څانګه: قرآن کريم نيټه: June 24, 2013
       
په قران کي د منافقینو حالت
ليکوال : محمد سليمان سعيدي

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا 140 الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً . ( سورة النساء ايت ١٤٠_141) 

ژباړه : او بېشکه چي پرتاسي په کتاب کي دا نا زل سوي دي ، کله واورئ د الله  جل جلاله   له ايتونو څخه انکار کېږي او يا ملنډي پرې و هل کېږي ، نو تر هغه مه ورسره کښېنئ ، چي له دې پرته په بله خبره بوخت سئ ، که نه نو تاسو به هم د دوئ په څير ياست ، بېشکه چي الله  جل جلاله  په دوږخ کي د ټولو منافقانو او کافرانو راغونډه ونکئ دئ (١٤٠) هغه منافقان و چي ستاسي په اړه منتظر دي ، که مو د الله  جل جلاله  لخوا څخه کوم برى په برخه سوئ وي ، نو وايي: ايا موږ درسره  نه وو ؟ او که د کافرانو کوم څه په نصيب سوي وي ، نو وايي : ايا موږ درباندي برلاسي نه وو او د مومنانو څخه مو ونه ژغورلاست ؟ نو الله  جل جلاله  د قيامت په ورځ ستاسو تر منځ پرېکړه کوي او الله جل جلاله  به هيڅکله کافرانو ته پر مؤمنانو باندي د برلاسئ لاره ونه ټاکي . 

په پورته دوو تلاوت سوو آيتونو کي لاندي څو خبرو ته ځېرسئ . 

ستر څښتن د هغو کسانو ( منافقينو) له بانډار، ناستي او ګډون څخه منع وفرمايل ، چي پکښي د اسلام او شريعت سپکاوى کېږي ، د الله  جل جلاله  د احکامو څخه بغاوت پکښي روان وي ، په شريعت پسخند و هل کېږي ، پر ديني شعائرو بد ويل کېږي ، د الله  جل جلاله  د لاري و پالونکو ته په سپکه ګوري ، له دين څخه په ښکاره يا ضمني توګه انکار کوي ، تمسخر کوي او عيب پروايي ، معمولاً منافقان داکار کوي ، چون د دوئ وزړونوته اسلام په کامله توګه نه دئ داخل سوئ ، داجتماعي مجبوريت له وجهي ځانونه مسلمانان ښيي، نو کله چي يو له بل سره پېداکړي او يو موقع په لاس ورسي په داسي حال کي د الله  جل جلاله  د شريعت او د دې لاري د لارويو په تمسخر لاس پوري کوي . 
 
په داسي حال کي يو مؤمن ته په داسي مجالسوکي شرکت حرام دئ ، ځکه دى به د هغوئ په مجلس کي سپک او بې ارزښته وي ، که هغوئ له خپل دغه کار څخه لاس واخيستئ ، نو بيا مؤمن ته رواء ده چي له هغوئ سره کښېني ، خو که يې و دې کار ته ادامه ورکوله ، په داسي حالت کي له هغوئ سره ناسته د هغوئ د خبرو د تائيد په معنى ده او ستر څښتن يې په اړه داسي پرېکړه کړې ده ، چي له دغو منافقانو او کافرانو سره به د قيامت په ورځ يو ځاى حشر کړه سي . 

که څوک د مسلمانى د دعوې کولو سره سره د کفارو په هغو جرګو او مرکو کي ګډون کوي، چي پکښي د الله  جل جلاله  د ايتونو خلاف د کفر اوازونه پورته کېږي او په سړه سينه او مړو سترګو يې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  او د اسلام په دين پسي ملنډو او مسخروته غوږونه شخ نيولي وي ، نو د داسي کسانو او کافرانو تر مينځ هيڅ تو پير نسته . 

ځيني وختونه څوک په داسي بانډار کښېوتئ وي ، نو په اړه يې په سورة الانعام کي داسي حکم راغلئ دئ : وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلاَ تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَى مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ . ( سورة الانعام ايت ٦٨)  

ژباړه : او کله چي هغه کسان ووينې ، چي زما په ايتونو کي خوشي بوخت وي ، نو تر هغه اعراض او ډ ډه ځني وکړه ، چي له دې پرته په بلي خبري بوخت سي او که شيطان دا خبره درڅخه هېره کړه ، نو تر يادېدلو ورسته له دې ظالم قوم سره مه کښېنه . 

له پورته صريح حکم څخه څرګندېږي ، چي له لويه سره له منافقانو او پر دين باندي له نامعتقدو خلکو سره دوستي کول ، له هغوئ سره ناسته ولاړه کول او د هغوئ په مجالسو کي برخه اخستل د هغوئ د کړنو او عقائدو د تائيد په معنى ده ، نو له داسي خلکو سره بايد ناسته او ولاړه ونه سي ، له هغوئ سره دي روابط او انډيوالي قطع کړه سي ، که ممکنه وي هغوئ ته دي نصيحت وکړه سي او که يې ستا پر نصيحت غوږ نه نيوئ او پر تا يې مسخره ( ډره ) جوړول ، بيانو د هغوئ له بانډاره څخه ولاړ سه ، د داسي چا لپاره حتمي نه ده ، چي له دې ناپوه او منافقو سره دي حتمي مناقشه وکړي  او و هغوئ ته دي قناعت ورکړي . 

خوکه په داسي حالاتو کي څوک کښېوتئ او شيطان دا حکم ورڅخه هېر کړ ، بيا هم دى نه ملامتېږي ، ترڅو حکم يې په ياد سو ، نو سمدستي دي دا بانډار پرېږ دي او ځان دي ترې ګوښه کړي ، که څوک په داسي مجلس کي ناست وي، که څه هم د هغوئ په خبرو کي شرکت ونه کړي او خپله هم څه ونه وايي ، خو بيا هم ( منافق ) دئ ، ځکه چوپتيا هم د تايد او رضايت په معنا وي . 

د هر زمان منافقين ، چي کله د اسلام په غېږ کي برى و ويني او وپوهېږي ، چي فتح د مسلمانانو په برخه ده ، نو له مسلمانانو سره د اخلاص او ملګرتيا دعوه کوي ، صرف د خولې تش اقرار ، د اسلام په دايره کي تش په نوم دا خلېدل او تملق د ځان په ګټه کاروي او وايي: چي موږ له تاسو سره په ولجو او غنيمتونو کي شريک يو ، ځکه که موږ نه واى ، تاسو به لږ واى او کفار به پرتاسو بريالي سوي واى ، همدا زموږ موجوديت وو ، چي کفاروته مو ماته ورکړه او بريالي سواست . 

کله چي بيا حالت بدل سي او د کفر په غېږ کي څه و ويني ، نو بيا د هغوئ وخواته ورځغلي ، له هغوئ سره خپله خوا خوږي څرګنده وي ، هغوئ ته ټينګار کوي ، چي موږ خو متعصب او بنسټپال مسلمانان نه يو هسي د خولې دعوه مو له دې ايسته کړې وه ، چي هلته مو خپلي ګټي لټولې او ستاسو له پاره مو د هغوئ په منځونو کي جاسوسۍ کولې همدا موږ وو ، چي تاسو پر مسلمانانو برى پيداکړ ، په اصل کي موږ و هغوئ ته ماته ورکړه، موږ هلته له نژدئ له هغوئ سره و جنګېدو ، که موږ  ستاسي دوستان نه واى ، نو له هغوئ سره به اوږه پر اوږه ستاسو پر ضد جنګېدلي واى ، خو دا کار مو ځکه ونه کړ ، چي موږ په اصل کي ستاسو خواخوږي دوستان يو ، د زړه مينه مو ستاسي سره ده ، په فکري، عقدوي، صميمي او اخلاقي لحاظ ستاسي سره توافق لرو او همغږي مو يو ، د هيڅ مذهب او مذهبي ډلي سره تړاو نه لرو ، قوميت او وطنپالئ ته ژمن نه يو ، د مسلمانانو د افراطيت له منځه وړل او پر ځاى يې ستاسو حکمراني زموږ يوازنى هيله ده ، په دې ترتيب د کفارو په حضور کي د خپل ذلت  اسناد وړاندي کوي ، ترڅو هغوئ يې خپل چاکران او بوټ پاکان قبول کړي .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه