تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د يو ځوان د بدن څخه د مشکو خوشبويي!!
 
  October 12, 2014
  0
راليږونکي: نصيب الله ژمن

 حضرت علامه عبدالله بن اسعد يافعى رحمة الله عليه د تصوف په فن يو کتاب ليکلې دى چي نوم ئې الترغيب والترهيب دى، په هغې کښي ئې د ځوان واقعه نقل کړيده، چي د هغه څخه به هميشه د مشکو او عنبرو  خوشبوئې روانه وه، يو ملګري ئې ورڅخه پوښتنه وکړه چي تاسو هميشه دومره اعلى او قيمتي خوشبوئي کښئ ډوب اوسئ دا دومره بې ضرورته خرڅ ولې کوئ؟ هغه  وويل چي ما په خپل ټول ژوند کښي هيڅکله هم خوشبوئې نه ده وهلي، او نه مي ده استعمال کړې، ملګري ئې ورته وويل نو بيا دا خوشبوئي څنګه ده او له کومه راځي، هغه ځوان ورته وويل چي دې په دې کي يو راز دى، کوم چي د ويلو نه دى، ملګري ئې ورته وويل دا راز راته ښکاره کړه، کېداى سي چي د دې څخه موږ ته هم فائده ورسيږي، هغه ځوان  خپله قصه ورته شروع کړه چي:

 زما پلار سوداګر وو د کورونو سامان به ئې خرڅوی، زه به هم ورسره دکان کښي ناست وم، يوه ورځ بوډۍ ښځه راغله او څه سامان ئې واخيستی او زما پلار ته ئې وويل چي دا هلک زما سره وليږه چي ددې سامان پيسې ورکړم،  زه  چي د هغې بوډې سره روان سوم نو بوډۍ ښائسته کورته بوتلم هلته يوه ښکلي خونه وه  ډېره حسن داره انجلۍ په پالنګ ناسته ول،  چي زه ئې وليدم نو زما طرف ته متوجي سوه،  ځکه چي  زه هم ډېر ښايسته وم، ما د هغې د خواهش پوره کولو څخه انکار وکړ، نو هغې زه  ونيولم او خپل ځان ته ئې را کش کړم هغه وخت الله جل جلاله زما په زړه کي دا خبره واچوله، نو ما ورته وويل چي زه قضائي حاجت يعنى لوی اودس ماتي دپاره تلل غواړم، هغې فوراً خپلو خادمانو ته وويل چي دده لپاره ژر تر ژره بيت الخلاء صفا کړئ. زه چي ولاړم او اودس مات مي وکړ، نو هغه ټوله ګندګي مي په خپل بدن او جامو وموږله او دباندي را ووتم، هغې انجلۍ چي زه په داسي حال کي وليدم نو خپلو خادمانو ته ئې امر وکړ چي  ژر دى وباسئ، دا خو ليونى دى!!

زما سره يو درهم وو په هغه مي صابون واخيستي او په يوه وياله کي ولمبيدم او کالي مي هم پاک کړل او په دې خبره مي څوک نه کړل خبر چي هغه ورځ تېره سوه او د شپې ويده سوم نو په خوب کښي راته يوې ملائيکي وويل چي: د الله تعالى له طرفه تا ته د جنت زېری دى، او د ګناه څخه د ساتل کېدو تدبير چي تا اختيار کړ وو، په ټول بدن مي د هغه مشکو او عنبرو خوشبويي وموږل سول، د هغې شپې څخه وروسته زما د بدن او جامو څخه هم هر وخت دغه خوشبويي روانه ده او خلک ئې محسوسوي. 
 

ماخذ: خوږي ملغلري 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته