څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: October 12, 2014
       
د حکیم الامت (رح) د افکارو څخه

 د حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه د افکارو څخه

رالېږونکی: حنظله عزیزي

د عالمانو پریښول ! 
 
تر سو چي مسلمان یاست نو د دین عالمان نسی پرېښوولای هر مرو به ستاسي اړتیاوي د دوی تر حل کولو پوري موقوفه وي ، لکه څنګه چي یو مسلمان تر پیدایښت وروسته سمدستي د دین علم ته محتاج وي چي په غوږ کي یې اذان ور وکړي همدارنگه له دې دنیا  څخه د تگ په  وخت کي یې هر مرو عالم ته اړ وي ، نو هغه د آذان لوی احسان کونکی وگڼی او بد مه ځني کوی ، او د خپل ژوند په ټولو چارو کي د حل لاري ځني وغواړئ.


د دین خدمت د قوم خدمت دی !
 
دینۍ عالمان او طالبان فالتو ( بې ځایه ) مه گڼی ، ځکه هغوی د قوم ډېر لوی خدمت کوی . هغه دا چی دین د ټولو مسلمانانو یو مشترک شی دی نو د دین خدمت کول د ټول قوم او مسلمانانو مشترک کور دی او دا خدمت یوازی عالمان او طالبان تر سره کوي.

له مسلمانانو څخه شکایت ! 
 
الله جل جلاله د خپل دین حفاظت او ساتنه په خپله کوي، که نه له ابتدا څخه تر نن ورځي پوري د اسلام دښمنانو خپل ڼول توان، دسیسې او قوتونه د اسلام له تخریب څخه نه دي سپمولي، اسلام د حال په ژبه هغوی ته داسي وایي: 

قتل این خستـه په شمشیـر تـو تقـدیر نـه بـود 
ور نه هیچ از دل بی رحم تو تقصیـر نه بود

خو د اسلام شکایت له اغیارو څخه نه دی بلکه له مسلمانانو څخه دی:

... من از بی گـانــگان هر گــز نه نالم 
که با مــن انــچه کــردن ان اشـنا کـرد 
 


تاریک دنیا ! 
 
ترک دنیا سی خو متروک الدنیا مه کیږه.
(یعني د دنیا محبت پریږدئ خو د دنیا له چارو تیښته مه کوئ).

د مسلمانانو عزت! 
 
د مسلمانانو عزت د دین او دنیا دواړه عزت او بریالیتوب د رسوالله صلی الله علیه وسلم په اتباع او پیروی کي دی ، له هغه څخه پرته نور ټول اسباب د ذلت دي.


د شریعت اصول ! 
 
د شریعت اصول څلور دي : 
۱: قران کریم
۲: نبوي احادیث
۳: اجماع
۴: قیاس

کله چي کوم حکم د شریعت طرف ته منسوبیږي د دې مطلب دا وي چي حکم له پورتنیو څلورو اصولو څخه پر یوه اصل بنا دی، او که چیري کوم حکم پر یوه له پورتنیو اصولو باندي بنا نه وي، هغه ته شرعي ویل غلط دی.

که ټول په دین عمل وکړی نو دین ډېر اسانه دی ! 
 
نن سبا چي د ځینو کسانو لپاره د دین په ټولو احکامو باندي عمل کول گران او سخت معلومیږي؛ د دې لامل زموږ د ماحول او ټولني خرابي ده ؛ یعني یو کس په دین عمل کوي ؛ خو لس نور یې بیا نه کوي چي د دې لسو کسانو کړنلاره او بې عملي د هغه عامل ( عمل کونکی ) په کړنلاره هم اغیږه کوي ؛ خو که چیري ټول په دین عمل وکړي ؛ نو دین ډیر اسان دی هیڅ ډول سختي پکښي نسته. د دې مثال داسي دی لکه یو عاقل سړی چي د احمقانو ( بی عقلانو ) په ډله کي اوسي ؛ په داسي حالت کي د عاقل لپاره د خپل عقل د مقتضا او غوښتني موافق عمل کول ډیر گران او مشکل دی.

ریښتنې همدردي د اسلام حفاظت دی !
 
د کوم کار له کبله چي الله جل جلاله راضي او خوښ نه سي نو هغه کار ته د مسلمان کار نه ویل کیږي نو که موږ د مسلمان او د وطن د ترقۍ لپاره کار کوو هغه باید په داسي ډول وي چي د شریعت او دین حفاظت پکښي وي که نه فرعون، نمورد او قارون خو هم ترقي کړې وه مگر څنگه چي هغوی د الله جل جلاله د دین تر حدودو تجاوز کړی وو ځکه يې انجام خراب او نوم یې بد نام سو.

 ماخذ: د حکیم الامت رحمة الله علیه افکار