څانګه: چاڼ شوي مضامين نيټه: May 12, 2016
       
د نبي صلی الله علیه وسلم د خوب واقعات

رالېږونکی: نذیر احمد


د حضرت رسول الله صلي الله عليه واله وسلم عادت شريف وو، چه د سهار لمونځ به يي ادا کړی د خپلو یارانو او اصحابو طرف ته به متوجه سو او بيا به يې وفرمايل چي ستاسو څخه به په شپه کي يو چا يو خوب نه وي ليدلی؟ که به يو چا خوب ليدلی وو نو به يې خپل خوب بيان کړی، ده مبارک به معنی ورته بیان کړه.

د عادت سره برابر يې یو وار د ټولو څخه پوښتنه وکړه چي يو چا یو خوب لیدلی دی؟ دوی ټولو وویل چي هيچا نه دی ليدلی، نو ده مبارک وفرمایل چي ما نن شپه يو خوب ليدلی دی، چي دوه کسان و ماته راغلل زه يې تر لاس ونيولم د يوې پاکي مځکي خواته يې بوتلم، چي ګورم يو سړی ناست دی او بل ولاړ دی او د دغه ولاړ سړي په لاس کي د اوسپني امبور دی، د دغه ناست سړي د خولې کونج پر ور څیري، تر داسي حده پوري چي تر څټه پوري ورسيږي او بیا د خولي د دوهم کونج سره دغه معامله کوي او بیا هغه کونج د خولې د هغه نفر جوړيږي، لېکن دغه ولاړ سړی بیرته هغه کار ورسره کوي کوم چي مخکي يي ورسره کړی وو. 

ما پوښتنه وکړه چي دا څه قصه ده؟ دغو دواړو کسانو راته وویل: چي مخکي ځه، نو موږ مخکي ولاړو تر داسي حده چي پر يو بل سړي ورغلو چي پروت دی او د ده پر سر يو سړی چي غټه ډبره يې  را اخيستې ده ولاړ دی په دغه ډبره سره د ده سر په ډېر زور سره وهي او ماتوي يې، هر وار چي د ده سر په دغه ډبره سره وولي نو دغه ډبره یې پر سر په هوا سي او لیري وموښلي، نو کله چي دغه نفر د هغه ډبري د را وړلو لپاره ولاړ سي او ډبره را واخلي، لېکن تر دغه سړي پوري لا نه وي را رسېدلی چي د دغه پروت نفر سر روغ سي لکه مخکي چي وو، مګر د سر د ماتېدو عمل بیا اجراء سي نو ما پوښتنه وکړه چي دا څه قصه ده؟

دغه دواړو ویل چي مخکي ځه، موږ مخکي ولاړو، تر داسي حده چي موږ یو غار ته ورسېدلو چي په مثل د تنور وو، چي لاندي پراخ وو او لوړ تنګ وو. په دغه کښي اور بلېدی او دغه تنور د ډېرو لڅو لغړو نرانو او ښځو څخه ډک وو، هر وخت چي دغه اور لوړ را پورته کیږي، نو د دغه اور سره دغه نران او ښځي ټول را پورته کیږي تر داسي حده چي وه وتلو ته نژدې سي. بیا چي اور هر وخت کښته کیږي دوی هم ورسره کښته سي. ما پوښتنه وکړه چي دا څه قصه ده؟
 
دوی دواړو ویل چي مخکي در ځه، موږ مخکي ولاړو تر داسي حده چي د وینو یوې ویالې ته ورسېدو، د دغي ویالې په نس کي یو سړی ولاړ دی او د ویالې په غاړه بل سړی ولاړ دی، چي مخ ته یې ډېري ډبري پرتې دي، هغه په ویاله کي ولاړ سړی د ویالې د غاړي طرف ته راځي، هر وخت چي غواړي را ووځي، د ویالې د غاړي سړی د ده پر مخ یوه ډبره داسي په زور سره ولي چي دی بيرته هغه خپل اول ځای ته واپس کیږي او دا عمل جریان درلودی، ما پوښتنه وکړه چي دا څه قصه ده؟ دوی راته وویل چي مخ ته ولاړ سه.

 موږ مخکي ولاړو تر داسي حده چي یوه شنه باغ ته ورسېدو، په دغه باغ کي یوه غټه درخته وي او تر دغه درختي لاندي یو سپين ږیری سړی او ډېر کوچنیان ناست وي او د درختي سره نژدې یو بل سړی ناست وي، د ده مخ ته اور بلیږی او دی یې پوکي. بیا دغو دوو کسانو زه درختي ته وخېژولم او د درختي په منځ کي یو ډېر ښه کور وي او هلته یې ور وستلم، ما دارنګه ښایسته کور هیڅ وخت نه وو لیدلی، په دغه کور کي ځوانان، سپین ږیري، ښځي او کوچنیان ډېر وه.
 
ما بیا و دغو دوو کسانو ته وویل چي تاسو خو زه ټوله شپه وګرځولم، اوس راته ووایاست چي دغه ټول څه اسرار او رازونه وه؟ نو دوی راته وویل هغه سړی چي تا ولیدی چي د خولې کونجان یې څیرېدل، هغه سړی درواغجن دی، درواغ به یې ویل نو د ده سره به تر قیامته دغه معامله کیږي.

هغه څوک چي تا ولیدی چي د ده سر په ډبرو سره کوټل کېدی، دا هغه سړی دی چي الله پاک و ده ته علم قران ورکړی وو، د شپې به غافله ځندي بيدېدی او د ورځي به یې عمل نه په کوی، نو تر قیامته به دده سره دغه معامله کیږي. کوم څوک چي تا د اور په غار کښي ولیدل هغه زناکاران وو او کوم نفر چي تا د وینو په ویاله کي ولیدی هغه سود خور دی.
 

او تر درخته لاندي چي کوم سپین ږیری سړی وو، هغه ابراهیم علیه الصلاة و السلام وو او د ده پر شاوخوا چي کوم کوچنیان تا ولیدل هغه د خلکو نابالغه اولادونه دي او هغه چي اور یې تازه کوی، هغه ملائکه وه چي نوم یې مالک دی او د دوږخ پيرداره او انتظام کوونکې ده او اول کور چي ور داخل سولو د عامو مسلمانانو دی او دغه دوهم کور د شهیدانو دی او زه جبرائیل یم او دغه بل میکائيل (علیهما السلام) دی بیا يې وویل چي پورته وګوره، ما چي پورته وکتل نو لوړ مي یوه سپينه اورېځ ولیدل دوی راته وویل چي دغه ستا کور دی، ما ورته وویل چي ما پرېږدئ زه خپل کور ته ورننوزم، دوی وویل چي تر اوسه لا ستا عمر پاته دی او پوره سوی نه دی، که چیري پوره وای نو به اوس ورداخل سوی وای. (روایت بخاري ـ مشکاة، ص‍۳۹۶)

ځان پوه کول په کار دي، چي د نبیانو خوب وحي وي، دغه ټولي واقعاتي او پيښي رښتیا دي، د دغه حدیث څخه د ډېرو شیانو حال معلوم سو، د درواغجن، بې عمله عالم، زناکاره او د سود خور څنګه سزا او ګناه ده. الله تعالی جل جلاله دي ټول مسلمانان د دغو کارونو څخه وساتي (آمین). 

ماخذ: بهشتي زېور
مؤلف: د دیوبند مشهور عالم، حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه