباړه : ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : زما رب دختيځ لوري څخه لمر راخېژوي ته يې دلوېديز لوري څخه را وخېژوه .

دايو داسي غاښ ماتونکى دليل وو چي نمرود ددې دليل په  مقابل کي هيڅ نه سواى ويلاى نه يې کومه مجادله کولاى سواى او نه يې مکابره کولاى سواى پرته له دې چي چوپ او بې جوابه پاته سي ځکه دا يوه داسي ښکاره خبره وه چي که ته رشتيا خداى يې ، عالمي نظام اداره کوي نو ونيسه ! لمر دختيځ له خوا راخيږي او ته يې دلويديځ له خوا راوخيژوه ! په دې حالت کي نمرود وشرمېدئ هيڅ يې نه سواى ويلاى الله جل جلاله  يې داسي حکايت کوي :

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (258)   (سورة البقرة الاية ٢٥٨)

ژباړه : ايا ته نه ګورې وهغه چاته چي دابراهيم علیه السلام  سره په خپل رب کي دليل وايي او الله جل جلاله  پاچاهي ورکړې وه ، کله چي ابراهيم علیه السلام  وويل : زما رب مړ کېدل او ژوندي کېدل کوي هغه پاچا (نمرود) وويل: زه هم مړ کېدل او ژوندي کېدل کوم ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : زما رب دختيځ لوري څخه لمر راخېژوي ته يې دلوېديز لوري څخه را وخېژوه . کافر (نمرود) ناتوانه سو او الله جل جلاله  وظالم قوم ته هدايت نه کوي.

په همدې ترتيب ددغه مباحثې په  پايله کي دحق اواز په فضا کي منعکس  او نشر سو، دباطل ږغ چوپ اوخاموش سو. اخر داچي حق څرګند اوروښانه سو ، باطل چوپ او سره وپېچل سو.
سديرحمة الله علیه ليکي : دغه پېښه يعني دنمرود اوابراهيم علیه السلام  مباحثه او مناظره هغه وخت رامنځته سوه چي ابراهيم علیه السلام  داور څخه راوواتى ، نمرود په هغه ورځ نه وو موجود کوم چي ټول خلګ سره راټول سوي وه او دابراهيم علیه السلام  سره يې دبتانو دماتولو په اړه محاکمه کول.

مصر ته دابراهيم علیه السلام  کوچېدنه

قحطۍ او وچکلۍ دفلسطين ټول ښارونه وځپل له همدې امله ابراهيم علیه السلام  دمصر لوري ته وکوچېدى . دابراهيم علیه السلام  سره په دغه سفر کي دده مېرمن ساره رضی الله عنها ورسره وه ، ساره رضی الله عنها داسي ښايسته ښځه وه چي په ښکلا او ښايست کي يې سارى نه درلودئ خو بدبختانه دابراهيم علیه السلام  په محرمات کي يو ظالم تن ددغه سيمي پاچاته خبر ورکړ، چي دلته يو سړى دئ ډېره ښايښته ښځه ورسره ده . دغه پاچا اسنان بن علوان نومېدئ ، داسي پاچا چي ډېر ظالم او بدخويه انسان وو دده عادت داوو چي کله به پر دغه سيمه باندي يوڅوک تېرېدئ او ښايسته ښځه به ورسره وه ده به هغه ښځه ځني راګرځول په همدې وجه کله چي ده ته دابراهيم علیه السلام  او مېرمني په اړه معلومات ور ورسېدئ نو دستي يې سړي ورولېږى او ابراهيم علیه السلام  يې خپل حضورته وغوښتى ،دده څخه يې پوښتنه وکړه چي دغه ښځه دي څه ده ؟ ده ورته وويل : دازما خور ده بيا ابراهيم علیه السلام  راغلى سارةرضي الله عنها ته يې وويل چي ما پاچا ته ويلي دي چي دا زما خور ده نو په مځکه کي خو زما پرته بل څوک مؤمن نسته ستا څخه که يې پوښتنه  وکړه ته هم ورته ووايه چي دى زما ورور دئ يعني ددين ورور مي دئ ته ما مه درواغجن کوه . کله چي پاچا سارةرضي الله عنها وروغوښته پوښتنه يې ځني وکړه چي دغه سړي دي څه دئ ؟ دې ورته وويل چي دا مي ورور دئ بيا پاچا دې ته په بده اراده لاس ورواچوى  دپاچالاس وچ سو کله چي يې لاس وچ سوډېر سخت حيران سو او دډېري پرېشانۍ له وجهي نژدې وو چي بېهوښه سي.بيا يې دې ته وويل چي ته ماته دعا وکړه چي زه ددې حالت څخه خلاص سم زه تاته هيڅ تاوان نه رسوم. کله چي پاچا ددغه عذاب څخه خلاص سو بيا يې دې ته لاس ورواچوى بيا په عذاب اخته سو بيا يې ددې څخه ددعا غوښتنه وکړه چي الله جل جلاله  يې خلاص کړي بيا به دې ته هيڅ تاوان نه رسوي ، دې مبارکي بيا دعا ورته وکړه دى خلاص سو ، دريم واري يې بيا لاس ور واچوى بيا په عذاب اخته سو بيا يې ددې څخه ددعا غوښتنه وکړه دې بيا دعا ورته وکړه کله چي دعذاب څخه خلاص سو نو دې ته يې يوه مينځه خادمه دهاجرې په نوم ورکړه او خپلو خلګو ته يې وويل چي تاسو ماته انسان نه دى راوستلى بلکي شيطان مو راوستلى دئ . سارةرضي الله عنها چي را ووتل ابراهيم علیه السلام  پر لمانځه ولاړ و نو ځکه يې دې ته اشاره وکړه چي څنګه سو؟ دې ورته وويل : الله جل جلاله  دکافر حيله او چل خنثا کړى او هاجرة يې زما دخدمت لپاره راکړه. ابوهريرة رضی الله عنه فرمايلي دي : دا هم ستاسو مور ده اې داسمان داوبو زامنو. يعني هاجره ستاسو مور ده اې داوبو زامنو ! ددې څخه مراد عرب دي.

اخر داچي الله جل جلاله  په خپل عصمت سره سارة رضی الله عنها دظالم دمنګولو څخه وساتل او بېرته يې خپل دوست ابراهيم علیه السلام  ته راورسول.

داسماعيل علیه السلام  زېږد 

ابراهيم علیه السلام  دمصر څخه بېرته  فلسطين ته وکوچېدئ دده سره په دغه سفر کي ساره رضی الله عنها او ددې مينځه هاجره رضی الله عنها ملګرې وه .ساره رضی الله عنها وچه وه اولاد يې  نه کېدئ او داولاد دپيدايښت څخه هم ناهيلې وه ځکه  ډېره سپين سرې سوې وه ،عمر يې اوياوو کالو ته رسېدلى وو، ملايې دوه  ځايه سوې وه  او ابراهيم علیه السلام  هم ډېر سپين ږيرى وو له همدې وجهي څخه ساره رضی الله عنها خپله مينځه هاجره رضی الله عنها ابراهيم علیه السلام  ته وبخښل او اشاره يې ورته وکړه څو دهاجرې  رضی الله عنها سره نکاح وکړي او بيا ورسره يوځاى سي ، ګوندي الله جل جلاله  اولاد ورکړي او دابراهيم علیه السلام  سره به دژوندانه په تکليفونو کي  همکاره وي . ابراهيم علیه السلام  دساره رضی الله عنها په اشاره عمل وکړ، دهاجرې رضی الله عنها سره يې نکاح وکړه او ورسره يوځاى سو الله جل جلاله  داسي زوى ورکړ، چي ډېر هوښيار او نابغه انسان وو چي دنسله څخه يې خاتم النبيين سيدنا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وزېږېدئ.

ابراهيم علیه السلام  ته الله جل جلاله  په ٨٧ کلنۍ کي اسماعيل علیه السلام  زوى ورکړ، دې کار دابراهيم علیه السلام  روحيات پياوړي کړه او دڅښتن تعالى جل جلاله  شکر ګذاره بنده جوړ سو. ساره رضی الله عنها ښايي په ښکاره دابراهيم علیه السلام  سره په دې خوشالي کي ګډون کړى وي خو دغم ، ناهيلۍ ، افسوس هغه اور چي ددې پرزه باندي يې يرغل کړى وو دا يې ارام ته نه پرېښوده ځکه تل به يې په زړه کي داسي خبري وې چي دې په نبوي کورنۍ کي دژوندانه زياته برخه تېره کړې ده ، ډول ، ډول ستونزي ، غمونه او تکليفونه يې ليدلي دي خو دا داولاد دميني دسيوري څخه بې برخي ده ، کاشکي ددې سينه هم دالهي پېرزويني څخه سوکاله واى او په دغه حالت کي دميني سمبول اولاد لرلاى . اخر داچي ساره رضی الله عنها دې حالت ته ورسېده چي نور يې ددې حوصله دلاسه ورکړه چي خپلي بني زوى ته وګوري ، بله هيڅ لاره ورپاته نه سوه پرته لدې چي ابراهيم علیه السلام  ته وايي چي هاجره او زوى يې زما څخه ليري کړه ، زما دکور څخه يې  وباسه او زما څخه يې غايب کړه . پدې کارو کي الهي حکمت نغښتى وو چي ددې په زړه کي داسي پيښي ور وړاندي کېدې . ابراهيم علیه السلام  دالله جل جلاله  په امر هم داسي وکړه اسماعيل  علیه السلام  او هاجره رضی الله عنها يې دکور  څخه سپاره راوايستل دښتونه او پراخي سيمي يې طى کړې آن تردې چي دمکې نااباده او وچو غرو ته يې راورسول . دوى دواړه يې داسي سيمي ته راورسول چي نه يې اوبه درلودې او نه يې واښه درلوده ، نه په دې سيمه کي انسان اوسېدئ او نه بل داسي څوک چي انساني الفت ورسره مينه کولاى . په دغه وخت کي په مکه کي هيڅوک نه اوسېدل  او نه کومه ابادي پکښې وه .

 ابراهيم علیه السلام  دوى دواړه په دښت کي ديوې درختي لاندي چي دزم زم دڅاه وڅنګ ته ولاړه وه پرېښودل.دخرماوو يوه غنچه او يو لوښى اوبه يې ورته پرېښودلې . ابراهيم علیه السلام  بېرته دفلسطين لوري ته حرکت وکړ، هاجرې رضی الله عنها په ابراهيم علیه السلام  پسي ږغ وکړ، چي اې ابراهيمه ! موږ دي په دې ځاى کي چاته پرېښودو چي نه انسان سته او نه کومه ابادي سته ؟ ابراهيم علیه السلام  په دې موخه چي دا الهي نافرماني ونه کړي هيڅ ږغ يې ورته ونه کړ، هاجرې رضی الله عنها خپله خبره په بيا بيا تکرار کړه خو ابراهيم علیه السلام  هيڅ جواب نه ورته وايه . اخرهاجرې رضی الله عنها ورته وويل : اې ابراهيمه! ايا تا داکار دالله جل جلاله  په امر کړى دئ ؟ ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : هو ، هاجرې رضی الله عنها ورته وويل : الله جل جلاله  هيڅکله موږ نه ضايع کوي.

الله اکبر ........ دا ايمان وو .... سبحان الله څومره لوى خداى دئ ، څومره عجيب او غريب انسانان يې پيدا کړي دي ، څومره ټينګي او مظبوطي عقيدې يې پيدا کړي ، څومره پر دين مين انسانان يې پيدا کړي . داسي پيښي دي چي نژدې ده چي بيخي به څوک باور پر ونه کړي.
 
تاسو وګورئ! دابراهيم علیه السلام  څومره زړه سکون او ارام درلودئ چي خپل ماشوم زوى اوخپله مېرمن هاجره رضی الله عنها يې پردې چول بيابان باندي پرېښودل چي نه څه دخوراک سته ، نه ابادي سته اونه کوم انسان سته ، ددې زړه به څه حال وو؟ چي دنهايتي کمزورى په حالت کي يې زوى پيدا کړى دئ بيا يې دالله جل جلاله  په امر په هلاکونکي دښت کي پريږدي؟ بلکي دازړه دارام او سکون په فضا کي دالله جل جلاله  لپاره  هر څه کول.

دبله پلوه هاجرې رضی الله عنها ته وګورئ!څنګه يې الهي امر ته غاړه کښېښوده چي په يوه داسي ځاى کي پاته سي چي هلته نه اوبه سته او نه خوراک او نه بل انسان سته تش په دې خبره يې دزړه ډاډ وو چي دا الهي امر دئ زه به يې قبلوم . ځان يې لوږي ، تندي ، دليوانو خوراک او بيري ته ورکړ، دې ته حقيقي ايمان وايي.  

کله چي ابراهيم علیه السلام  دخپلي مېرمني او زوى څخه روان سو نو دبيت الله شريف پر لوري يې حرکت وکړ، کله چي دبيت الله شريفي مقام ته ورسېدئ لاندي دعا يې وويل:
 
رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (37)  (سورة ابراهيم:٣٧)

ژباړه : اې زما ربه ! ما خپل اولاد په يوه داسي شېله کي پرېښودئ چي هيڅ کښت پکښي نسته ، ستا دمحترمي بيتې په وړاندي ده ، اې زموږ ربه ! ددې لپاره چي لمونځ برپايه سي نو زړونه دځيني خلګو دلته راجلب کړه او دوى ته  دميوو څخه رزق ورکړه ددې لپاره چي ستا شکر ادا کړي.
 

دزم زم اوبو روانېدل اودمکې جوړښت

هاجره  رضی الله عنها دخپل زوى سره په همدې وچ ډګر کي پاته سوه ، کومي اوبه چي ددوى سره وې هغه يې وچيښلې اخر هغه اوبه خلاصي سوې او لوښى تش سو ، دا او زوى يې دواړه ډېر سخت تږي سوه ، زوى يې دتندي څخه ډېر سخته ژړا پيل کړه ، داهغه ازمويښت وو چي هر انسان يې توان نه لري ، هاجرې رضی الله عنها هيڅ ناصبري نه ده کړې بلکي په پوره همت او مېړانه سره يې ددې حالت سره مبارزه کول . سل افرينه پرداسي بي بي باندي چي په داسي حالت کي چي دالله جل جلاله  پرته بل هيڅوک نسته ، سخته ګرمي ده ، سخته تنده ده ، سخته لوږه ده ، وچ بيابان دئ ، داولاد تکليف دئ داسي تکليف چي زوى يې دسختي تندي څخه په ژړا اخته دئ او دليونانو سخته بېره ده بيا هم دامبارکه بي بي الهي نافرماني نه کوي بلکي په پوره همت سره صبر کوي ، په دې هيله دالهي رحمت دراتګ شېبې څاري او ددې هيلي دپوره کېدو لپاره يې دصفا دغره ولوري ته مخه کړه ، دصفا غر په دغه ځاى کي ترټولو نژدې غر وو کله چي دصفا غره ته وخته شاوخوا يې وکتل چي ګوندي يو څوک وويني او ديوې شي غوښتنه ځني وکړي ، شاوخوا يې وکتل هيڅوک يې ونه ليدئ بيا راکښته سوه ، شېلې ته چي راشوه سوه نو په ځغاسته سوه ځکه په دغه شېله کي به ددې څخه خپل ماشوم زوى نهام سو نوځکه به دې وځغستل او دمروا غونډۍ ته به وختل بيا يې شاوخوا وکتل څوک يې ونه لېدئ ، دې مبارکي دغه تګ صفا اومروا غونډۍ څو ځلي ترسره کړ، اخر چي دمروا غونډۍ پر سر ولاړه وه چي ږغ يې واورېدئ دې داسي اواز ورته وکړ: موږ ته نجات راکړئ.   بيا راکښته سوه چي وې کتل يوه ملائکه يې وليدل .

 دغه ملائکه جبرائيل علیه السلام  وو ، دې چي وکتل جبرائيل علیه السلام  په خپل وزر باندي يوه چينه کندل او اوبه ځني راوتلې دغه چينې ته زم زم چينه وايي دا مبارکه چابکه راغلل او ژر ، ژر يې داوبو لوښى ډک کړ،او پر اوبو يې شاوخوا خاوري راګرځولې ددې لپاره چي بې ځايه ولاړي نسي ، کله چي به دې اوبه ځني واخيستې بيا به اوبه پکښي پيدا سوې. بيا ملائکي دې ته وويل : اې هاجرې ! دخپل ځان اوزوى په اړه فکر مه کوه چي تاسو به هلاک سئ بلکي دلته به دالله جل جلاله  بيته ستاخاوند او ستازوى انشاء الله  جوړه کړي.تردې وروسته ملائکه ورکه سوه او يو مرغه ښکاره سو چي ددغه اوبو پر شاوخوا يې پرواز کاوه په دغه حال کي دجرهم قوم ددې ځاى څخه تېرېدئ دغه مرغه يې وليدئ فکر يې وکړ، چي دلته لکه چي اوبه سته چي دغه مرغه په هوا دئ بالاخره دغه ځاى ته ورغلل چي وې کتل يوه ښځه او يو ماشوم ورسره دئ دوى چي کله ورنژدې سوه نو ددې څخه يې اجازه وغوښته څو نژدې ورسي هغه وو چي دې اجازه ورکړه هغه خلګو دې ته دخوراک شيان ورکړه او دې اوبه ورکړې دهمدغه نېټې څخه پردې لار باندي تلل او راتلل پيل سوه . خلګ په کښي مېشت سوه لنډه داچي داسيمه اباده او ودانه سوه.
 
اسماعيل علیه السلام  چي ځوان سو ددغه قوم ديوې ا نجلۍ سره يې واده وکړ، او عربي ژبه يې هم ددوى څخه زده کړه ، سيمه اباده سوه دخلګو اوسېدنه پکښي زياته سوه سره ددې چي تردې وړاندي دغه سيمه بې اوبو او بې وښو وچه کلکه مځکه وه . هاجره رضی الله عنها وفات سوه . ابراهيم علیه السلام  ډېر ليري دفلسطين په سيمه کي ووترډېرو کلونو وروسته دابراهيم علیه السلام  په زړه کي ددې مينه پيدا سوه چي خپل زوى او مېرمن وويني .

ابراهيم علیه السلام  په سفر  پيل وکړ، زيات دښتونه او غرونه يې طى کړه تر داسي بريده چي مکې معظمې ته راورسېدئ کله چي راورسېدئ خپله مېرمن يې پيدا نه کړه ځکه هغه وفات سوې وه اسماعيل علیه السلام  يې وليدئ چي نېزه يې تراشل ، ابراهيم علیه السلام  خپل زوى وليدئ دستي يې وپېژندى نو ځکه يې روغبړ ورسره وکړئ بيا يې ورته وويل : اې اسماعيله! ماته الله جل جلاله  ديوه شي امر کړى دئ ، اسماعيل علیه السلام  ورته وويل : دڅه شى امر يې درته کړى دئ ؟ ته يې ووايه ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : که يې زه ووايم ته مي مرسته کوې؟ اسماعيل علیه السلام  ورته وويل : هو زه ستامرسته کوم ، ابراهيم علیه السلام  ورته وويل : ماته الله جل جلاله  امر کړى دئ چي په دغه ځاى کي يوه بيته ودانه کړم په دغه حال کي يي  دزم زم دچينې ولوري ته اشاره وکړه. اسماعيل علیه السلام  ورسره خوښه کړه باالاخره اسماعيل علیه السلام  ډبري ورته راوړلې او ابراهيم علیه السلام  په بيته جوړولو پيل وکړ، اسماعيل علیه السلام  يوه ډبره (مقام ابراهيم) راوړه څو دده پلار پر ودريږي او دکعبې شريفي دېوالونه جوړ کړي ، کله چي کعبه بشپړه سوه نو دوى دواړو په يوه اواز وويل :

رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (127)  (سورة بقرة الاية ١٢٧)
ژباړه : اې زموږ  ربه !ز موږ څخه  يي  قبول کړې بېشکه ته زيات اورېدونکى او زيات علم لرونکى يې.

کله چي دکعبې شريفي کار بشپړ سو دهمدغه زمانې څخه دالله جل جلاله  سپېڅلي بيته ودانه سوه .

داسماعيل علیه السلام  دحلالېدو (ذبحه کېدو) قصه

ښکاره خبره ده چي دانبياؤ علیهم السلام  حق دئ . ابراهيم علیه السلام  خوب وليدئ چي خپل زوى اسماعيل علیه السلام  حلال کړه ،اسماعيل علیه السلام  چي دابراهيم علیه السلام  ځوان زوى وو بل زوى يې نه درلودئ او الله جل جلاله  دغه زوى ده ته په سپين ږير والي او زوړ والي کي ورکړى وو. کله چي دغه خوب ده وليدئ نو دستي يې دالله جل جلاله  ددغه حکم دنفاذ لپاره تلوار وکړه او په پلي کولو يې پيل وکړ، خو وړاندي يې وپتيله څو دخپل زوى نظر واخلي چي هغه ددې حکم دعملي کولو لپاره تيار دئ که يا؟ دالله جل جلاله  حکم ته غاړي ايږدي که يا؟ نو ځکه يې زوى ته وفرمايل :

قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى  (سورة صافات الاية ١٠٢)
ژباړه : ابراهيم  علیه السلام  خپل زوى ته وويل : اې زويکيه ! ما په خوب کي ليدلي دي چي تا حلالوم وګوره ! ته څه نظر لرې؟

ابراهيم علیه السلام  په دې موخه دغه موضوع خپل زوى اسماعيل علیه السلام  ته بيان کړه څو داخبره داسماعيل علیه السلام  په زړه کي ځاي ونيسي او بيا وابراهيم علیه السلام  ته ددغه امر دعملي کولو لپاره لاره اسانه سي .  اسماعيل علیه السلام  چي ډېر زيات حليم وو ودې کار ته يې په ورين تندي غاړه کښېښوده ، الهي امر يې پر غبرګو سترګو ومانه او دپلار دخوشاله کولو په موخه يې وويل : 
قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (102)  (سورة صافات الاية ١٠٢)

ژباړه :اسماعيل علیه السلام  وويل :  اې پلاره! هغه څه وکړه چي تاته يې امر سوى دئ انشاء الله ما به دصبر کونکو څخه پيدا کړې.

دايوه لويه نکي وه ، يوازي الهي توفيق وو او داسي ايمان وو چي غرونه يې ټوټه کول . دايوه داسي پېښه ده چي دزوى  وخپل پلار ته کامله بندګي ديوه روښانه لمر په څېر څرګندوي . پلار دالله جل جلاله  دلوري څخه يوه ډېر دردونکي کار ته امر کيږي پلار يې په ډېره چټکۍ سره عملي کېدو ځان برابروي ، زوى ددې کار په وړاندي چي دده ژوند له منځه ځي په ډېر ورين تندي غاړي ايږدي ، الهي حکم ته لبيک وايي او دپلار اطاعت په خوشاله زړه کوي .ددې ترڅنګ پلار ته بې زوى والى اسانه کوې او دالله جل جلاله  ددغه حکم دعملي کولو لپاره داسانۍ مشوره  ورکوي او ورته وايي : اې پلاره ! يوه رسۍ راواخله زماپښي اولاسونه ټينګ په راوتړه او چاړه ښه تېره کړه ددې لپاره چي ديوې خوا به ماته مرګ اسانه سي ځکه مرګ ډېر سخت دئ اود بلي خوا که ته ماحلالوې زما پښې اولاسونه تړلي نه وي نو زه به  زور کړم او دالله جل جلاله  دا ستر حکم به عملي نه سي . ابراهيم  علیه السلام  خپل زوى ته ډېر خوشاله سو چي دالله جل جلاله  حکم منونکى يې وليدئ دستي يې داسماعيل علیه السلام  دحلالېدو کار پيل کړ، دزوى پښې يې وروتړلي پر بغل يې پرې ايستى چاړه يې پر غاړه ورکش کړه خو چړې پرېکول نه کول غاړه يې نه پرېکېدل ، چړې داسي چم کاوه لکه يو وچ لرګى چي يې پرغاړه ورکشاوه . په دې حالت کي اسماعيل علیه السلام  خپل پلار ته وويل : اې پلاره ! ما پوړي مخ پرې باسه ځکه که ته ماته ګوري هغه پلرني رحم پرتاغلبه ونه کړې او  ته تردې کار تېر نسي ، دغه پلرني  صله دالهي حکم دتطبيق او ستا ترمنځ حائله جوړه نسي.ابراهيم علیه السلام  همداسي وکړه خپل زوى يې پوړي مخ پرې ايستى دڅټ له  خوا يې چاړه پر راکش کړه بيا چړې کار نه کاوه ځکه دا دالله جل جلاله  فيصله وه چي اسماعيل علیه السلام  به نه وژل کيږي يوازي به په دوى باندي يو ازميښت وي داچي دوى دواړه مبارکان په کوم حالت کي وه ؟ څومره تکليف به باندي وو؟ ددې علم يوازي الله جل جلاله  ته سته قلم خو يې نه سي بيانولاى که يوه لږه برخه يې بيان کړي سترګي او زړه به دواړه وژړوي . په دې وخت کي ناببره ږغ وسو وفرمايل سوه :

وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ (104) قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ (105)  (سورة صافات الايتان ١٠٤ ، ١٠٥)
ژباړه : موږ اواز وکړ ، چي اې ابراهيمه! بېشکه خوب دي رښتينى دئ همداسي موږ نېکانو ته مزدوري ورکوو.

ذبيح څوک وو ؟

مخکي تېر سوه چي ابراهيم علیه السلام   ته امر سوى وو چي اسماعيل علیه السلام  چي دده او هاجرې رضی الله عنها زوى وو حلال کړي. زيات علماء په دې اند دي چي دغه حلال کېدونکي اسماعيل علیه السلام  وو ځکه دى يوازنى کس وو چي په مکه مکرمه کي اوسېدئ او داپېښه په مکه مکرمه کي پېښه سوې ده خو دا معلومه نه ده چي اسحاق علیه السلام  په ماشومتوب مکې مکرمې ته راغلى دئ که يا؟ اهل کتاب په دې اند دي چي دغه ذبيح اسحاق علیه السلام  وو اسماعيل علیه السلام  نه وو . دغه عقيده باطله اوبې بنسټه ده ځکه دقرآني اياتونو خلاف خبره ده.
ابن کثيررحمة الله علیه فرمايي : دقرانکريم داياتونو څخه داخبره چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو داسي ښکاره کيږي لکه ښکاره نص چي پر دغه خبره باندي وي ځکه الله جل جلاله  لومړى داسماعيل علیه السلام  قصه بيان کړې ده بيا يې فرمايلي دي :

وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ (112)  (سورة صافات الاية ١١٢)
ژباړه : موږ ابراهيم علیه السلام  ته زېرى ورکړى په اسحق سره چي نبي دي  دصالحانو څخه .
دغه زېرى ابراهيم علیه السلام  ته تر پورتنۍ قصې وروسته ورکړل سوى دئ چي دابراهيم علیه السلام  اطاعت او ټينګ ايمان پکښي څرګنديږي. په نتيجه کي دابراهيم علیه السلام  اکرام په بل زوى سره سوى دئ او په اسحاق علیه السلام  سره زېرى ورکړل سوى دئ. کوم کسان چي دعوه کوي چي ذبيح اسحاق علیه السلام  وو هغه يوازي په اسرائيلي روايتونو باندي ثبوت کوي او په هغه کتابونو سره ثبوت کوي چي تحريف سوي اولاس پکښي وهل سوى دئ. په تورات کي راغلي دي چي الله جل جلاله  ابراهيم  علیه السلام  ته امر وکړ، چي خپل ځوان زوى قرباني کړه په دغه وخت کي د ابراهيم  علیه السلام  ځوان زوى اسماعيل علیه السلام  وو. بدبختانه يهوديانو په تورات کي لاس وهلى دئ او دغه اسماعيل علیه السلام  يې په اسحاق علیه السلام  بدل کړ، لامل يې داوو چي اسماعيل علیه السلام  دعربيانو پلار وو او دوى دعربيانو سره حسد او کينه درلوده . اسماعيل علیه السلام  د حجاز په  سيمه کي اوسېدئ چي خاتم الانيباء حضرت محمد علیه السلام  يې هم له اولادې څخه دئ.

اسحاق علیه السلام  ديعقوب علیه السلام  پلار دئ چي بل نوم يې اسرائيل دئ او بني اسرائيل ځان ويعقوب علیه السلام  ته منسوبوي له همدي امله يهوديانو هڅه کول چي دغه شرافت اودرنښت ځان ته کش کړي نوځکه يې په تورات کي لاس واهه او داسي نوري ډېري خبري يې ورزياتي کړي دي. يهوديان ډېر درواغجن خلګ دي ، دوى ډېره بده عقيده لري هغه دا چي شرافت او عزت دالله جل جلاله  په قدرت کي نه دي .

کوم کسان چي ذبيح داسماعيل علیه السلام  پرځاى باندي اسحاق علیه السلام  ښيي کعب احبار دئ او يا داهل کتابو صحيفې دي . البته پردغه خبره باندي کوم حديث نسته چي موږ دقرآنکريم دظاهر څخه تېر سو او په هغه عمل وکړو.ددغه علماؤ نظر دقرآني اياتونو څخه هم نه څرګنديږي بلکي په قرآني مفهوم کي که لږ فکر وسي او ټول نصوص پردې باندي دلالت کوي چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو. 

قرطبي ددې خبري لپاره چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  وو ــ لاندنى ايت غوره ثبوت او ښه استدلال بولي: 

(فبشرناه باسحق ومن وراء اسحق يعقوب)
ژباړه : نوموږ ابراهيم علیه السلام  ته په اسحاق علیه السلام  سره زېرى ورکړ، بيامو اسحاق علیه السلام  ته يعقوب علیه السلام  زوى ورکړ.

قرظي : وايي :څنګه به ابراهيم  علیه السلام  ته په اسحاق علیه السلام  زېرى ورکړل سي حال داچي ډېر نژدې دده څخه يعقوب علیه السلام  وزېږېدئ ، په داسي حال کي چي اسحاق علیه السلام  کم عمره وو او دده په قربانۍ باندي امر کړل سوى وو او بيا دي دده څخه دستي زوى پيدا سوى وي؟ داډول امکان نه لري ځکه دغه مسئله دتېر بشارت سره تناقض لري.

په يوه روايت کي راځي چي عمربن عبدالعزيز  رحمة الله عليه ديوه يهودي څخه پوښتنه وکړه چي مسلمان سوى اوورته وې ويل : ذبيح څوک وو؟ هغه يهودي ورته وويل : اسماعيل علیه السلام  ذبيح وو ، بيا يې وويل : په الله جل جلاله  قسم کوم چي يهوديانو ته معلومه ده چي ذبيح اسماعيل علیه السلام  دئ مګر دوى يوازي داخبره ددې وجهي څخه پوټوي چي دعربو سره دوى حسد لري کومه خبره چي دوى پوټوي هغه داده چي دوى اسماعيل علیه السلام  ذبيح نه بولي بلکي اسحاق علیه السلام  ذبيح بولي لامل يې هم دعربو سره حسد دئ ځکه عرب داسماعيل علیه السلام  اولاده ده ديهوديانو دذبح دغه شرافت پر عربو نه دئ پېرزو خپل لوري ته يې راکشوي نو ځکه دوى ووايي چي ذبيح اسحاق علیه السلام  دئ.

داخبره زياته مشهوره ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ابن الذبيحين ويل کيږي يعني ددوو داسي کسانو زوى چي دالله جل جلاله  درضا لپاره يې دقربانۍ پرېکړه سوې وه يو کس دده خپل پلار عبدالله دئ او دوهم کس دنېکه اسماعيل علیه السلام  دئ.
 
دسيدنا حضرت ابراهيم علیه السلام  وفات

دصحيحو روايتونو له مخي حضرت ابراهيم علیه السلام  د ١٧٥ کالو په عمر وفات سو کله چي دى الهي رحمت ته وصل سو نو زامنو يې په مغاره المکفيلة کي خاورو ته وسپارئ دا هغه ځاى دي چي ساره رضی الله عنها په همدغه ځاى کي خاورو ته سپارل سوې وه . دا هغه ځاى دئ چي دفلسطين په الخليل کي ځاي کي واقع دئ دغه ښار چي اوس په الخليل سره ياديږي پخوا دغه ښار په اربع سره يادېده . اسماعيل علیه السلام  ١٣٧ کالو په عمر وفات سو دهغه ډبري وڅنګ ته خاورو ته وسپارل سو چي دمکې مکرمې سره په څنګ کي پرته وه او په همدغه ځاى کي هاجره رضی الله عنها هم وفات سوې ده.

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبياؤ علیهم السلام تاريخ
 

سرته