تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسجد قباء
  تعلیم الاسلام راډيو
  May 10, 2013
  0
ژباړه: نويد احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

مسجد قبا د مدينې منورې جنوب لوېديځ خوا ته  په قبا نومي ځای کي واقع دئ. کله چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم  د حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه په ملتيا د مکې معظمې څخه د مدينې منورې ته هجرت کوئ نو د مدينې منورې ښار ته تر رسېدو مخکي يې همدغه مسجد جوړ کړ.ددې سپېڅلي مسجد په اړه الله  جل جلاله  فرمايي: لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ (سورة التوبة:۱۰۸)
 
ژباړه: هغه (د قبا) مسجد چي د لومړۍ ورځي څخه يې تاداو د تقوا پر بنياد ايښودل سوی دئ، ددې ډېر وړ دی چي ته په هغه کي (د لمانځه لپاره) ودرېږې، په دغه مسجدکي داسي خلک دي چي پاکي خوښوي او الله  جل جلاله  ښه ځان پاکونکي خوښوي.
 
 
د پېغمبرۍ څوارلسم کال او د دوشنبې ورځ وه چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم د قبا کلي ته ورسېد او همدلته يې د تقوا پر بنياد د اسلام د لومړني مسجد د تأسيس ډبره کښېښوده.ددې مسجد په جوړلو کي رسول الله  صلي الله عليه وسلم  پخپله ونډه اخيستې ده او په دغه مسجد کي يې لمونځ هم کړی دئ. په حقيقت کي د قبا مسجد هغه لومړنی مسجد دی کوم چي رسول الله  صلي الله  عليه وسلم  خپلو اصحابوو  رضي الله عنهم  ته په ښکاره ډول پکښي د جماعت لمونځ ورکړی دئ. د مسجد قبا د جوړښت په اړه حضرت شموس بن نعمان رضي الله عنه  فرمايي: چي ما رسول الله  صلي الله عليه وسلم  وليدی چي دومره  درنې ډبري يې پورته کولې، چي په هغه سره به يې ډير زحمت ګالی او پر مبارک نس يا ناف باندي يې ما خاوري وليدلې. 
 
 داصحابوو رضي الله عنهم  څخه به يو تن راوځغستل او غوښتنه به يې کول چي اې د الله  جل جلاله  رسوله  صلي الله عليه وسلم ! زما مور او پلار دي تر تا قربان وي، ماته يې راکړه زه يې يوازي پورته کوم. رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به  وفرمايل: يا! ته نورې پورته کړه.او ده مبارک به  ويل چي جبرائيل علیه السلام د قبلي رخ راښي. (مجمع الزوائد، طبراني في الکبير)
 
 په ابتداء کي د قبا مسجد قبله د بيت المقدس طرف ته وه خو کله، چي کعبه شريفه د الله تعالی  په حکم قبله  وګرځېدل نو رسول الله  صلي الله عليه وسلم  پخپله قبا ته تشريف راوړئ او د قبلې خط يې رسم کړی او د مسجد په دوهم ځل جوړولو کي يې برخه واخيسته.
 
 د مسجد قبا فضيلت : ددې مسجد د فضيلت د اظهار لپاره سيدنا ابن عمر  رضي الله عنهما  عليحده د شنبې په ورځ هلته تلی ځکه، چي دده
څخه روايت دی چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم  به  مسجد قبا
ته  د شنبې په ورځ پر پښو يا سپرلۍ باندي تلی او هلته يې دوه رکعته
لمونځ ادا کوی. (صحيح بخاري)
 
په مسجد قبا کي د لمانځه د فضيلت په اړه د حضرت سهل بن حنيف رضي الله عنه څخه روايت دئ، چي رسول الله  صلي الله عليه وسلم   وفرمايل: څوک چي د کور څخه ووزي او دغه مسجد يعني مسجد قبا ته راسي او دوه  رکعته لمونځ پکښي وکړي نو هغه ته د يوې عمرې ثواب ورکول کيږي. (المستدرک للحاکم)
 
 د مسجد قبا مخکنی جوړښت: د مسجد قبا په جوړښت کي عامو مسلمانانو او د اسلامي نړۍ حکمرانانو ځانګړې پاملرنه کړېده. ويل کيږي، چي اميرالمؤمنين حضرت عمر  رضي الله عنه  دغه مسجد له نوي سره جوړ کړ او اميرالمؤمنين حضرت عثمان  رضي الله عنه  د تجديد تر څنګ زياتوب هم پکښي راوستی او د هغه محراب يې د جنوب  طرف ته وغځوی. او همدارنګه حضرت عمر بن عبدالعزيز  رحمة الله علیه  په مدينه کي د خپل ولايت په دوره کي  د مسجد قبا تجديد او تزئين وکړ او د لمړي ځل لپاره يې منار پکښي جګ کړی. د سلطان محمود ثاني له دورې (۱۲۴۵هـ) څخه بيا دده د زوی سلطان عبدالمجيد تر دورې  پوري د مسجد قبا پرله پسې تجديد کېدی.

 د مسجد قبا اوسنی جوړښت: په ۱۴۰۵ هـ ق کال کي  د حرمين شريفين خادم فهد بن عبدالعزيز د مسجد قبا د توسيع حکم ورکړ. 
 
 

 
 عبدالواحد الوکيل چي د نړۍ د تعيمراتي نقشو ماهر او مشهور انجينر بلل کيږي وظيفه ورکړل سوه چي د قبا مسجد يوه داسي نقشه جوړه کړي چي د مسجد زوړ تعمير په نوي ښايسته تعمير بدل کړي. نومړي انجينر په لومړي سر کي پلان درلود چي د مسجد زوړ تعمير خپلي نوي طرحه کړي  نقشې ته واچوي خو وروسته بيا پخوانی مسجد ايسته او پر ځاي يې نوی لوی مسجد جوړ کړل سو. اوس ددې مسجد مجموعي مساحت (۱۳۵۰۰ ) متره مربع دی. د مسجد قبا ټول تعمير پر يو ډېر لوی مستطيل شکله  سالون (دهلېز) بناء سوی دئ، چي ۲۰،۰۰۰ کسان په يوه وخت کي لمونځ پکښي کولای سي او په  لاندي ساحو مجهز دی:
 
 د اوستوګني ځايونه، دفترونه، د اوداسه  ځايونه، دوکانونه او يوه کتابخانه.  پر شمال، جنوب او لوېديځو اطرافو ۶ اضافه دروازې ورکول سوي دي. ۴ لوی منارې  لري، چي د مسجدپر څلورو کنجانو ولاړدي او د لمانځه ټول سالون په نښه کوي. منارونه پر څلوريزو (مربع) بنيادو باندي ولاړ دي، چي ۸ـ ضلعي شکل لري او لوړي څوکي ته په  رسېدو سره  د دايرې شکل نيسي. مسجد قبا ۵۶ ـ کوچنۍ او ۶ غټي ګنبتي لري. او ددې مسجد پر غولي د خېمو غوندي چت اچول سوی دئ، چي  د سختي ګرمۍ په وخت کي د برېښنا په توسط سايه جوړوي. دمسجد انګړ په تور، سپين او سره رنګه کاشي خښتو ښايسته سوى دئ. 
 
مأخذ: د دارالسلام د مدينې منورې تاريخ او ويکيپيډيا
 
د تعلیم الاسلام مجلې د۴ ګڼي څخه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته