تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که څوک په تخار کي وظیفه ولري نو...
 
  May 27, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شمیره : (۸۲۶)

نوم: اتل
                                                         
سوال : که چیري یو سړی په کندز که وظیفه ولري او کور یې په تخار کي وي او په هفته کی یو واري کورته ځی نو دا سړی به په کندز کي څنگه لمونځ کوی او په تخار کي به څنگه لمونځ کوي ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که د کندز او تخار ترمنځ ٧٢ کيلو متره لاره وي بيا دى هلته مسافر بلل کيږي(١)، تر څو چي د ١٥ ورځو يو ځايي نيت ونه کړي ، دى به د سفر لمونځ کوي که څه هم په کندز کي دى ډېر وخت وظيفه اجرا کوي، د هفتې په اقامت سره دى مقيم نه ګرځي،  او په تخار کي چي دى خپلو کورو ته داخل سو نو دى مقيم دى د اقامت لمونځ به کوي د اقامت نيت نه غواړي.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا فارق المسافر بيوت المصر صلى ركعتين ولا يزال على حكم السفر حتى ينوي الإقامة في بلدة أو قرية خمسة عشر يوما أو أكثر وإن نوى أقل من ذلك قصر. الهدايه: ج١، ص١٤٩، فصل في صلوة المسافر.
(٢): و اذا دخل المسافر في مصره اتم الصلوة وان لم ينو لمقام فيه. الهدايه: ج١، ص١٥٠. 
حقانيه: ج٣، ص٣٤٨.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلم دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته