څانګه: حدیث شریف پښتو ژباړه نيټه: December 21, 2016
       
نبي علیه السلام ته ډېر ناخوښ کس (الحدیث)

 افضل الانبیاء صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: وَإِنَّ أَبْغَضَكُمْ إِلَىَّ وَأَبْعَدَكُمْ مِنِّى مَجْلِسًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الثَّرْثَارُونَ وَالْمُتَشَدِّقُونَ وَالْمُتَفَيْهِقُونَ. (ترمذي، جمع الفوائد)

ژباړه: او په تاسو کي ما ته ډېر ناخوښ او د قیامت په ورځ زما څخه لیري کښېنستونکی هغه څوک دی چي ډيري خبري کوونکی وي او (په ټوکو او بې ځایه په قاف او لام) خبري کوونکی وي او (په خبرو کي) مغروره وي.