تازه سرليکونه
د احتکار موده او د محتکر د مال پلورل
 
  June 20, 2013
  0

 د اِحتِکَار مده


د لږ مدې د پاره د يو شي را ګرځول په اِحتِکَار کي نه راځي ، ځکه د لږ مدې په راګرځولو يې خلک نه متضرر او زيانمن کيږي ، بلکي په ډېره مده را ګرځولو يې خلکو ته زيان رسيږي .

ډېره مده څوک مياشت ګڼي او څوک يې بيا څلويښت ورځي ګڼي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي  دي : که څوک خوراکه څلويښت شپې راوګرځوي هغه په حقيقت کي د الله څخه بېزار دى او الله د هغه څخه بېزار دى .

د مُحتَکِر د مال پلورل

د تنګۍ او اړتيا په مهال کي به قاضي مُحتَکِر ته امر کوي تر څو هغه د خپل ځان او عيال څخه پالتو خوراکه په بازار کي وپلوري ، که دوهم ځل يې بيا قاضي ته شکايت وسو او اِحتِکَار ته يې ادامه ورکول د قاضي لخوا دي وعظ او هم تهديد ورته ورکړه سي .

که بيا يې هم اِحتِکَار کاوه ، بيا دي يې قاضي بندي او زجر کړي او په زور دي مالونه په خرڅ کړي او که خپله يې نه خرڅول نو قاضي دي يې د ورځي په نرخ وپلوري .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته