تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: کله چي دوو کسانو شېدې رودلي وي
 
  June 6, 2013
  0

 تعليم الاسلم دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۶۱)

نوم: حميد 
                                                         
سوال : زه حميد۲۲ کلن يم چي دوالدينوله لوري مي د کوزدې چي يوه شرعي او سنت طريقه ده خبري شروع دي، خوزماچي کوم ځای خوښ دی په هغه کي لږڅه خنډمنځ ته راغلی دی، هغه داسي ده: کومه نجلۍ چي زه خوښوم هغه زماداکالورده ، زمااکادوئ ښځي لري چي دکشري ښځي دوې لوڼي يي زمامشرانووروڼوته ناستي دي، خويوه لوريې پاتي ده ، چي دمشري کوروالاڅخه يي ده.
 
 خواوس خبره داده چي کشره ښځه يې قسم اخلي چي ماد خپلي يوې لورسره حميدته شيدې ورکړي دي ځکه نو دا دوستي نسي کيدای، ځکه چي حميدزما رضاعي زوی کيږي او هغه زما دبني لورهم ورته نارواده، نو اوس دا د شريعت له نظره څنګه ده جوازلري او که يې نه لري ؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

کومه ښځه چي  و يوه کوچني ته تى ورکړي ددې ښځي لوڼي او ددې ښځي د مېړه لوڼي چي ددې د بني لوڼي دي ، ددغه هلک خوندي دي نکاح يې ناروا ده . 

الجواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): يُحَرَّمُ عَلَى الرَّضِيعِ أَبَوَاهُ مِنْ الرَّضَاعِ وَأُصُولُهُمَا وَفُرُوعُهُمَا مِنْ النَّسَبِ وَالرَّضَاعِ جَمِيعًا حَتَّى أَنَّ الْمُرْضِعَةَ لَوْ وَلَدَتْ مِنْ هَذَا الرَّجُلِ أَوْ غَيْرِهِ قَبْلَ هَذَا الْإِرْضَاعِ أَوْ بَعْدَهُ أَوْ أَرْضَعَتْ رَضِيعًا أَوْ وُلِدَ لِهَذَا الرَّجُلِ مِنْ غَيْرِ هَذِهِ الْمَرْأَةِ قَبْلَ هَذَا الْإِرْضَاعِ أَوْ بَعْدَهُ أَوْ أَرْضَعَتْ امْرَأَةٌ مِنْ لَبَنِهِ رَضِيعًا فَالْكُلُّ إخْوَةُ الرَّضِيعِ وَأَخَوَاتُهُ . الفتاوي الهنديه : ج١ ، ص٣٤٣ ، کتاب الرضاع .

(٢):الثالث ـ فروع الأبوين من الرضاع: وهي الأخوات من الرضاعة، وبنات الإخوة والأخوات مهما نزلن . الفقه الاسلامي : ج٧ ، ص١٣٨ ، حرمت الرضاع .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته